1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

ترکيه وايي په سوريه کې یې د داعش شکمن مشر وژلی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي دي چې د دغه هيواد استخباراتو په سوريه کې د عملياتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې يو شکمن مشر وژلی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغانانځور: Emin Sansar/AA/picture alliance

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د يکشنبې په ورځ ويلي دي چې د ابو حسين القريشي په نوم د په اصطلاح «اسلامي دولت» يا داعش ډلې يو شکمن مشر په سوريه کې وژل شوی دی.

اردوغان په يوه مرکه کې وويل: «دغه کس په سوريه کې د ترکيې د ملي استخباراتي ادارې (ام آی ټي) د عملياتو په ترڅ کې له منځه وړل شوی دی.» هغه زياته کړې ده چې القريشي له «اوږدې مودې» راهيسې د دغه هيواد د استخباراتو تر تعقيب لاندې وو.

اړونده موضوع:امريکايي ځواکونو په سوماليا کې د داعش مهم مشر وژلی دی

اردوغان ټينګار وکړ: «موږ به د هر ډول تبعيض پرته د ترهګریزو ډلو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړو.»

د فرانسې د خبري آژانس په حواله دا عمليات د عفرين سيمې په شمال لوېديځ کې په پراته ښارګوټي جنديرس کې ترسره شوي دي چېرې چې د ترکیې استخباراتو او امنيتي ځواکونو يو پخوانی فارم په نخښه کړی وو چې د يوې مدرسې په توګه ترې استفاده کیدله.

اسلامي دولت ډلې يا داعش د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې القريشي د دغه ډلې د پخواني مشر ابو حسن الهاشمي القريشي تر وژل کیدو وروسته، د نوي مشر په توګه غوره کړی وو. ابو حسن الهاشمي القريشي د سوریې په جنوب کې د عملياتو په ترڅ کې وژل شوی وو.

د «خلافت» عروج او زوال

په ۲۰۱۴م کال کې په اصطلاح اسلامی دولت ډلې د هغه وخت د مشر ابوبکر البغدادي په مشرتوب په عراق او سوريه کې پراخې سيمې تر خپل کنترول لاندې راوستلې او د اسلامي خلافت د رامنځته کولو ادعا یې وکړه.

خو دغه ډله په عراق او سوريه کې د امريکا متحده ايالاتو د ملاتړ څخه د برخمنو ځواکونو او همدا راز د روسیې او ايران له ملاتړه برخمنو سوريايي ځواکونو او نورو مليشو له خوا له دغو سيمو څخه وشړل شوه.

اړونده موضوع:ولي القاعده د الظواهري د مرګ او ځای ناستي په اړه چوپ ده؟

خو له سيمې څخه پر شړل کیدو سربیره هم دغه ډله اوس هم په سوريه او نور ځایونو کې بريدونه ترسره کوي.

د اپريل پر ۱۶مه نيټه هم د دغي ډلې شکمنو غړيو په سوريه کې لږ تر لږه ۴۱ کسان ووژل.

د امريکا په مشرتوب ائتلافي ځواکونه د سوریې د ديموکراتیک ځواک (اس ډي اف) سره چې کردان یې مشري کوي، اوس هم په سوريه کې د دغي ډلې پر ضد چې لا يو شمیر لیرې پرتې سيمې یې اوس هم په ولکه کې دي، عملياتو ترسره کوي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)

زموږ له آرشیف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل