1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ ښايي افغانستان ته سفر وکړي

۱۳۹۷ آبان ۲۹, سه‌شنبه

واشنګټن پوست د دوشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په وروستیو وختونو کې خپلو مشاورینو ته ویلي دي چې غواړي په افغانستان یا عراق کې د امریکایي ځواکونو لیدلو ته ورشي.

Florida Mar-a-Lago Trump Truppenansprache via Telekonferen
انځور: Reuters/E. Thayer

که ترمپ افغانستان یا عراق ته سفر وکړي، نو دا به د ولسمشر په توګه دغو هیوادونو ته چې د امریکا پوځیان پکښې میشت دي، د هغه لومړی سفر وي. ولسمشر دونالد ترمپ تر دې مخکې په عراق کې د امریکا متحده ایالاتو پر پوځي ښکیلتیا نيوکه کوله.

ځينو اوسنیو او پخوانیو مشاورینو واشنګټن پوست ته د نوم د نه خپرولو په شرط ویلي دي چې ولسمشر ترمپ، تر دې مخکې ځکه هغو هیوادونو ته چې امریکايي ځواکونه پکښې په جګړه بوخت دي، سفر نه دی کړی چې نه غواړي ځان په داسې ماموریتونو کې په مستقیم ډول ښکیل کړي چې دې یې ناکامه بولي.

مشاورینو ویلي دي چې افغانستان او عراق ته د احتمالي سفرونو په اړه د بحث پر مهال ترمپ په دې دوو هیوادونو کې د امریکا پوځي ماموریتونه «بشپړ شرم» بللي دي. زیاته شوې ده چې دې سیمو ته د سفر نه کولو بل لامل د امنیتي تدابیرو په اړه اندیښنې دي.

تیره اوونۍ کله چې د «فاکس نیوز» په یوه مرکه کې له ترمپ څخه وپوښتل شول چې ولې یې تر اوسه پورې په بهرنیو هیوادونو کې د امریکایي ځواکونو لیدنه نه ده کړې، هغه وویل چې اوس پر یوه سفر کار روان دی. هغه زیاته کړه: «زه فکر کوم چې تاسو به د دې کار شاهدان ووسئ.»

ترمپ وویل: «ځیني کارونه د پلانیدو په حال کې دي. موږ د امنیتي او نورو لاملونو له کبله نه غواړو د هغوی په اړه خبرې وکړو.»

لا تر اوسه پورې په بشپړه توګه روښانه نه ده چې ایا ترمپ به دغه سفر وکړي او که نه، او که یې و هم کړي نو ایا هغه به عراق ته وي او که افغانستان ته. خو که د امریکا ولسمشر اوس افغانستان ته ولاړ شي نو دا به په داسې یوه حساس وخت کې چې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه بحثونه تر بل هر وخت تاوده دي، ډیر مهم سفر وي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب