1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هندوستان د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي»

مسعود جهش (PTI)۱۳۹۲ شهریور ۲۹, جمعه

هندوستان ویلي دي چې په افغانستان کې د دغه هیواد پر اتباعو او ګټو باندې د طالبانو، القاعدې او لشکرطیبه په ګډون ترهګرو ډلو بریدونه، نوی دهلي دې ته نه شي اړولای چې د افغانستان د ولس له ملاتړ څخه لاس واخلي.

په جلال آباد ښار کې د هندوستان پر قنسلگري باندې د وروستي برید انځور
په جلال آباد ښار کې د هندوستان پر قنسلگري باندې د وروستي برید انځورانځور: picture alliance/AP Photo

د ملګرو ملتونو له پاره د هندوستان د دایمي استازي مرستیال منجیف سینګ پوري، د پنجشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو، القاعدې او لشکرې طیبه په ګډون د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو له پاره کوټلو اقداماتو ته اړتیا شته.

پوري وویل چې «ډیر شمیر ترهگر بریدونه د القاعدې په مرسته د طالبانو له خوا» ترسره کیږي.انځور: AP

پوري د افغانستان په ننگرهار ولایت کې د هندوستان پر قنسلگري باندې وروستي برید ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هیواد یې پلان نه لري چې له افغانستان څخه ووځي. هغه زیاته کړه: «هندوستان له افغانستان څخه د وتلو پالیسي نه لري او د دغه شان بریدونه له کبله به پر شا نه شي. موږ دغه برید یوازې پر هندوستان باندې د برید په توگه نه وینو، بلکه هغه د افغانانو پر هغو هڅو باندې برید گڼو چې غواړي خپل ځان د اوږدو جگړو او شخړو له عواقبو وژغوري.»

ښاغلي پورې دغه خبرې د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کې د افغانستان له پاره د دغه سازمان د ماموریت پر سر د بحثونو پر وخت وکړې.

په ننگرهار کې د هندوستان پر قونسلگري باندې په برید کې د لسو تنو ماشومانو په گډون ډیر شمیر ملکي افغانان ووژل شول. پوري وویل چې «ډیر شمیر ترهگر بریدونه د القاعدې په مرسته د طالبانو له خوا» ترسره کیږي. هغه روښانه کړه چې اوس هم د افغانستان امنیتي وضعیت د ترهگرو او افراطي ډلو د شتون له کبله «ډیر نازک» دی.

دغه هندي چارواکي همداراز په افغانستان کې د یوې هندۍ لیکوالې وژل یو «بې رحمانه» عمل وباله او ویې ویل چې دغې پېښې وښوله چې یو شمیر کسان د افغانستان پرمختگ نه شي ځغملای. پوري روښانه کړه چې اوس مهال افغانستان له یوه اقتصادي، سیاسي او امنیتي لیږد بهیر څخه د تیریدو په حال کې دی. هغه ټینگار وکړ چې د دغه بهیر په بریالیتوب کې د منلو وړ ولسمشریزو ټاکنو په لاره اچول کلیدي نقش لوبوي.

پوري وویل چې ۲۰۱۴ کال او راروانې ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان له پاره ډیرې مهمې دي، او نوی دهلي به له کابل څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل