ترمپ: پوتین دې د توغندي د آزمویلو پر ځای، جگړه ختمه کړي
۱۴۰۴ آبان ۵, دوشنبه
ترمپ د ايرفورس ون په نامه د ولسمشرۍ په الوتکه کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت د پوتین دریځ ته په اشارې سره وویل:«هغه باید «په اوکراین کې» جگړه پای ته ورسوي. داسي یوه جگړه چې په پلان کې وه چې یوه اونۍ به دوام وکړي، دا دی اوس یې تقریباً څلور کاله ادامه پیدا کړه. هغه باید دغه کار وکړي، نه دا چې د توغندي آزموینه وکړي.»
اړوند:د اوکراین جگړه؛ پر روسیې د امریکا او اروپايي ټولنې نوي بندیزونه
پوتین په دا وروستیو کې د "بوروِوِستنیک" په نوم په اټومي سرگلولو سمبالو نوو کروز توغندیو د آزموینې اعلان کړی وو. د روسیې ولسمشر په هغې ویډیو کې چې کریملن د یکشنبې په ورځ له پوځي چارواکو سره د لیدنې په هکله خپره کړې وه، وویل: «اصلي آزموینې په اوس وخت کې پای ته رسیدلي دي.»
سربیره پردې، پوتین په هم هغه ویډیو کې امر وکړ چې«د روسیې په وسله والو ځواکونو کې دي ددغو وسلو د ځای پرځای کولو له پاره د زیربناوو آماده کول» پیل سي. د کریمیلن د یوه چارواکي په وینا، واشنگټن مخکې له دې ددغو آزموینو له پای ته رسیدو څخه خبر سوی وو.
اړوند:روسيې د اټومي وسلو په ګډون پراخ پوځي تمرینات کړي
روسي چارواکو د بورووستنیک (په روسي ژبه کې د طوفان د مرغه په معنی) د کروز توغندیو د آزموینې د خبر په اعلان سره وویل چې دغه آزموینه پنځه ورځې مخکې ترسره سوې ده او توغندي ۱۴ زره کیلومتره واټن وهلی او شاوخوا ۱۵ ساعته په هوا کې وو. روسیې همدارنگه ادعا سوې ده چې په نړۍ کې هیڅ ډول دفاعي سیستم ددغه توغندي د پیژندلو وړتیا نه لري.
د کریملن له خوا دا خبر په داسې وخت کې اعلان سوی چې پهاوکراین کې ممکنه سولې ته د رسیدو له پاره هلې ځلې له خنډ سره مخامخ سوې دي. ترمپ په دا وروستیو کې په بوداپست کې له پوتین سره پلان سوی ملاقات تر ثانوي خبریتا پورې ځنډولی دی.هغه د تیرې سه شنبې په ورځ اعلان کړی و چې نه غواړي له پوتین سره " بې فایدي لیدنه کتنه" ولري.
ترمپ همدارنگه د شنبې په ورځ ټینگار وکړ، تر هغه چې د اوکراین د جگړې د پای ته رسولو له پاره د موافقې نښې نښانې موجودې نه وي، هغه به "خپل وخت ضایع نه کړي" .