پاکستان ویلي دي چې د امریکا متحدو ايالاتو راتلونکي ولسمشر دونالد ترمپ، لومړی وزیر نواز شریف د "ډیر عالي انسان" په توګه ستایلي او پاکستان يې يو "زړه وړونکي هیواد" بللی دی.
اعلان
د پاکستان لومړي وزير نواز شریف، د تليفون له لاري دونالد ترمپ ته د بریا مبارکي ويلې ده. اسلام آباد د دغو خبرو بشپړ متن خپور کړی دی.
د خبرو د متن تر خپریدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ځکه پر هغه باندې نیوکې وشوې چې تر دې مخکې دونالد ترمپ پر پاکستان باندي سختې نیوکې کړې وې او ویلي یې ول چې دغه هیواد "زموږ [د امریکا متحده ایالاتو] دوست نه دی".
د دواړو تر منځ د خبرو په خپاره شوي متن کې راغلي دي چې ترمپ، شریف ته ویلي دي چې هغه "ډیر ښه شهرت لري". دا په داسې حال کې ده چې پر شریف باندي د سخت اداري فساد تورونه لګول شوي دي.
د پاکستان له خوا په خپاره شوي متن کې راغلي دي چې ترمپ، شریف ته ویلي دي: "ته یو ډیر عالي سړی یې. ته ډیر ښه کار کوې چې له هره اړخه د لیدو وړ دی. زه ژر ستاسو لیدو ته لار څارم. ښاغلی لومړی وزيره، همدا اوس چې زه تاسو سره خبرې کوم، داسي احساس کوم چې له داسې یوه کس سره خبري کوم چې له ډیر وخت راهیسې یې پیژنم."
په خپاره شوي متن کې زیاته شوې ده: "ستاسو هیواد حیرانوونکی دی او ډیر امکانات لري. د پاکستان خلک د نړۍ له ډیرو ځیرکو خلکو څخه دي."
ترمپ همداراز د ستونزو په اوارولو کې له پاکستان سره د مرستې وړاندیز هم کړی دی او ویلي یې دي: "زه غواړم او چمتو یم چې د ستونزو له پاره د حل لارو په موندلو کې هر هغه څه چې ته یې غواړې وکړم. دا به یو ویاړ وي او زه به پخپله دا کار وکړم."
دا په داسې حال کې ده چې ترمپ تر دې مخکې پر پاکستان باندې سختې نیوکې کړي وې. هغه په ۲۰۱۲م کال کې په خپله تویتر پاڼه کې لیکلي ول: "په دې پوه شئ چې پاکستان زموږ ملګری دی. موږ دې هیواد ته په میلیاردونو ډالر ورکړي دي، خو وګورئ چې په بدل کې مو څه شي ترلاسه کړل: خیانت او بې احترامي او آن تر هغه بد."
پاکستان همدا اوس له هندوستان او افغانستان سره ډیري خړي پړي اړیکې لري.
پاکستان د امريکا مرستو ته سخت اړ دی. تمه کیږي چې دغه هیواد به په ۲۰۱۷م کال کې له واشنګټن څخه شاوخوا یو میلیارد ډالره مرستي ترلاسه کړي.
په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې ترمپ له نواز شریف څخه غوښتي دي چې هر وخت ورته تلیفون وکړي. هغه پاکستان ته د بلني په ځواب کې ویلي دي: "زه به ډیر خوښ شم چې ستاسو زړه وړونکي هیواد، زړه وړونکي ځای او زړه وړونکو خلکو ته در شم."
نور مطالب:
ترمپ: عوامپاله، خود خواه او ولسمشر
ترمپ د رهنمای معاملالت یو شرکت درلود، یو مؤلف وو چي کتابونو یې ډیر خرڅیدل او یو تلویزیوني ستوری وو. هغه دا دی اوس د امریکا متحدو ایالاتو ۴۵م ولسمشر سو. دونالد ترمپ د ډیرو کسانو له پاره یوه خندونکې څېره وه.
په دغه کال ترمپ په اتلانتیک سیتي کي یوه قمارخانه پرانیستله. دا د هغه له ډیرو پانگونو څخه یوه وه چي دغه میلیونر یې میلیاردر کړ.
انځور: picture-alliance/AP Images/M. Lederhandler
د ترمپ پلار، فریدریک سرمایه
ترمپ ته د تجارتي معاملو له پاره پیسې د هغه له پلاره فریدریک، څخه میراث پاته سوي. په اول سر کي یې یو میلیون امریکايي ډالر ورکړې او په ۱۹۹۹م کال کي د پلار تر مرگ وروسته، ترمپ او د هغه درو ورونو او خویندو ته څلور میلیونه یورو په میراث پاته سوې.
انځور: imago/ZUMA Press
د میلیاردونو معاملې
ترمپ په عصبانیت سره پانگونه کوله، که څه هم په وار وار سره یې تاوانونه کړي خو بیا ئې هم هر وخت بریالیتوب لاره. د مثال په ډول په نیویارک سیتي کي د ترمپ برج. نن ورځ ترمپ خپله سرمایه لس میلیارده امریکايي ډالر ښيي. خو کارپوهان بیا د هغه د سرمايي یو پر دریمه برخه رښتیني بولي.
انځور: Getty Images/D. Angerer
ډیر هوښیارانه
دغه جمله ترمپ د ځان په هکله ویلې ده. هغه هم له دې کبله چي ترمپ د فیلادلفیا په یوه ځانگړي پوهنتون کی تحصیل کړی دی. هغه په ۱۹۶۸م کي د نوموړي پوهنتون څخه د «bachler» شهادتنامه ترلاسه کړه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/B.J. Harpaz
کپتان ترمپ
مخکي تردې د ترمپ پلار هغه په دیارلس کلنۍ کي یوې پوځي لیلیې ته واستاوه. هغه باید هلته دسپلین زده کړي وای او د خپلو زده کړو په وروستي کال کي حتی د صاحب منصبۍ رتبې ته هم ورسېد. ترمپ په دې هکله وايي چي هلته یې ډیر پوځي تمرینات کړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/
د ویتنام له جگړې معافېدل
ترمپ وکولای سول د ویتنام په جگړه کي په برخه نه اخيستلو بريالی سي. دغه ورزشکار د پښې په پونده کي د یوې ناروغي له امله ځان له عسکرۍ خدمت څخه معاف کړ.
انځور: picture-alliance/AP Photo
د ترمپ لومړۍ مېرمن، ایوانا
ترمپ په ۱۹۷۷م کال کي له چکسلواکۍ ماډلې «ایوانا زیلینچکووا» سره واده وکړ. له هغې سره د درو اولادونو خاوند سو ، خو تل به یې د نورو ښځو سره د اړیکو لرلو په اړه خبري کیدلې. له همدې کبله به یې کورنی ژوند ددغه ډول گونگوسو تر سیوري لاندي وو.
انځور: Getty Images/AFP/Swerzey
دوهمه کورنۍ
په۱۹۹۰م کال کي ترمپ له خپلي مېرمنې ایوانا څخه جلا او د خپلي دوهمې ښځي مارلا، سره یې چی ۱۷ کاله تر هغه کشره وه، واده وکړ. له هغې سره د يوې لور (تیفاني) خاوند سو.
انځور: picture alliance/AP Photo/J. Minchillo
نجوني، نجوني
ترمپ نه یوازي له خپلي مېرمني سره په عام محضر کي راښکاره کېد، بلکي زیاتره وخت به یې د ښکلا د ملکې په سیالیو کی هم برخه اخیستله او له ځوانو ماډلانو سره به څنگ پر څنگ ولاړ وو. له ۱۹۹۶م څخه تر ۲۰۱۵م کاله پوری په متحدو ایالاتو کي حتی د نړۍ د ښکلا د ملکې سیالۍ هم په هغه پوري اړه درلودې.
انځور: picture-alliance/dpa/K. Lemm
ترمپ د سیاست په ډگر کي
په اصل کي ترمپ پخوا له سیاست سره ځان دومره ډیر نه دی مصروف کړی. خو بیا یې هم د ۲۰۱۵م کال د جون پر۱۶ اعلان وکړ چي ځان یې د جمهوري غوښتونکو له خوا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړی دی. د هغه شعار دا وو «بیا هم امریکا ستره کړی». هغه خپل انتخاباتي کمپاین، مهاجرو، مسلمانانو، ښځو او خپلو حریفانو ته په توهین آمیزو څرگندونو سره پیل کړ.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Lane
د ولسمشرۍ لیاقت
آیا له دغه عوامپاله او پر ځان مین سړي څخه به د آزادي نړۍ یو لارښود جوړ سي؟ زیاتره کسان تر اوسه لا دا تصور نه سي کولای. خو د دونالد ترمپ ژوند ليک دا ښيي چي دغه سړی د «کمیلیون» په شان ځان ته بدلون ورکولای سي.