هغه زياتوي چي »اروپايي ټولني ژمنه کړې وه چي د ۲۰۱۶م کال په پای کي به له تړون سره سم، لومړني درې ميليارده يورو او د ۲۰۱۸م کال تر پايه نورې درې ميليارده يورو ترکيي ته ورکړي. او اوس دا دی۲۰۲۰م کال راورسيد او تر اوسه مو لا اولي دري ميليارده يورو هم په بشپړ ډول نه دي ترلاسه کړي.
اوغلو انتقاد کوي چي د مالي مرستو ترڅنگ اروپايي ټولني د تړون نوري ژمني هم نه دي عملي کړي. يعني دا چي گمرکي اتحاديه نه ده پراخه سوې او همدارنگه اروپايي ټولني ته د ترکيي د شامليدو په هکله هم نوی وړانديز نه دی سوی. يوازي د همدغه دلايلو پر اساس بايد موږ خپل سرحدونه پرانيستلي وای. موږ ددې کار حق درلود خو هغه مو و نه کړ. پر دې ټولو سربيره ترکيه بيا هم د تړون له دوام سره موافقه لري.
د دې کار په مقابل کي بيا لکه څنگه چي اوغلو هم وويل، اروپايي ټولنه کولای سي، ترکيي ته د هر سوريايي مهاجر د استولو په بدل کي د ۲۰۱۶م کال له اپريل مياشتي څخه، له ترکيي څخه يو بل سوريايي مهاجر په قانوني ډول وغواړي.
د چاووش اوغلو په خبره په دغه تړون کي، په ترکيه کي د سوريايي مهاجرو د ژوندانه د ښه کولو په هدف، همدارنگه په مجموعي ډول د شپږو ميلياردو يورو پر ورکولو هم موافقه سوې ده.
د آلمان صدراعظمه انگيلا ميرکل د جمعې په ورځ د ترکيي د ولسمشر رجب طيب اردوغان سره د ليدلو کتلو په هدف استانبول ته سفر کوي. د هغوی ترمنځ د خبرو اترو مهمه موضوع به د مهاجرو د سياست ترڅنگ د سوريې او ليبيا ترمنځ د کړکيچ موضوع وي.
کرس ډاولنگ له یانیک سره په گډه په وړیا توگه کار کوي او د باسمانه په کوڅو کې گرځي. هغه وایي چې دا مهمه ده چې له کډوالو سره مرسته وشي خو د هغه په خبره سړی باید له حده وا نه وړي: «موږ نه غواړو چې خلک پر مرستو تکیه وکړي. موږ غواړو چې هغوی خپل حق وپیژني، څو په ټولنه کې ځان ادغام کړی، کار پیدا کړي او خپل ژوند جوړ کړي.»
انځور: DW/D. Cupolo
د اوسیدو ستونزه
Mercy Corps، چې د اروپایي اتحادیې له لوري تأسیس شوی مرستندویه سازمان دی، په نزدې تیر وخت کې په ازمیر کې یو دفتر پرانیست. دغه سازمان په اړمنو کورنۍ پسې گرځي، او له هغوی سره د کوپن د یوه پروگرام او سلا مشورو په برخه کې ملاتړ کوي. دغه سازمان د ناپاکو کورونو په پاکولو کې هم مرسته کوي،کوم چې مهاجرو په کرایه نیولي دي.
انځور: DW/D. Cupolo
د انساني قاچاق وړونکو پوخ سنگر
د مرستندویه کارکوونکو له هڅو سره سره، زیاتره مهاجر چې ازمیر ته راځي په دغه ښار کې له انساني قاچاق وړونکو سره د اړیکو نیولو هڅه کوي. په ازمیر کې د Mercy Corps غړرې عفیفه یلدیڅ، وایي چې «موږ خلک له دې څخه نه شو منع کولای چې له قاچاق وړونکو سره معامله و نه کړي.» د هغې په خبره د دې له پاره یوازې سیاسي حل لاره شته.
انځور: DW/D. Cupolo
خوندي سفر
د یونان تر خیوس ټاپو پورې یوازې څو کیلومتره لاره ده. ډیری ځایي اوسیدونکي هڅه کوي چې مهاجر له دې منع کړي چې په یوه ټوپي کښتۍ کې په سمندر کې سفر وکړي. له دغو کسانو څخه یوه زهینوگلو ده چې د یوه مرستندویه سازمان له پاره کار کوي. هغه وایي که چیرې مهاجر سفر کول غواړي نو په خوندي توگه دې سفر وکړي. په ترکیه کې دې پناهندگي ورکړي او په یوې مناسبې کښتۍ کې دې سفر وکړي.