ترمپ وویل «روسیه برلاسې ده او يو وخت لوېوالی د بريا باعث ګرځي» نوموړي دې خبرې ته هم اشاره وکړه چې «کیدای شي امریکا د اوکراین له ملاتړ څخه لاس واخلي.»
د ترمپ دې څرګندونو د واشنګټن او اروپا ترمنځ موجود کړکیچ لا زیات کړی دی. تیره اونۍ امریکا د امنیت ستراتیژي خپره کړې وه، په کوم کې چې پر اروپا له اقتصادي او کلتوري پلوه سخت انتقادونه شوي وو.
په دغو اسنادو کې خبرداری ورکړل شوی و چې که اروپا خپله تګلاره بدله نه کړي نو د «نابودۍ» یا لمنځه تلو له پایلو سره مخامخ کیدلی شي.
د ترمپ د ستراتيژۍ په وړاندی د اروپایانو غبرگون
10:40
This browser does not support the video element.
د اروپايي کمېسيون یوه ویاند د اروپايې مشرانو په دفاع کولو سره وویل چې سیمه د اوکراین د جګړې او ترمپ د سوداګریزو بندیزونو په شان ننګونو سربیره، د اروپا د یووالي او اتحاد له پاره ژمنه ده.
زیلنسکي وویل «هغه له ۶۰ تر ۹۰ ورځو کې دننه ټاکنو ترسره کولو ته اماده دی، په دې شرط چې امریکا او اروپايي متحدین یې د جګړې پر مهال د انتخاباتو ترسره کولو له پاره اړین امنیت تضمین کړای شي.»
نوموړي زیاته کړه چې د انتخاباتو ترسره کولو له پاره باید د ټاکنو په قانون کې تغیرات رامنځته کړای شي، ځکه اوسنی قانون د جګړې په جریان کې د انتخاباتو ترسره کولو اجازه نه ورکوي.
اوکراین د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې د روسیې له یرغل راهیسې تر اوسه پورې هیڅ ډول ټاکنې نه دي کړي. د زیلنسکي د ولسمشرۍ دوره د ۲۰۲۴م کال په می میاشت کې پای ته رسیدلې ده.
بله دا ویره هم موجوده ده چې مسکو په انتخاباتو کې لاسوهنه او د کوم روسي پلوه سیاستوال واک ته د رسولو هڅه کولی شي.
ترمپ تر اوسه کوم هيوادونه «ناراضه» کړي؟
که مسائل داخلي وي او که نړيوال، په اړه يې د ولسمشر ترمپ چلند زيات وختونه پارونکي بلل کيږي. له همدې امله له هغه څخه نه يوازې د هغه چينايي او روسي سيالان، بلکه اروپايي متحدان او يو شمېر نور هم ناخوښ بريښي:
انځور: Getty Images/AFP/N. Kamm
د امريکا او پاکستان پيچلې اړيکې
دونالد ترامپ د روان ميلادي کال په پیل کې د خپل ټويټر له لارې پر پاکستان کلکه نيوکه وکړه. د دونالد ترمپ حکومت غواړي چې اسلام آباد په خپله خاوره کې د تروريستي ډلو د پټنځايونو پر وړاندې موثر ګامونه پورته کړي. ظاهره کې داسې ښکاري چې د نړيوال تروريزم پر وړاندې مبارزه کې د امريکا متحده ايالاتو او پاکستان تر منځ واټن د ډيريدو په حال کې وي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan
اقتصادي جنګ کې امريکا او چين یو بل ته مخامخ
امريکا په سپتمبر مياشت کې پر چين باندې له روسېې څخه د وسلو رانيولو په تړاو تازه بنديزونه ولګول. چين يې پر وړاندې خبرداری ورکړ چې يا بنديزونه لرې او يا دې امريکا د هغو عواقبو ته ځان تيار کړي. د چين او امريکا تر منځ دا لمړنی مخالفت نه دی. د دوی ترمنځ د سوداګرۍ جګړه هم روانه ده. دواړه د يو بل پر توليداتو د زياتو محصولاتو وضع کول غواړي.
انځور: picture-alliance/newscom/S. Shaver
اور سره لوبه
هاخوا روس ويلي دي چې «د اور سره لوبې کول کم عقلي ده، ولي چي خطر ورڅخه پېښېدلای سي.» روسيې دغه بیان د امريکا د بنديز تر اعلانيدو وروسته کړی دی. د امريکا او روسيې تر منځ اختلافات، د سوريې او اوکراين او همدا رنګه د امريکا د ولسمشرۍ په وروستيو انتخاباتو کې د لاسوهنو او په ځينو نورو مسائيلو کې هم شتون لري.
د اسرائيل او فلسطين تر منځ شخړه کې هم د ترمپ دريځ پارونکي غبرګونونه له ځانه سره لرلي. په دې تړاو مخالفتونو وروسته له هغې زور واخيست چې د ترمپ ادارې بيت المقدس د اسرايل د پلازمينې په توګه په رسميت وپيژاند. د ترامپ دغې پريکړېنړيوال غبرګونونه له ځانه سره لرلي دي چې لا هم ادامه لري.
انځور: Imago/ZumaPress
په اتحاد کې فاصلې
د ترمپ په دوره کې د واشنګتن او اروپايي اتحاديې تر منځ هم روابط تر ډیره حده خراب شوي دي. دغه روابط که څه د سوداګرۍ په برخه، د ايران د بنديزونو او يا هم د بروکسل او واشنګتن تر منځ د نظر د اختلاف پر سر وي. د امريکا ولسمشر د مهاجرت بحران، بريګزيت، په اروپايي ټولنه کې د امنيت، اروپا کې د ښي اړخو پر ځواکمنيدو اود ځینو نورو مسائلو په سر پر اروپايي اتحاديې سختې نيوکې کړي دي.
د جي ۷ غونډه هم له مخالفت پرته نه وه
د روان کال په جون مياشت کې په کانادا کې د جې ۷ غونډه ترسره شوه. ترمپ د دغې ناستې په پاې کې پر ګډې اعلامېې له لاسليک کولو ډډه وکړه. د هغه پر دغه کار د اروپايي اتحاديې نژدې ټولو مشرانو نيوکه وکړه.