ترکيه: روسي توغندي مو د استفادې له پاره اخيستي
۱۳۹۸ آبان ۲۵, شنبهد ترکيې د دفاعي صنعت ادارې مشر دغه څرګندونې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نوامبر ۱۶مه) په داسې حال کې کړي، چې تر دې يوه ورځ مخکې اردوغان ترمپ په واشنګتن کې په خپلو کې کتلي وو.
اسماعيل ديمير، د سي ان ان تلويزيون ترکي څانګې سره په يوې مرکه کې وويل چې دا د هيڅ هيواد له پاره منطقي خبره نه ده چې دا ډول يو سيستم دې يوازې د دې له پاره واخلي چې هغه يې په يوه څنډه کې ايښی وي، خو هغه زياته کړه چې د امريکايي او ترکيي چارواکو هدف به دا وي تر څو يې دغه موضوع حل کړي.
دغه ترکي چارواکي دا هم وويل چې هيڅ روسي پرسونل به د ايس-۴۰۰ ډوله دفاعي سیستم د عملياتو له پاره ترکيې ته رانشي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ سره د چهارشنبې په ورځ په واشنګتن کې وکتل او د ناټو د غړو هيوادونو ترمنځ د مخ پر زياتيدونکو اختلافاتو د مخنيوي پر سر ېې خبرې وکړې. دواړو مشرانو د ترکېې له خوا له روسيې څخه د ايس -۴۰۰ ډوله توغنديو د رانيولو پر سر پر ترکيه باندې د احتمالي بنديزونو څخه نيولې د سوریې تر سياسته پورې خبرې وکړې.
ترکيې تيره مياشت د سورېې په شمال کې پوځي عمليات په لاره واچول چې د شاوخوا يوې اوونۍ وروسته ترکيه او متحده ايالات په سيمه کې پر يوه اوربند سلا شول.
واشنګتن وايي چې د ترکيې له خوا د توغنديو ايس-۴۰۰ ډوله دفاعي سيستم رانيول د دوی ايف-۱۵ ډوله جيت جنګي الوتکو له پاره ګواښ دی او له دې امله يې په دغو الوتکو کې د ترکيې ونډه ځنډولې ده.
ترمپ د مخه ګواښ کړی وو که چيرته ترکيه له روسيې څخه د ايس ۴۰۰ ډوله توغنديو له رانيولو څخه لاس په سر نه شي په هغه صورت کې به متحده ايالات ترکيې سره د ايف ۳۵ جيت الوتکو په برخه کې همکاري ونه کړي.
متحده ایالاتو له ترکیې څخه په ټینګه غوښتي وو تر څو له روسیې سره له دغې شاوخوا دوه میلیارد ډالري معاملې پر شا شي او په دې تړاو يې ورته د احتمالي اقتصادي بندیزونو د وضع کیدو خبرداری هم ورکړی وو.
متحده ايالاتو دا هم ويلي وو، که چيرته ترکیه له روسيې څخه ايس-۴۰ ډوله توغندي راونیسي، په هغه صورت کې به ترکيه په هغه پروګرام کې د ګډون اجازه ونه لري چې پر مټ يې دغه هيواد کولای شي د F35 ډوله پرمختلي جنګي الوتکې تولید کړي.