1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ترمپ چین او روسیه په پټه اټومي ازموېنې کولو تورن کړي دي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ آبان ۱۲, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ چین او روسیه په پټه د اټومي وسلو ازموېنې په ترسره کولو تورن کړي دي. متحده ایالاتو په وروستي ځل په ۱۹۹۲م کال کې د دغه هیواد په نوادا ایالت کې د اټومي وسلو ازموېنه کړې وه.

 د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ
دونالد ترمپ د چهارشنبې په ورځ د اټومي وسلو د ازموېنې د بیا پیلولو اعلان کړی و انځور: Vincent Thian/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په هغه مرکه کې چې د یکشنبې (د نومبر میاشتې ۲ نیټه) په ورځ په CBS تلویزوني شبکه کې خپره ویلي: «روسیه ازموېنه کوي، چین ازموېنه کوي، خو په هکله یې څه نه وایي» ترمپ زیاته کړه «څوک نه پوهیږي چې دوی په کوم ځای کې ازموېنه کوي. دوی د ځمکې په عمق کې ازموېنه ترسره کوي، چیرې چې خلک دقیق نه پوهیږي چې د ازموېنې پر مهال څه پيښیږي.»

همدارنګه په شمالي کوریا او پاکستان کې ازموېنې ترسره کیږي. د امریکا ولسمشر ټينګار وکړ: «زه نه غواړم چې موږ دې یوازنې هیواد اوسو چې هیڅ ازموېنه نه کوي.»

ترمپ د چهارشنبې په ورځ د اټومي وسلو د ازموېنې د بیا پیلولو اعلان وکړ چې له امله یې په نړیواله کچه انديښنه او سرګرداني رامنځته شوه.

کارپوهان په دې اړه غور کوي چې آیا ولسمشر د داسې وسلو د ازموېنې په اړه غږیږي لکه بالستیک توغندي، چې د اټومي سرګولولو لیږدونکي دي، که څنګه.

له CBS شبکې سره په مرکه کې ترمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا له ۱۹۹۲م کال وروسته ټاکل شوې ده یو ځل بیا په امریکا کې د اټومي وسلو چاودنه وشي؛ ځواب ورکړ: «زه وایم چې موږ به د اټومي وسلو ازموېنه وکړو، لکه نور هیوادونه یې چې کوي، هو.»

امریکا په وروستي ځل کله اټومي ازموېنه کړې وه؟

مخکې تر دې د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایت ویلي و چې یوزاې د «سیستمونو ازموېنه» پلان شوې ده. رایت د یکشنبې په ورځ د فاکس نیوز شبکې ته وویل: «دا اټومي انفجارونه نه دي »د اټومې وسلې ټولې برخې به و ازماېل شي، بې له دې چې کومه اټومي چاودنه رامنځته شي.

امریکا په وروستي ځل په ۱۹۹۲م کال کې په نوادا ایالت کې د اټومي وسلو ازموېنه ترسره کړې وه، چې وروسته له هغې جورج W. H. بوش د هغه وخت ولسمشر یوه وقفه اعلان کړه چې له هغه وخت راهیسې د امریکا متحده ایالاتو ټولو حکومتونو مراعت کړې ده.

د امریکا د دیموکرات ولسمشر بیل کلینټن د جمهوري ریاست پر مهال دغه هیواد په ۱۹۹۶م کال کې د ټولو اټومي وسلو د ازمایش د منع تړون (CTBT) چې په نړیواله کچه ټول انفجاري ازموېنې منع کوي، لاسلیک کړ.

په هر حال امریکا لکه د چین په څیر دغه تړون تصویب نه کړ، له همدې امله هیڅکله عملي یا نافذ نه شو. روسیې د ولادیمیر پوتین تر رهبرۍ لاندې په ۲۰۲۳م کال کې دغه تړون لغوه اعلان کړ، هغه اقدام چې د امریکا له سختو نیوکو سره مخامخ شوی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل