ترکيه: د بريد د قربانيانو شمېر ۳۹ ته جګ سو
د ترکيې د استانبول ښار پر يو کلب په وسله وال بريد کي لږ تر لږه ۳۹ انسانان وژل سوي دي. د استانبول والي ويلي چي دغه وسله وال بريد يو ترهګر بريد بللی دی. انځور: Reuters/O.Orsal د بريد وروسته امنيتي چارواکو په سيمه کي امنيتي اقدمات لا ټينګ کړل.
انځور: Reuters/O.Orsal د بريد وروسته په سيمه کي خلک زيات وارخطا معلومېدل.
انځور: Getty Images/Stringer په دغه بريد کي لږ تر لږه ۴۰ کسان ژوبل سوي دي.
انځور: Reuters/Stringer د بريد وروسته پوليسو دغه سيمي ته ورتلونکي لاري بندي کړې.
انځور: Getty Images/AFP/Y. Akgul پوليسو د بستو او دستکولونو د تلاښي وروسته سيمه ته تلونکي پرېښودل.
انځور: Getty Images/AFP/Y. Akgul ژوبل سوي کسان د استانبول روغتونونو ته انتقال کړل سول.
انځور: picture-alliance/dpa/IHA زيا خلک چي د نوي کال د لمانځلو له پاره سيمي ته راغلي ول بېرته کورونو ته ستانه سول.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Onur Sandal د بريد وروسته په سيمه کي تر زيات وخته د امبولانسونو ږغونه اورېدل کېدل.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Onur Sandal د بريد وروسته سيمي ته زيات ژورنالستان هم ورسېدل.
انځور: picture-alliance/AP Photo د بريد څخه تر مخه لا په استانبول کي پوليسو سخت امنيتي اقدامات کړي ول.
انځور: Reuters/O. Orsal د کلب دننه ژوندي پاته سوو ته امنيتي چارواکو لارښوونې وکړې.
انځور: Reuters/Stringer د بريد سيمي ته ډېر ژر زيات طبي مرستندويان ورسېدل.
انځور: Reuters/Stringer
د ترکيې په استانبول ښار کي د عيسوي کال د نوي کيدو د لمانځنو په يو محفل کي وسله وال بريد تر سره سو. د شپې دغه کلب د استانبول ښار د لويو کلبونو څخه شمېرل کيږي چي بالکل د استانبول په مرکز کي واقع دی.
د استانبول په دغه کلب کي د نوي کال د تجليل پر محفل په وسله وال بريد کي لږ تر لږه ۳۹ انسانان وژل سوي او تر ۴۰ څخه زيات نور ژوبل سوي دي. د استانبول والي واصف شاهين په لومړي سر کي ويلي ول چي په دغه بريد کي ۳۵ کسان وژل سوي، خو وروسته يې وويل چي د وژل سوو شمېر ۳۹ ته جګ سوی دی. نوموړي ويلي چي «دا يو ترهګر بريد ؤ.»
د استانبول د والي په وينا يو وسله وال کس هغه وخت و دغه کلب ته په ننوتلو بريالی سو، کله چي يې پيره لرونکي پوليس او څو نور ملکيان په ډزو ووژل. د دغه مطلب د خپرېدو تر وخته لا د بريد کوونکي برخليک نه ؤ معلوم. د چارواکو په وينا په هغه پسي لټون ادامه لري.
«وسله والو د سانتاکلاوس جامې په تن کړي وې»
يو شمېر رسنيو خبر ورکړی چي دوو وسله والو ځانونه د سانتاکلاؤس په جامو کي ملبوسه کړي ول او په کلب کي دننه پر مېلمنو يې ډزي وکړې. دا په داسي حال کي چي ويل سوي چي په دغه شپه په کلب کي تقريبا ۷۰۰ مېلمانه راټول سوي ول چي د نوي عيسوي کال رانوي کېدل ولمانځي.
د عيني شاهدانو په وينا بريدګرو په عربي ژبه خبري کولې. د دغه بريد وروسته ځانګړو امنيتي چارواکو دغه کلب تلاښي کړ.
د «رينا» په نوم د استانبول دغه کلب د فاسفورس سيند پر غاړه واقع دی او ډېر زيات مينه وال لري. دغه کلب د استانبول په شمال کي د ترکيې په اروپايي اړخ کي جوړ سوی دی. دغه کلب ته په زیاته د استانبول د جګ قشر خلک زیات ورځي.
غبرګونونه
د ترهګرو بريدونو څخه د ويري له کبله د نوي عيسوي کال په شپه په استانبول کي زيات پوليس په ګزمه او پيره مؤظف کړل سوي ول. د ايستيکال په نوم ناحيه چي پکښي د خوښۍ زيات محفلونه، ريستورانتونه او ساعت تېري ځايونه دي، هلته پوليسو خلک د تلاښۍ وروسته پرېښودل.
د امريکا د متحده ايالاتو حکومت د استانبول پر کلب بريد يو ظالمانه عمل بللی دی. د امريکا د متحده ایالاتو د ملي امنيتي شورا وياند نېډ پرايس ويلي چي د امريکا متحده ايالات به د ترکيې سره د «هر قسم ترهګرۍ» پر ضد مبارزه کي خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.
د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو مسؤلې فېدريکا موغيريني پر خپله ټويټر پاڼه به غبرګون کي ليکلي چي «۲۰۱۷ کال په استانبول کي په يو بريد پېل سو. زموږ غمشريکي او فکر د قربانيانو او د هغوی د خپلوانو سره دي. موږ مخ په وړاندي پر دې کار کوو چي د دا ډول پيښو مخنيوی وکولای سو.»
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.07.2016):
د ترکيې ناکامه کودتا په انځورونو کي
د ترکيې د يو شمېر پوځيانو له خوا د کودتا هڅه ناکامه شوه. رجب طيب اردوغان د کودتا په وخت په رخصتيو کې وو. د ترکيې ولسمشر د ترکيې له ولسونو وغوښتل چې کوڅو ته په راوتلو سره د کودتاچيانو په وړاندې ودريږي. انځور: Getty Images/G.Tan په ترکيه کې کودتا ناکامه وه کودتا د استانبول په وخت د شپې په نه نيمو بجو پيل شوه.
انځور: Reuters/Stringer د ترکيې پلازمېنه انقره د خونړیو نښتو شاهده وه.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kaynak په ځينو سيمو کې پوليس له کودتاچيانو سره ونښتل.
انځور: Reuters/K. Gurbuz په زرګونو خلک د کودتاچيانو په وړاندې په زرونو خلک د پوځي کودتا په وړاندې له پله واوښتل او استانبول ته ورداخل شول.
انځور: picture-alliance/dpa/E.Ozturk وګړو يو زغرور پوځي محاصره کړی دی.
انځور: Reuters د ترکيې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د تلويزيوني پيغام له لارې له خلکو وغوښتل چې د کودتاچيانو په وړاندې مقاومت وکړي.
انځور: picture alliance/abaca/AA پوځيانو په دغه شپنۍ کودتا کې اعلان وکړ چې پوځي حکومت يې رامنځ ته کړی دی.
انځور: Reuters/Stringer رجب طیب اردوغان دلته د استانبول په هوايي ډګر کې ليدل کيږي.
انځور: Reuters/H.Aldemir په ترکيه کې پوځي کودتا په کوڅو کې د عامو خلکو په لاس مات شو.
انځور: Reuters/Aldemir د پوځيانو اعلان د نورو رسنيو تر څنګ د "آرتیآر" خبري راډيو تلويزيون له لارې هم خپور شو.
انځور: picture alliance/ZUMA Press/Saltanat په سړکونو کې د دولت پلويان په زرګونو خلکو په کوڅو کې د کودتاوالو پر ضد لاریون وکړ.
انځور: picture alliance/abaca/AA په هوايي ډګر کې د اردوغان پلويان اردوغان د خپلې روغتيا ډاډ ورکړ او ويې ويل چې هيڅوک دې اندېښنه ونه لري. له ولسه يې وغوښتل چې د اتاترک هوايي ډګر او کوڅو ته راووځي.
انځور: Reuters/H.Aldemir ويل کيږي چې کودتا د منځنۍ رتبې د قوماندانانو له خوا شوې ده. لومړی يې لوی درستيز برمته کړی وو.
انځور: Reuters/T. Berkin د دولت پلويان د کودتاچيانو په وړاندې د کودتا مخالفينو په دې کې مرسته وکړه چې د پوځي کودتاچیانو اهداف ناکامه پاته شي.
انځور: Reuters/H. Aldemir د اردوغان او جنرال هولوسی آکار تر منځ ليدنه د اردوغان او جنرال هولوسی آکار تر منځ ليدنه وشوه. آکار د ترکيې لوی درستيز دی چې کودتاچيانو يرغمل کړی وو.
انځور: Reuters/U.Bektas قهرېدلو خلکو پر کودتا پلوو سرتېرو بريد وکړ
انځور: Reuters/M.Sezer د کودتاچيانو پر ټانکونو (شوبلو) يرغل خلک له کودتاچیانو سره د مقابلې او د ټانک د نيولو پر مهال
انځور: Reuters/M.Sezer د پارلمان پر ودانۍ بمباري په انقره کې د پارلمان پر ودانۍ بمباري وشوه
انځور: picture-alliance/dpa/B.Uzun پولیسو او خلکو يو ځای له کودتاچي پوځيانو سره مقابله وکړه
انځور: Reuters/K.Aslan کودتا به ورته «ګرانه» تمامه شي د انادولو د خبري اژانس په حواله اردوغان پوځي کودتا «ستر خيانت» بللی دی او ويلي يې دي چې هغه به کودتاچيانو ته په ډېره جګه بيه تمامه شي.
انځور: Reuters/H. Aldemir د دولت پلويان د پله د پاسه د دولت پلويان د پله د پاسه د دغې «تاریخي» ورځې په پلمه عکسونه اخلي.
انځور: Reuters/Y.Karahan