ترمپ په سپینه ماڼۍ کې په دې هکله وویل: «د دې له پاره چې د امریکا او د امریکایانو د ساتني خپله پاکه دنده مې ترسره کړي وي، امریکا متحد ایالات به د پاریس د اقلیم د بدلون له تړونه بیرون شي.»
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې په دې هکله همدا راز وویل چې له نن وروسته به د امریکا متحده ایالات د پاریس تړون او د دې تړون له امله زموږ په هیواد باندې تحمیل شوي د سختو مالي او اقتصادي بار نه عملي کوي.
د ترمپ په وینا په دې کې په ملي کچه د اقلیم بدلون په هکله د ونډې اخیستو د پروګرامونو بندول او همدا راز تر ټولو مهمه دا چې په دې کار سره متحد ایالات به د زرغون اقلیم په نامه د پیسو تمویل توقف کوي کوم چې د امریکا له پاره په ډیره لوړه بیه تمامیدو.
ترمپ همدا راز وویل چې هغه دې ته چمتو دی چې په دې هکله د خبرو اترو پړاو ته داخل شي او یا هم د نوي تړون په هکله خبري اترې وکړي کوم چې د امریکا له پاره ګټور وي. نوموړي په دې هکله وویل: «موږ به په خبرو او بحثونو پیل وکړو او موږ به وګورو چې آیا موږ یوه مناسب تړون ته رسیدلای شو او که نه. که چیرته موږ وکولای شول [چې مناسبې هوکړې ته ورسیږو] نو دا به ډیر ښه وي او که چیرته ونه رسیږو نو دا به بیا ښه وي.»
هغه خطرونه چي مځکې ته گواښ دي
اقليمي بدلونونه مځکه تهدیدوي. د قطبي یخچالونو په ويلي کېدو سره پیل کیږي او د سمندرونو د اوبو د سطحې په لوړوالي سره پای ته رسیږي. نو سر له اوسه لا خپلو کوچنیانو ته د دغو یخچالونو په اړه کیسې وکړی، ځکه بیا ناوخته نه سي.
انځور: Fotolia/peteri
هرڅوک چي غواړی د عکس اخیستلو له پاره د آسترالیا د دغو زرغون رنگو بوټو او کبانو ترمنځ لامبو وکړي، نو ژر تر ژره دي لاس په کار سي. په اوسط ډول د هوا دوې درجې تودیدل، د هغو زرغون رنگ د په سپین اوښتو سبب کيدای سي او وروسته ښايي دغه بوټي له منځه ولاړ سي. له بلي خوا د کاربن دای اکساید د گاز د جذبیدو له امله د سمندرونو اوبه هم اسیدي کیږي چي وروسته به ښايي دغه ډول بوټي هم پکښي وده نه وکړي.
انځور: picture-alliance/ dpa
د «همکارۍ او اقتصادی ودي» سازمان خبرداری ورکوي چی د آلپ په غرونو کي د واورو اورښت په اوسط ډول مخ پر کمیدو دی. په تیره بیا په هغو سیمو کي چي کښته پرتې دي دغه ستونزه نوره هم ستره ده. له همدې کبله د بوټو شنه کیدل مخ پر لوړه روان دی او په دې ډول د کنگلونو د ويلي کېدو سبب گرځي.
انځور: picture-alliance/chromorange
د "ونیز" کښته ښار ښايي د سمندرونو د اوبو د سطحې د لوړیدو له امله ډوب سي او یا هم د سیلابونو له امله نور د اوسیدو له پاره مناسب نه سي. دا د ایټالیا لومړی ساحلي ښار نه دی چي له دغه ډول یوه سرنوشت سره مخامخ دی، بلکی نور ښارونه لکه نیویارک، بنکاک، هانکانگ، بمبی، سکندریه او امستردام هم له ورته خطر سره مخامخ دي.
انځور: picture-alliance/dpa
د کنگلونو ویلي کیدل د دې سبب سوي چي د دوو وچو یعنی اروپا او آسیا تر منځ د اوبو یوه لار جوړه سي چي په نتیجه کي واټن را لنډ سي. په ۲۰۰۷م کال کي لا په دغه ځای کي د کښتۍ چلولو امکان نه ؤ. په اوس وخت کی دلته تفریحي بیړۍ په تگ راتگ کي دي.
