1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر ایران د برید په صورت کې به ځمکني ځواک ته اړتیا نه وي»

۱۳۹۸ تیر ۶, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ویلي دي چې پر ایران د برید په صورت کې به له ځمکنیو ځواکونو څخه استفاده ونه شي. ترمپ په عین وخت کې ټینګار وکړ چې له دغه هیواد سره د جګړې غوښتونکی نه دی.

U.S. Präsident Donald Trump
انځور: Getty Images/AFP/L. Marin

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۲۶ نیټه) له «بزنس فاکس نیوز» شبکې سره په مرکه کې وویل چې پر ایران د احتمالي پوځي برید په صورت کې به له ځمکنیو ځواکونو څخه کار وانه خیستل شي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وویل چې باور لري له ایران سره جګړه به کومه لویه ستونزه نه وي، خو په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې هغه له ایران سره د جګړې پلوي نه دی. خو د ترمپ په آند که خبره جګړې ته ورسیږي، نو هیواد یي له یوه ډير پياوړي موقف څخه برخمن دی، په دې توګه چې جګړه به دومره اوږده نه شي او ځمکنیو ځواکونو ته به اړتیا رامنځ ته نه شي.

د سه شنبې په ورځ (د جون میاشتې ۲۵مه نیټه) د امریکا متحده ولسمشر دونالد ترمپ، په دریو پرله پسې تویتونو کې په ډیرې تندې لهجې سره ایراني چارواکو ته خبرې وکړې. ترمپ د دې تویتونو له ډلې څخه په یوه کې یې لیکلي وو: «د ایران رهبران هیڅکله نه پوهیږي چې مهرباني او زړه سوی څه شی دی. یوازنی شی چې پيژني قدرت او زور دی.»

په یوه بل تویت کې یي لیکلي وو: «د ایران ستر ولس پرته له کوم دلیله رنځ ګالي او د دوی چارواکي ټولې پيسې په ترور مصرفوي. امریکا له یاده نه ده ایستلې چې ایران خپل د سړک د غاړې له بمونو سره ۲۰۰۰ امریکایان وژلي او ټپیان کړي دي». د ترمپ اشاره په عراق کې د امریکایي ځواکونو وژنې ته وه.

د امریکا ولسمشر په خپل دریم تویت کې ولیکل: «هغه جاهلانه او له توهین څخه ډکه بیانیه چې نن ایران خپره کړې ده، د دې ښکارندویي کوي چې دوی په واقعیت نه پوهیږي. د ایران له خوا پر امریکایي هدفونو هر برید به له یوه قوي او لوی ځواب سره مخامخ شي. قوي په ځنو سیمو کې د ویرانوونکي په معنی ده. نور د جان کیري او اوباما هیڅ خبر نه شته!»

د ترمپ دا تویت شاید هم د ایران د ولسمشر حسن روحاني د هغو خبرو په غبرګون کې وو چې ترمپ یي یو داسې کس بللی وو چې خپل عقل یي له لاسه ورکړی دی او د آیت الله خامنه ایي او د هغه دفتر تحریمول یي د امریکا له خوا د مذاکراتو د وړاندیز درواغ والی وباله.

د امریکا ولسمشر بی له قید و شرط څخه له ایران سره د خبرو اترو غوښتونکی ده، خو ایراني چارواکو له امریکا سره هر ډول خبرې اترې اټومی موافقې ته د امریکا د بیرته ستنیدنې او پر ایران د بندیزونو په لیري کولو پورې مشروطه کړې ده.

حسن روحاني د سه شنبې په ماښام د فرانسې له ولسمشر امانوېل ماکرون، سره په خبرو کې وویل چې تر هغه وخته پورې چې امریکا پر ایران ټول لګول شوي بندیزونه لغوه نه کړي، شرایط به تغير ونه کړي. 

دویچه ویله فارسي/ ش.ن/ م. ج

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب