1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: د واورې ښوېدني په پېښه کې ۲۳ ژغورونکي وژل شوي

۱۳۹۸ بهمن ۱۶, چهارشنبه

د ترکیې په ختیځ کې د واورې ښوېدنې په دوو پرله پسې پېښو کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي. ۳۰ کسان ژغورل شوي او لږ تر لږه ۱۵ کسان اوس هم تر واورو لاندې دي.

Türkei Lawine
انځور: Reuters/IHA

د ترکیې د کورنيو چارو وزير وويل چې د چهار شنبې په ورځ د دغه هېواد په ختيځ کې لږ تر لږه ۲۳ تنه هغه وخت ووژل شول کله چې د برف کوچ د قربانيانو د ژغورنې له پاره بيړنۍ عمله په کار بوخته وه. دې ژغورونکو هڅه کوله د تېره شپې د واورې ښوېدنې قربانيان وژغوري.

د ختيځ ايالت وان د باغچه سرای سيمې ښاروال وويل چې داسې انگيرل کيږي چې نور ۱۵ کسان تر واورې لاندې وي. زياته شوې چې د عاجلې ډلې غړي په خپلو همکارانو پسې لټه کوي چې د طبيعي ناورينونو د دولتي آژانس او د دې د ژغور د طبي ډلې غړي ول.

واورې، لړې او شمال د ژغورنې کار له خنډ سره مخامخ کړی دی.

د «اين ټي وي» شبکې د ښاروال له قوله ويلي دي چې د ۳۰۰ کسانو يوه ډله د سه شنبې د شپې د واورې ښوېدنې د قربانيانو په لټه کې وه چې د واورې لاندې بند پاتې ول. دغه لومړۍ واورې ښوېدنې ۵ کسان وژلي ول.

د چهار شنبې ماسپښين موده د واورې ښوېدنې په قربانيان پسې لټه روانه وه چې د واورې ښوېدنې يوه بله پېښه رامنځته شوه چې په دې توگه د وژل شويو ټول شمير ۲۸ ته لوړ شو.

ژغورونکي تر واورو لاندې شوي

د کورنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي ول چې له دغه ژورې درې څخه تر اوسه ۳۰ کسان ژغورل شوي او روغتون ته انتقال شوي دي. خو وزارت د دغه کسانو د روغتيايي وضعيت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د ترکیې د کورنيو چارو وزير سليمان صويلو خبريالانو ته وويل چې د واورو څخه د ۱۱ ژغورونکو جسدونه رايستل شوي دي. زياته شوې ده چې په قربانيانو کې اته پوځي پوليس افسران او درې د سيمه ایز گارد غړي دي. گورنر محمت امين بلمز وويل چې د اطفایې يو غړی هم وژل شوی دی.

د اسوشيتد پريس خبري آژانس په حواله په يوه ويديو کې د واورو د طوفان پر وخت په يوه دره کې لږ تر لږه درې چپه شوې موټر ليدل کيږي. ځینو ژغورونکو د واورو څخه د ځان ژغورنې په موخه هڅه کوله يوې غونډۍ ته پورته شي نورو بيا د بيلچو او نورو اوزارونو په مرسته د وارو د لیرې کولو هڅه کوله.

لومړي برف کوچ د واورو د پاکولو يو موټر او همدا راز يو مني بس لاندې کړې ول، خو ټول مسافرين او د واورې پاکولو د موتر چلونکی خوندي پاتې شوي ول.

bs/nz (AFP, AP, Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب