انترفکس خبري آژانس ليکي چي د ترکيې انادولي خبري آژانس په اسلامي هيوادونو کي د ترور ضد ائتلاف د معلوماتو پر اساس خبر ورکړی چي تروريستي بريدونو په څلورو هيوادونو کي ډېر تلفات رسولي.
د راپور له مخي ددغو بريدونو ډېر قربانيان (۷۰ سلنه) ئې په عراق، افغانستان، پاکستان او نايجيريا کي دي.
په دغه موده کي ترهگرو په خپلو بريدونو سره يادو هيوادونو ته سخت اقتصادي زيان هم رسولی دی.
په راپور کي راغلي دي چي د اټکل له مخي د افغانستان په گډون دغو هيوادونو کي د تروريستي بريدونو مالي تاوان ۳۴۸ ميليارده ډالره دئ.
IFAX/(N.Z/A.H(
زموږ له ارشيف څخه:
انځورونه: ویجاړ شوی مسجد او کتار قبرونه
په کابل کې پر «امام زمان» مسجد د برید ځیني قربانیان د همدغه مسجد په انګړ کې خاورو ته وسپارل شول. زیاتره قربانیانې لمونځ کوونکې ښځې وي. یاغیانو ځینې کسان د چړو په ګوزارونه وژلي وو.
انځور: Getty Images/AFP/S. Maraiپه کابل کې د امام زمان، مسجد باندې د تر سره شوي برید زیاتره قربانیان د همدغه مسجد په انګړ کې خاورو ته وسپارل شول.
انځور: Getty Images/AFP/S. Maraiد وژل شوو کسانو خپلوانو، د قربانیانو جسدونه مسجد ته ولیږدول، څو د دغه مسجد په انګړ کې دفن شي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Maraiد وژل شوو کسانو خپلوانو ویلي دي چې د دغې پیښې زیاتره قربانیان ښځې وې، ځکه چې هغوی د مسجد په دوهم پوړ کې وې. ترهګرو لومړی هم دغه پوړ ته ورغلل او هلته یې موضع ونیوله.
انځور: Getty Images/AFP/S. Maraiد قربانیانو شمیر څومره دی؟
د ۲۲ کسانو د جنازې لمونځ په مسجد کې وشو او بیا د مسجد په انګړ کې خاورو ته وسپارل شول. چارواکي د ۲۸ کسانو د وژل کیدو او لږ تر لږه د ۵۰ تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکوي، خو عیني شاهدان بیا د ډیر شمیر کسانو د مرګ ژوبلې خبره کوي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Maraiد وژل شوو کسانو خپلوان وایي چې د ځینو قربانیانو پر جسدونو د چړو د ګوزارونه نښې لیدل شوي او داسې بریښي لکه چې د ترهګرو مرمۍ ختمي شوي وي، نو خلک یې د چړو پر ګوزارونو وژلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Maraiد پيښې د قربانیانو خپلوان وایي چې د دې اجازه به ور نه کړي چې ترهګر د هغوی د خپلوانو له وینې د شعیه او سني مذهبه مسلمانانو تر منځ د مذهبي تفرقې د رامنځ ته کولو له پاره کار واخلي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Maraiد تیرې ورځې په برید کې د قران شریف ډیر شمیر نسخې سوځیدلي دي. د خلکو په خبره په افغانستان کې څو وارې د قران شریف د نسخو د سویځیدو د ګونګوسي له کبله احتجاجونه شوي دي. خو په خبره یې د ترهګرو له لوري د مسجدونو او د مسلمانانو د مقدس کتاب د سوځولو په اړه چا غبرګون نه دی ښوولی.
انځور: Getty Images/AFP/S. Maraiکابل کې د شیعه مذهبه مسلمانانو د مسجد پر لمونځ کوونکو باندې د برید وروسته، ډیر کسان پښې ابله تښتیدلي دي. د دغو بوټانو او څپلیو ځیني خاوندان د پيښې قربانیان دي. د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ بلل شوی دی او ښایي د مرګ ژوبلې شمیر لوړ شي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai