1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ په امريکا کې د ټيک ټاک اپلیکشين بندوي

۱۳۹۹ مرداد ۱۲, یکشنبه

ترمپ ويلي دي چې غواړي د چينايي اپليکيشن، «ټيک ټاک» کارول په امريکا کې ممنوع کړي. ټيک ټاک انټرنيټي شبکه يو ميليارډ غړي يا کارونکي لري چې ډيری يې ځوانان دي.

TikTok
انځور: picture-alliance/dpa/Jiji Press/Y. Kurose

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، د «امنيتي انديښنو په دليل» په دغه هيواد کې د ټيک ټاک اپليکيشن له بندولو څخه خبر ورکړ. دغه اپليکيشن تر دې وړاندې په هندوستان کې هم ممنوع کړل شوی وو. 

ترمپ د جولای په ۳۱مه خبريالانو ته ويلي وو چې تصمیم لري د ټيک ټاک ويډيويي پلاتفورم د ممنوعيت فرمان، د شنبې په ورځ لاسليک کړي.

امريکايي چارواکو تر دې وړاندې د يوې بلې آنلاين چينايي شبکې، «بايت ډانس» ByteDance په اړه چې مرکز يې په چين کې دی، هم انديښنه ښودلې وه چې د کارونکو معلومات يې د چين حکومت ته انتقالوي. ټيک ټاک هم د همدې چينايي کمپنۍ اړوند دی. خو ټيک ټاک تر اوسه په کراتو، چين ته د خپلو کارونکو د معلومات د انتقال تورونه رد کړي دي.

ټيک ټاک يو ميليارد کارونکي لري چې ډيری يې ځوانان ديانځور: AFP/K. Desouki

 ټيک ټاک تر دې وړاندې په هندوستان کې هم ممنوع کړل شوی وو. دغه شرکت د ځينو امنيتي دلايلو او په بهر کې د يو لړ شکونه له امله اوس په دې هڅه کې دی چې خپل فعاليتونه د چين د انټرنيټ او تکنالوژۍ له ستر شرکت، بايت ډانس څخه جلا کړي. 

ټيک ټاک، د ۲۰۱۶م کال په سپټمبر مياشت کې په چين کې په فعاليت پیل وکړ او په ۲۰۱۷م کال کې يې له چين څخه بهر هم په همدې نوم خپل خدمات خلکو ته وړاندې کړل.

دغه اپليکشن خپلو کارونکو ته اجازه ورکوي چې د موزيک ډيرې لنډې ويډيوګاڼې جوړې او بیا يې د همدې اپليکيشن له لارې خپرې کړي.

د ټيک ټاک اپلیکيش تر ډيره ماشومان او ځوانان خوښوي، چې اوس په ټوله نړۍ کې يو ميليارډ کارونکي لري.

دويچه ويله ف/م.ک.ص./م.ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب