ترکيه: پوليسو د «زمان» ورځپاڼي دفتر ونيوی
۱۳۹۴ اسفند ۱۵, شنبه د ترکيې دولت د محکمې حکم ته په لغوي توګه د عمل جامه ور واغوسته. ترکي پوليس په زور سره د «زمان» ورځپاڼې دفتر ته ننوتل. هغه احتجاج کوونکي چي د يادي ورځپاڼي د مرکزي دفتر دباندي راټول سوي ول، پر هغوی اوښکي بهېونکی ګاز او اوبه پاشونکي موټر وکارول سول.
د امنسټي او متحده ايالاتو تنقيد
دغه احتجاج کوونکي راغونډ سوي ول چي د محکمې د هغې فيصلې پر ضد احتجاج وکړي چي له مخي يې د «زمان» ورځپاڼي د دولت تر کنټرول لاندي راوستلو حکم سوی ؤ. د پوليسو له خوا د ورځپاڼي د دفتر د نيول کېدو څخه تر مخه ترکي چارواکو پر حکومت د تنقيد کوونکي فتح الله ګولن يو شمېر پلويان او د يادي ورځپاڼي کارکونکي نيولي ول.
«زمان» ورځپاڼه د فتح الله ګولن د غورځنګ پلوي کوونکې بلل کيږي. ګولن د امريکا په متحده ايالاتو کي ژوند کوي. د ترکيې ولسمشر رجب طيپ اردوغان پر ګولن تور لګوي چي د ترکيې په عدليه، پوليسو او رسنيو کي يې د خپلو پلويانو يو جال جوړ کړی دی چي غواړي په مرسته يې د ترکيې حکومت راوپرځوي.
د ترکي محکمې له خوا په داسي حال کي د «زمان» ورځپاڼي د دولتي کېدو حکم وسو چي د اروپايي اتحاديې د شورا رئيس دونلد توسک په استانبول کي ؤ. نوموړي د ترکيې د ولسمشر سره د مهاجرو د بحران په تړاو خبري اتري درلودې. په دغو خبرو اترو کي د دوشنبې د ورځي له پاره د ترکيې او اروپايي اتحاديې د پلان سوي سرمشريزي په تړاو بحث وسو.
«تنقيد کوونکي ږغونه بايد تقويه سي»
د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت وياند جان کيربي د «زمان» ورځپاڼي پر وړاندي د ترکيې د دولت اقدام ناآرامه کوونکی بللی دی. نوموړي ويلي :«په يوه ډيموکراسي کي بايد تنقيد کوونکي ږغونه خاموشه نه کړل سي بلکه بايد ورته لا تقويه ورکول سي.» کيربي زياته کړې چي د ترکيې حکومت بايد د بيان آزادي وساتي.
د بشري حقونو نړيوال سازمان امنسټي انټرنېشنل د ترکي حکومت له خوا د «زمان» ورځپاڼي کنټرولېدل د رسنيو د آزادۍ پر ضد يو لوی ګوذار بللی دی.