ترکمنستان ۱۵۰۰ ناروغ افغانان تداوي کوي
۱۳۹۲ تیر ۷, جمعهد باغيس ولايت چارواکي وايي، چي ترکمنستان د يوه تړون له مخي د دغو ناروغانو درملنه کوي او داچي لومړی پړاوو ئې بشپر شوی دی.
د دغه ولايت د والي وياند شراف الدين مجيدي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي د ناروغانو د درملني د پروژې لومړی پړاو د ۵۰۰ تنو ناروغانو په کتني او درملني سره بشپړ شو.
مجيدي وويل چي پاته نور ناروغان به هم د قانوني پړاونو تر بشپړېدو وروسته ترکمنستان ته د درملني له پاره ولېږل سي.
هغه وايي دغه ناروغان د ترکمنستان په يوه سرحدي ولايت «مروه» په يوه روغتون کي درملنه کېږي او وروسته بېرته خپلو کورنيو ته را استول کيږي.
د ترکمنستان د مروې ولايت د روغتيا رئيس ډاکټر باستيم اورازوف وايي، چې انساني خواخوږۍ له مخې يې د افغان ناروغانو درملنه پيل کړې ده.
هغه وويل: «د ترکمنستان د ولسمشر له هدايت سره يې سم د افغانانو درملنه پيل کړې ده له افغانانو څخه به خپلي مرستي ونه سپموو او په راتلونکې کي به هم خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړو.»
د بالا مرغاب ولسوالۍ يو اوسېدونکى عبدالخليل، چي په دغه پروژه کي د درملني له پاره ترکمنستان ته تللی وو، دويچه ويله ته وويل چي ترکمني ډاکټرانو يې ښه او اساسي درملنه وکړه:
«زه هيله من يم چي دغه پروسه به دوام پيدا کړي. له تېرو څو کلونو راهيسي مي د معدې ناروغي لرله ډېرو ډاکټرانو ته ورغلم خو روغ نه شوم. اوس له هغه وخته راهيسي چي درملنه مي شوې ده ځان ښه احساسوم.»
د مدني ټولنې يو فعال عبدالله درانى وايي، چې د افغانستان په پرتله په ترکمنستان کې د درملنې عصري او پرمختللې اسانتياوې شته.
هغه غوښتنه کوي، چې دغه پروګرام دې دوام وکړي او په راتلونکې کې دې نور ناروغان هم واستول شي. بادغيس د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی چي روغتيايي اسانتياو ته لاس رسۍ ډير لږ دی او په ځينو سيمو کي خو حتی يو کلينيک هم نه لري.
د دغه ولايت په مرکز قلعه نو کي يوازي يو دوه سوه بستريز روغتون شته چي د اوسېدونکو په خبره يې په هغه کي هم روغتيايي امکانات ډير محدود دي او د ډاکټرانو نه شتون يې اصلي ستونزه ده.