انځور: DW/I.Quaile
که غواړی چي وچو سیمو ته سفر وکړئ، نو ژره تر ژره اقدام وکړئ. اقلیمي بدلونونه پرهغو حیواناتو چي د وچکالیو او اوبو د سطحې د لوړوالي پر وړاندي تر ډیره مقاومت کولای سي، خپله اغیزه لري. د وحشي حیواناتو نړیوال سازمان فیلان د دغه ډول تر خطر لاندي حیواناتو په ليست کي راوستلي دي.
انځور: Reuters/P. Bulawayo
د اوبو او هوا بدلون په کلیفورنیا کي د سختي وچکالۍ سبب سوی. په دغه ځای کي په وروستیو درو کلونو کي د تودوخي تر ټولو لوړه درجه ثبت سوې ده. دغه ډول بدلونونو په تیره بیا د بادام ونو ته سخت زیان اړولی دی. په برازیل کي د قهوې او په ویټنام کي د وریجو کروندې د له منځه تلو له گواښ سره مخامخ دي.
انځور: Reuters/L. Nicholson
د نړيوالو ميراثونو د خونديتوب سازمان (یونسکو) پر خپله انترنت پاڼه د طبیعيت د ښایسته ځایونو عکسونه خپروي. خو که تودوخه د سانتي گراد درې درجې لوړه سي، له ۷۰۰ دا ډول طبیعي ځایونو څخه یې ۱۳۶ له خطر سره مخامخ کیږي. د ۱۹ پیړۍ تر نیمايي پوري نژدې۱۵۰ يخچالونه موجود وه، خو د ۲۰۱۰م کال په پیل کیدو سره له هغو څخه یوازي ۲۴پاته دي. اټکل کیږي چي تر ۲۰۳۱م کاله پوري به د هغو هیڅ ډول نخښه نه وي پاته.
انځور: gemeinfrei
د اوبو او هوا بدلون ستاسو پر کورونو هم اغیزه کوي. د Climat Central په نامه غیر دولتي سازمان اټکل کړی چي د ۲۱۰۰م کال په پیل سره به تقریباً ۱۵۰میلیونه کسان په داسي ځایونو کي ژوند وکړي چي د سختو سیلابونو له گواښ سره به مخامخ وي.
انځور: Reuters/Mariana Bazo
حتي که په اوسط ډول د مځکې کُره د صنعتي عصر د مخکي دورې په ډول، دوې درجې گرمه پاته سي، په سمندرونو کي د اوبو د سطحې د لوړالي سبب گرځي، په دې ډول ښايي د هغه په نتیجه کي د امستردام ښار تر اوبو لاندي سي. له بلي خوا که د کاربن دای اکساید د گازو خپریدل په اوسني اوسط سره ادامه پیدا کړي نو تر۲۱۰۰م کاله به د مځکې حرارت څلور درجې لوړ سي او په دې ډول به نیویارک تر اوبو لاندي سي.
انځور: Fotolia/peteri
انځورونه1 | 9
د تیرو څو ورځو په اوږدو کې د نړۍ مشرانو او نړیوالو سازمانانو له ترمپ څخه غوښتنه کوله چې د اقلیم د بدلون په هکله د پاریس له تاریخي تړون څخه دې امریکا نه باسي. له اروپايي ټولنې، چین، د جي ۷ غړو هیوادونو څخه سیاسي مشرانو او همدا راز د میلیاردونو ډالرو جایداد لرونکو د شرکتونو مشرانو چې پکې د ډبرو سکرو او نفتو شاوخوا ۱۰۰۰ امریکايي شرکتونه شامل دي او پر دې ټولو سربیره د عیسویانو مذهبي مشر پاپ له ولسمشر ترمپ غوښتل چې امریکا دې په دې تړون کې پاته شي.
تر دې ټولو وروسته، ترمپ وویل چې دی په دې موضوع باندې د بحث د دواړو غاړو خلکو سره تر خبرو او سلا مشورو وروسته له دې تړون څخه وځي.
د اقلیم په هکله د پاریس تړون څه دی؟
د چین او امریکا په ګډون چې د نړۍ د اقلیم په بدلون کې لومړی او دوهم ځای لری، د نړۍ کابو ۲۰۰ هیوادونو په ۲۰۱۵م کال کې د اقلیم د بدلون په هکله تر یو لړ جنجالي او سختو خبرو او بحثونو وروسته د پاریس تړون لاسلیک کړ. دغه تړون د نړۍ د تودوخي درجي د ډیرېدو مخنیوی کوي او غواړي چې په دې کار سره د نړۍ تودوخه د سانتي ګريډ په کچه دوه درجې راټیټه کړي.
د دې ترڅنګ، د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل اعلان وکړ چې اروپا نور پر خپل دودیز متحد باندي تکیه نه شي کولای او د چین په شان نورو هیوادونو ته سترګې په لار دی. ميرکل له خپل چینايي سیال سره په برلین کې د خبرو په ترڅ کې وویل چې «چین زموږ په یو ډیر مهم او ستراتیژیک ملګري بدل شوی.»
نړیوال غبرګونونه او له امریکا پرته پرمخ تلل
د پاریس له تړون څخه د امریکا تر وتلو وروسته، د نړۍ مشرانو ژمنه وکړه چې له امریکا پرته به دغه تړون عملي کوي. ګڼ شمیر امریکايي سوداګرو، ښارونو او ایالتونو هم ویلي چې دوی به د اقلیم له ستونزې سره د مبارزې له پاره په ګډه کار وکړي.
فرانسې، آلمان او ایټالیا د امریکا تر وتلو وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړه او ویلي یې دي چې د اقلیم بدلون په هکله د پاریس تړون پر سر له چا سره یو ځل بیا خبري اترې نه کوي. د دې ترڅنګ، د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون هم پر دونلد ترمپ نیوکه کړې او له ټولو انجینرانو او سایسنپوهانو یې غوښتنه وکړه چې د اقلیم په هکله له امریکا څخه بهر کار وکړي.
د دې ترڅنګ، د آلمان د صدراعظمې ویاند هم د امریکا پر دې پریکړې خواشینې څرګنده کړې او ویلي یې دي چې موږ به تر پخوا لا ډیر د نړیوال اقلیم د سیاست په هکله کار وکړو، څو خپله ځمکه وژغورو.
(afp,dpa/ NZ)
د اقلیم د بدلون لس حیرانونکي اغیزې
دا چې «ګلوبل وارمنګ» یا نړیواله تودوخه په ټوله نړۍ کې پر موسمونو څه تاثیر کوي، ډیري یې څرګند دي، خو د اقلیمي بدلونونو یو شمیر داسې اغیزې چې زموږ د ژوند طرز په حیرانکونکي توګه بدلولې شي. نور معلومات په دې انځوریز رپوټ کې:
په هوایې سفرونو کې د ټکانونو ډیریدل
د یوې نوې څیړنې پر بنسټ په راتلونکې کې به په الوتکه کې سفر کول د پخوا په پرتله لا زیات پریشانه کونکې وي. څیړنه ښیې چې په راتلونکې کې به په الوتکه کې د سفر پر مهال، د پخوا په پرتله ۱۵۰ واره زیات «ایئر ټربولینس» یا په فضاء کې د هوا د خلاء له امله جتکې یا ټکانونه زیات شي.
انځور: Colourbox/M. Gann
بحري بیړۍ او د واورو غرونه
د الوتکو سربیره بحري بیړۍ به هم د نقل او حرکت پر مهال له ستونزو سره مخامخ کیږي. په ۱۹۱۲ م کال کې د ټایټانیک بیړۍ هم د واورو له یوې غونډۍ سره تر جنګیدو وروسته ډوبه شوې وه، خو تر هغې وروسته داسې کومه پيښه نه ده رامنځته وې. د موسمي بدلونو له امله په نږدې راتلونکې داسې پيښې یو وار بیا تکراریدلې شي.
انځور: Getty Images/J. Raedle
آلماسک، بريښنا یا تندر به ډیره شي
څیړنې ښېې د ګلوبال تودوخې له امله به توپانونه، بادونه، ورښتونه او د آلماسک یا تندر د راولیدو پيښې ډیرې شي. د تندر د را ولیدو له امله په ځنګلونو کې د اور لګیدنې سربیره نور ډیر زیانونه هم رامنځته کیږي. خو د څیړنکو په حواله له دې امله پیدا کیدونکی نایتروجن اکساید ګاز، نړۍ له نورو زهرجنو ګازونو څخه محفوظ ساتي.
