د يونان د مهاجرو د بحران ډلي د دوشنبې په ورځ، رپوټ ورکړی چې د آژه سمندرګي په ختيځ کې د يونان ټاپو ګانو ته له ترکيې څخه د پناه غوښتونکو په راتگ نور هم کمښت راغلی دی.
دغي ډلي زياکړې،چې د اپريل مياشتي په لومړيو لسو ورځو کې، په منځني ډول ۳۱ تنه مهاجر د يونان ټاپو ګانو ته رسیدلي دي. له يکشنبې څخه تر دوشنبې ورځې پوري بيا يوازي يو تن نوي رسیدلی مهاجر ثبت شوی دې.
د روان ميلادي کال له پيل څخه د اپريل مياشتې تر لسمې نيټې پوري، په ټوليزه توګه ۴۵۴۲ پناه غوښتونکي د يونان ټاپو ګانو ته رسيدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د تيرکال په همدغه وخت کې ۹۱ زره مهاجر راغلي ول.
له هغه وخت راهيسي (د تير کال اپريل مياشت) چې د بالکان هيوادونو د بالکان مسير د مهاجرو پرمخ وتاړه او ترکيې له اروپايي ټولني سره د مهاجرو په اړه تړون لاسلیک کړ د پناه غوښتونکو په راتگ کې کمښت راغلی دې.
د دې تړون له مخې ترکيه بايد د يونان پر لور د مهاجرو د ورتگ مخه ونيسي. اروپايي اتحاديه بيا کولاي شي ټول هغه مهاجر چې په ناقانونه توګه له ترکيې څخه د يونان ټاپو ګانو ته رسیدلي او د پناه غوښتنه يې رد شوي وي وکړاي شي بيرته دې هيواد ته ستانه کړي.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب:
په روان کال کې له کوم هيواد څخه جرمني ته څومره مهاجر راغلي
د مهاجرو او پناه غوښتني له پاره د آلمان فدرالي ادارې د احصایو په حواله، هغه لس هیوادونه چې په ۲۰۱۷ م کال کې آلمان ته د راغلو مهاجرو لوړه سلنه لري، په دې انځوريز راپور کي وړاندي شوي.
انځور: Getty Images/AFP/K. Kudryavtsevپه ۲۰۱۷م کال کې له ارزبایجان هیواد ۴۷۴ تنه (۳ سلنه) مهاجر آلمان ته راغلي دي، نو په دې اساس د مهاجرو د اصلي هیواد په توګه د فیصدۍ له مخې په لسم مقام کې ځای لري.
انځور: Getty Images/AFP/K. Kudryavtsevترکيې له ۵۸۰ مهاجرو سره - ۳،۶ سلنه - په ۹ مقام کې ځای نیولی.
انځور: Getty Images/AFP/R. AtanasovskiGetty Images/AFP/R. Atanasovskiسومالیا له ۵۸۴ مهاجرو سره - ۳،۶ سلنه - ۸ مقام لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Delayارمنستان ۶۰۲ مهاجر- ۳،۷ سلنه - ۷ مقام
انځور: picture alliance/Bibliographisches Institut/H. Wilhelmyنایجیریا ۶۷۴ مهاجر- ۴،۲ سلنه- ۶ مقام
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Olaایران ۸۸۸ مهاجر - ۵،۵ سلنه - ۵ مقام
انځور: DWاریتیریا له ۹۸۵ مهاجرو سره - ۶ سلنه - ۴ مقام
انځور: picture alliance/dpa/Italian Coast Guardعراق ۱۲۴۵ مهاجر - ۷،۸ سلنه - ۳ مقام
انځور: Reuters/A.Awadافغانستان ۱۴۴۲ مهاجر - ۹ سلنه - ۲ مقام
انځور: Ehsan Hadid همدارنګه په ترتیب سره یو وار بیا هم سوریه په ۲۰۱۷م کال کې په آلمان کې د ۱۶،۷ سلنه یا ۲۶۴۵ مهاجرو سره په دې لوملړ کې لومړی مقام نیولی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul