1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که د عسکرو د وژلو پر سر د انعام خبره رشتيا وي، غچ اخلو»

۱۳۹۹ مرداد ۳۱, جمعه

په ځينو راپورونو کي ادعا سوې وه چي په افغانستان کي د امريکايي عسکرو د وژلو له پاره د پيسو انعام ايښودل سوی وو. ترمپ په خپله نوې وينا کي د غچ ګواښ کړی دی.

USA | Mustafa al-Kadhimi irakischer Premierminster zu Besuch in Washington
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Semansky

د امريکا متحده ايالتو ولسمشر دونالد ترمپ د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۰ کال د اګست ۲۰مه نېټه) وويل چي که دا خبره رشتيا سي چي په افغانستان کي د امريکايي عسکرو د وژلو له پاره نورو هيوادونو د پيسو انعام ايښی وو، نو امريکا به يې غچ واخلي. خو ترمپ هيڅ داسي توضيحات ور نه کړل چي ايا د امريکا متحده ايالاتو استخباراتو د يادو راپورونو په تړاو د هغه نظر تغير سوی دی که نه. دغه خبر رويترز خبري آژانس خپور کړی دی.

د روان مېلادي کال په جون مياشت کي د استخباراتي ادارو داسي راپورونه رابرسېره سوي ول چي ګواکي مسکو طالبانو ته د امريکايي عسکرو د وژلو پر سر پيسې ورکوي. روسيې دغه راپورونه رد کړي ول او ترمپ ويلي ول چي پر دغو راپورونو باور نه لري.

په روانه مياشت کي د (CNN) شبکې يو راپور خپور کړ چي ګواکي ايران هم طالبانو ته په افغانستان کي د هر امريکايي عسکر د وژلو پرسر د پيسو انعام ټاکلی وو. رويټرز خبري آژانس په خپل خبري راپور کي ليکلي دي چي نه دی توانېدلی چي د يادي امريکايي رسنۍ له خوا ادعا سوې موضوع له پاره د تائيد يا رد شواهد پيدا کړي. تهران د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۰ کال د اګست ۱۸مه نېټه) ياد راپور درواغ بللی وو.

ترمپ په سپينه ماڼۍ کي د عراق له لومړي وزير سره په ګډه خبريالانو ته د خبرو پر وخت وويل چي که ياد راپورونه حقيقي درجه بندي سي، نو به مسؤلين «داسي بد ووهل سي چي ستاسو سر به ورته وګرځيږي.»

ديموکراتانو او نورو منتقيدينو پر ترمپ تور لګولی وو، چي ترمپ هغه راپورونه په کافي اندازه جدي نه نيسي چي د امريکايي عسکرو د وژنو په هکله دي.

د ايران د بهرنيو چارو له وزارت څخه سعيد خطيبزاده د سه شنبې په ورځ په دولتي تلويزيون کي هغه راپورونه «په بشپړه توګه درواغ» وبلل چي له مخي يې ګواکي تهران طالبانو ته په افغانستان کي د امريکايانو پر ضد د اقدام کولو له پاره پيسې ورکړي دي. نوموړي ايراني تور ولګاوه چي د امريکا متحده ايالات غواړي د «پروپاګنډ له لاري په افغانستان کي پر خپلو ناکاميو پرده واچوي.»

امريکايي چارواکو ويلي ول چي د يادو ادعاؤ په هکله د استخباراتي معلوماتو جايزه اخلي او دا چي په دې تړاو له خپلو ټلوالو سره هم په تماس کي دي. په دې ترڅ کي له موضوع سره بلدو امريکايي او اروپايي منابعو رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي داسي استخباراتي معلومات سته چي په اړونده قضيه کي پر روسيې لګول سوي تورونه رشتيا بولي.

ترمپ اکسيوس خبري آژانس ته د جولای مياشتي په آخره کي ويلي ول چي د جولای پر ۲۳مه يې له ولاديمير پوتين سره د تليفوني خبرو پر وخت يې پر يادي موضوع بحث نه دی کړی.

آژانسونه/ا.و.ا./ن.ز.