انځور: picture-alliance/dpa
لاوا پیدا کونکی آتش فشانونه به پروازونه زیانمن کړي
په نړۍ کې ستر عجائب موجود دي. د بیلګې په توګه په آئس لنډ کې د زرګونو کلونو راهیسې په یو وخت کې آتش فشان او په اصطلاح د واورې یخچالونه موجود دي. د نړیوال تودوخې درجې د لوړیدو له امله دغه واورې ویلي کیږي. پر ځمکې د هوا فشار هم کمیږي چې له امله یې په آتش فشانونو کې لاوا زیاتیږي. په راتلونکو کلونو کې به په نړیواله کچه آتش فشانونه ډیر لاوا رامنځته کړي چې له امله به یې د الوتکو پروازونه زیانمن شي.
انځور: Getty Images/S. Crespo
مخ پر زیاتیدونکې نا رضایتي
موسمي بدلونونه زموږ پر مزاج هم ډیر تاثير کوي. د کارپوهانو په اند د نړیوال تودوخي درجې زیاتیدو له امله به انسانان ډیر ژر عصبي او غوسه کیږي او په تشدد کې به هم زیاتوالی رامنځته شي. د ټولنیزو چارو کارپوهان وایې چې په نړیواله کچه مخ پر زیاتیدونکې غوسه او عصبانیت به د وسله والو شخړو شکل ځانته غوره کړي.
انځور: Fotolia/Nicole Effinger
سمندر به هم لا زیات تورتم یا تیاره شي
د سائنس پوهانو په خبره د نړیوال تودوخې درجې د زیاتیدو له امله به ورښتونه، د سیندونو تغیان او سیلابونه ډیر شي چې دغه خړې اوبه به د سمندر د اوبو رنګ هم خړ او تیاره کړي. د څیړونکو په خبره دغه عوامل اوس ورو ورو ښکاره کیږي.
انځور: imago/OceanPhoto
الرجي یا حساسیت به ډیر شي
که تاسې مخ پر ډیریدونکي غوسې یا قهر پریشانه کړي نه یاست، ډول ډول الرجي یا حساسیت به تاسې هرو مرو پریشانه کړي. که یو څوک د پسرلي په موسم کې الرجي لري، نو وروسته تر دې کیدای شي دا الرجي په هر موسم کې رامنځته شي.
انځور: Colourbox
د حیواناتو د جسمامت وړیدل
په هره اندازه چې نړیواله تودوخه زیاتیږي په هم هغه اندازه د حیواناتو قد او جسامت وړیږي، البته په تدریجي شکل سره. ۵۰ میلیونه کلونه مخکې د ځمکې پر مخ د موجودو حیواناتو سائز یا جسامت د اوس په پرتله لوې وو. خو په نړیواله کچه د تودوخي درجې د لوړیدو له امله د دوی د جسامت د کوچني کیدو لړۍ هم په پرله پسې ډول جاري ده.
انځور: Fotolia/khmel
په دښتو کې غوړیدونکي ګلان
په دښتو کې به هم ګلان شته شي، دا کومه شاعرانه خبره نه، بلکې د موسیمي بدلونو یوه بیلګه ده. کارپوهان وایې چې اقلیمي بدلونونه به په راتلونکي کې پر دښتو او صحراو هم خپلې اغیزې ولري او دغه دښتې به هم واښه شنه کړي او ګلان به په کښې غوړیږي.
انځور: picture-alliance/Zuma Press/B. Wick
د میږو بدلیدونکي عدتونه
شاید تاسې باور ونه کړي خو د ځمکې پر مخ میږیان هم ډیر مهم نقش لوبوي. البته موسمي بدلونونه د دغو کوچنیو مخلوقاتو په مزاج او عادتونو کې هم بدلون رامنځته کوي. یوه نوې څیړنه ښیې چې میږیان د حرارت درجې په لږ لوړیدو سره خپل عادتونه بدلوي او د تودوخې د یوې مناسبې درجې تر وخته پورې تر ځمکې لاندې پاتې کیږي.