1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: یوه ۸۸ کلنه ښځه له ویجاړيو ژوندۍ راوښکل شوه

۱۴۰۱ بهمن ۲۳, یکشنبه

د ترکېې په کریخان ښار کې د ژغورنې ترکي او آلماني کارکونکي وايي چې د شنبې په شپه ناوخته ېې یوه ۸۸ کلنه ښځه د په زلزله کې د ويجاړ شوي ساختمان له لاندې ژوندۍ راوښکلې ده.

په ترکېه کې زلزله
په ترکېه کې زلزلهانځور: I.S.A.R. Germany/dpa/picture alliance

د آلمان د طبيعي پيښو سره د مبارزې ادارې (THW) یوې وياندې، کترینا ګاریښت، وويل چې دغه ښځه ضعیفه شوې خو په حال وه چې د ماتو شوو هډوکو د درمنلې له پاره ېې روغتون ته رسول شوې ده.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، په سیمه کې د ترکېې د ملکي دفاع کارکوونکو او پوځ، شپې شاوخوا ۸ بجې د آلمان د ژغورنې ټيم له پيښې خبر کړ چې تر هغه وروسته آلماني ژغورونکو د یوه ژباړونکي په مرسته له ښځې سره تماس برقرار او هغه ېې شپې شاوخوا ۱۰ بجې له ويجاړيو راوښکله.

په دې هکله نور: د ترکیې او سوریې په زلزله کې د مړو شمېر له ۲۴ زرو هم لوړ شو

یاده آلمانۍ اداره وايي چې د دغې ښځې له ژغورنې سره د دې هېله مندي رامنځ ته شوي چې ښايي ډير نور کسان به هم تر خاورو لاندې ژوندي پاته وي. خو دا په داسې حال کې ده چې د پاتې احتمالي ژوندیو خلکو د ژغورنې له پاره وخت نور مخ په خلاصېدو دی. د رپوټونو له مخې، ترکي چارواکو ويلي دي چې د ژغورنې لومړنی پړاو تقریباْ مخ په ختمېدو دی او وروسته له دې به د ژغورنې دوهم پړاو چې د اجسادو راوښکل وي، پېلوي.

په ترکېه او سوریه کې زلزله د تېرې دوشنبې په ورځ رامنځ ته شوه، د نن یکشنبې ورځې فبرورۍ ۱۲مه رپوټونو کې ويل شوي چې په دغه زلزله کې د مړو شمیر ۲۸ زرو ته پورته شوی دی.

 mks/aa/(dpa)

انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب