1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ په امريکا کي د ناکراريو پر ضد د پوځ گومارلو گواښ کړی

۱۳۹۹ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس د دغه هيواد پر واليانو ږغ کړی دی چي د «بلواگرو» پر وړاندي قاطع چلند وکړي. هغه گواښ کړی دی چي د اړتيا په صورت کي به د ناکراريو پر وړاندي د امريکا پوځ وگوماري.

Proteste in den USA | US-Präsident droht wegen Unruhen mit Militäreinsatz
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Semansky

د ټولي نړۍ پام اوس امریکا متحده ايالاتو ته اوښتی دی، البته نه د کرونا وبا په اړه، بلکي په ټوله امريکا کي ناکراريو ته چي د يوه پوليس له خوا د يوه تورپوستي تر وژل کيدو وروسته پيل سوي دي.

د امریکا متحده ايالاتو جمهوررئيس دونالد ترمپ اعلان کړی دی چي په دغه هيواد کي ناکراريو ته په کتو سره به د «بلواگرو» پر وړاندي قاطع چلند وکړي.

هغه په سپينه ماڼي کي د وينا پرمهال دغه ناکرارۍ «داخلي دهگري» ونومول او د ټولو ايالتونو له واليانو څخه ئې وغوښتل چي سخت او قاطع چلند وکړي.

ترمپ گواښ وکړ چي که د ښارونو او ايالتونو چارواکي لازم اقدام و نه کړي، هغه به پوځ وگوماري «تر څو دغه ستونزه ډير ژر د مسئولينو له پاره حل کړي».

د هغه په خبره ښاروالان او واليان بايد «د بلواگرو او زورزياتي تر سرکوبه کولو» پوري د پوليسو پراخ حضور ته زمينه برابره کړي.

ترمپ دغه راز وويل چي په واشنگټن کي په درنو وسلو سمبال پوليس او عسکر به د «بلواگرو، غلو، ويرانکارو، او خلکو د شخصي شتمنو د لوټولو» مخنيوي وکړي.

ترمپ امريکايانو ته په خطاب کي خپل ځان «د نظم او قانون جمهوررئيس» وباله. هغه وويل چي «د هيواد او هيوادوالو د ساتلو له پاره به حتی وجنگيږي». ترمپ زیاته کړه: «هيواد امنيت ته اړتيا لري، نه هرج و مرج ته، عدالت ته اړتيا لري نه ښورښ ته، دا زموږ ماموريت ته او موږ به بريالي کيږو.»

له تيري سه شنبې ورځي راهيسي چي په امریکا کي د يوه تورپوستي امريکا تر وژل کيدو وروسته دغه ناکرارۍ پيل سوي دي، تر اوسه پوري ۵۶۰۰ کسان نيول سوي دي.

دغه تورپوستی امريکايي چي جورج فلويد نوميد، هغه مهال مړ سو چي يوه پوليس د نيولو پرمهال نژدې ۸ دقيقې د هغه پرغاړه باندي گونډه وهلې وه. په ټولنيزو رسنيو کي په خپره سوې ويډيو کي ښوول کيږي چي د يوه موټر ټير ته يوه پوليس تر گونډې لاندي پروت او وايي چي نفس نه سي کښلای.

د جورج فلويد د کورنۍ په غوښتني سره ترسره سوي طبي څيړني ښيي چي هغه د نفس تنگۍ له وجي مړ سوی دی. د فلويد کورنۍ د وکيل په خبره دغه نفس تنگي نه يوازي د هغه پوليس د زنگون د فشار له کبله رانځته سوی چي د فلويد په وژنه تورن دی، بلکي د هغو دوو نورو پوليسو د زنگونونو د فشار له کبله هم وه چي د فلويد پر ملا باندي ئې گونډې وهلي وې.

(n.z/g.p(afp,dpa,rtr

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب