ترمپ وايي مادرو نیول شوی دی
۱۴۰۴ دی ۱۳, شنبه
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شنبې په سهار وختي تائید کړه چې امریکا پر ونزوېلا «پراخ بریدونه» کړي او مادورو تر دغو بریدونو وروسته «نیول شوی» او له ونزوېلا «وتلی دی.»
«د مادورو د مېرمن هم نیول شوې ده»
ترمپ پر ونیزوېلا د امریکا دغه برید «پر ونزوېلا او د هغه پر رهبر یو پراخ برید» په توګه یاد کړی دی.
هغه پر ټولنیزې رسنۍ په خپور شوي یوه پُست کې ويلي چې په دغو عملیاتو کې چې د امریکا انتظاميه ځواکونو سره په لاره اچول شوي، په کې د مادورو مېرمن هم نیول شوی ده. ترمپ زیاته کړې چې په دې هکله به وروسته یوه اعلامیه خپره کړي.
تازه رپوټونه وايي چې مادورو د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
رسنیو د امريکا د پوځي چارواکو چې نومونونه ېې نه دي ښودل شوي، له قوله ويلي چې د ونزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
نور ولولۍ: د ونېزویلا پلازمینه کراکاس کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي
د پوځ یوه چارواکي چې نوم ېې نه دی ښودل شوی، سي بي اس نیوز ته وویل چې د ونزوېلا ولسمشر، د دلتا فورس غړو نیولی. دلتا فورس د امریکا پوځ د ځانګړو عملیاتونو تر ټولو غوره قطعه ده. دا هغه قطعه ده چې په ۲۰۱۹ کال کې ېې د «اسلامي دولت» نومې ډلې یا داعش پخوانی مشر، ابوبکر بغدادي وژلی وو.
رويټرز خبري آژانس هم د امریکا د یوې پوځي سرچينې له قوله ويلي چې مادورو د امریکا ځانګړو ځواکونو نیولی خو د دلتافورس قطعې یادونه ېې ونه کړه.
د بهرنیو ځواکونو پر ضد مقاومت
د ونزوېلا دفاع وزیر ژمنه کړې چې د بهرنیو قواوو د حضور پر ضد به مقاومت کوي. ولادیمیر پادرینو لوپيز د شنبې په ورځ په یوه ويډيو کې وويل چې هیواد به ېې د بهرنیو ځواکونو د حضور پر وړاندې مقاومت وکړي او د پوځي منابعو د «لویې کچې استخدام» خبره ېې وکړه.
نور ولولۍ: امنیت شورا د ونزیویلا د شخړې په هکله بیړنۍ غونډه کوي
د ونزوېلا دفاع وزیر ويلي چې د امریکا د شنبې سهار وختي بریدونو کې ملکي سیمې په نخښه شوي او دوی دا وخت د قربانیانو او اوښتو زیانونو شمېرنه کوي.
د ایران غبرګون
ایران چې له ونزوېلا سره نژدې اړيکي لري، د امریکا برید ېې غندلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه وزارت «پر ونزوېلا د امریکا پوځي حمله او د دغه هېواد پر ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ناوړه نقض، په کلکه غندي.»
ایران په خپله روانه اوونۍ د حکومت ضد پراخو اعتراضونو شاهد پاته شوی. ترمپ دغو اعتراضونو ته په کتو ویلي که چېرته د ایران حکومت اعتراض کونکو وژلو ته ادامه ورکړي، امریکا به مداخله وکړي.
نور ولولۍ: ترمپ: که ایران خپل اټومي پروګرام بیا ورغوي حمله پرې کوو