«ترينکوټ تر اوسه لا محاصره دی»
۱۳۹۵ مهر ۳, شنبهPAS - 'Tarinkost wird immer noch von Taliban belagert' - MP3-Stereo
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.08.2015):
له ټوپک څخه آزادي واخلئ!
د سولې د نړیوالې ورځې په درشل کې د مدني ټولنې فعالانو د کابل پرهغو سړکونو چې تر نورو زیات د ځانمرگي بریدونو شاهدان دي، گلان وشنیدل او د جگړې پر اړخونو یې غږ وکړ چې د وینو تویلو لړۍ ته دې د پای ټکې کیږدي
د گلانو ټوپک
راځه چې وروسته له دې یو بل باندې د گولیو باران نه ، بلکه د گلانو باران جوړ کړو. دا زما او ستا په لاس کې ده. نورو ولسونو هم دا کار کړی دی. ستا ټوپک ستا د وطن د دفاع لپاره دی، نه د خپل ورور د وژلو لپاره!
مدنې حرکت
اوس د دې وخت رسیدلی چې په یو مدني اقدام لاس پوری شي. د کابل ځوانانو دغه ابتکار وکړ او د افغانستان د ټولو ځوانانو څخه یې وغوښتل چې په ټول هیواد کې په ښارونو، کلیو او بانډو کې د «ټوپک غږ» د «سولی په غږ» بدل کړي.
جگړه د چا لپاره؟
د کابل ځوانانو په خپل دغه مدني حرکت سره غواړي چې د خپل ولس مشرانو ته ووایی چې دوی نور نه غواړي د تیرو لیسزو د دښمنو قربانیان شي، نور نه غواړي چې د پردیو د گټو لپاره وجنگیږي، هغوی غواړی چې خپل اختلافات په خبرو حل کړي نه ټوپک په زور!
یو ولس او یو وطن
زه او ته د یو وطن خلک یو، نور څوک ما او تا په قومونو ویشلای نه شي، دا وطن زمونږ د ټولو دی. راځئ چې خپل ویجاړ وطن جوړو کړو، هغه وطن چې ته او زه یې په غیږ کې ستر شوي یو.
ځوانان: چوپتیا گناه ده!
د کابل ځوانې نجونې او ځوان هلکان وايی چې د زور زیاتیو په وړاندې وروسته له دې «چوپتیا باید ونه کړو». ځوانان د ټولنې راتلونکي دي، یواځې هغوی کولای شي چې د خپل هیواد د راتلونکی په هکله تصمیم ونیسی. په دغه مدني حرکت کې هغوی له ټولو ځوانانو څخه وغوښتل چې په خپلو ښارونو کې د سولې د نړیوالې ورځې په درشل کې «مدني» حرکتونه په لاره واچوي او خلک سولې ته راوبلي
«مرغۍ آزادي کړئ! ټوپکونه جېل ته واچوئ»
د کابل ځوانانو د سولی او آزادۍ په هیله په سمبولیک توگه ټوپک او وسلې په قفسونو کې قید کړې او « دسولې کوترې يې آزادې کړې»
سړکونه په گلانو فرش کړئ!
د کابل سړکونه وخت په وخت د ځانمرگي بریدونو او نورو زور زیاتیو شاهدان دي. په دغو سړکونو کې د ديرو بیگناه انسانانو وینې توې شوی دی. ځوانان غواړي چې خپلو خلکو ته وښي چې هغوی نور د وینو تویلو د لړۍ دوام نه غواړي، هغوی غواړي چې سړکونه په گلانو فرش شي.
د سولې پیغام
د کابل د مدني ټولنې ځوانو فعالینو په سمبولیک توگه د سولې پیغامونه پر شا کړي او غواړي چې په خپل لاریون سره خلکو ته وښيي چې دا د هر وگړي دنده ده چې دغه پیغام ځان سره ولیږدوي او نورو ته یې ورسوي.
ستا ټوپک ستا د وطن د دفاع لپاره دی
د مدني ټولنې یو فعال د خپل هیواد امنیتي ځواکونو ته په سبمولیک توگه گلان ورکوي چې په خپلو ټوپکو یې وځړوي او ورته وایی چې «ستا ټوپک ستا د وطن د دفاع لپاره دی، نه دا چې خپل خلک پرې ووژنې»!