انقره او آتن چې د ناټو متحدان هم دي، په وروستيو مياشتو کې يې اړيکي هومره ښې نه دي. خو د ترکيې له خوا ایا صوفيه موزيم، بيرته په جومات باندې تر اړولو وروسته او په ختيځه مديترانه کې د انرژۍ د زېرمو د موضوع پر سر، د دوی ترمنځ اړيکې نورې هم خرابې شوي دي.
له انقرې څخه د فرانسې خبري آژانس ليکي، وروسته له هغې چې ترکيې د ايا صوفيه ودانۍ له موزيم څخه جومات ته بدله کړه، د ۲۰۲۰م کال د جولای په ۲۴مه په کې د جمعې لومړنی لمونځ ترسره شو. د ترکيې ولسمشر، رجب طييب اردوغان هم په دغه لمانځه کې ګډون درلود. ترکيې په همدې روانه مياشت کې د استانبول ښار دغه تاريخي ودانۍ بيرته پر جومات بدله کړه.
خو يونان د ترکيې پر دغه اقدام باندې ناخوښه دی. د دغه هيواد لومړي وزير، کيریاکوس ميتسوتاکيز، د جمعې په ورځ وويل، کوم څه چې په استانبول کې وشول، «د ځواک يو نمايش نه، بلکه د ضعف تصديقول» وو.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وياند، هامي آکوسي (Hami Aksoy) په دې تړاو ويلي دي: د مسلمانانو عبادت ځای باندې د ايا صوفيه اړولو، «يو ځل بيا له اسلام او ترکيې سره د يونان خصومت ښکاره کړ.»
آکوسي د يونان په تېسالونيک (Thessaloniki) ښار کې د ترکيې بيرغ سوځول، په «کلکه وغندل» او د يونان حکومت او پارلمان يې «خصمانه څرګندونو ته د خلکو» پر هڅولو تورن کړل.
له موزيم څخه جومات ته د ایا صوفيه تر اړولو وروسته د جولای په ۲۴مه په کې د جمعې لومړنی لمونځ ادا شوانځور: Reuters/U. Bektas د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وياند په يوه اعلاميه کې زياته کړې: «د اروپا نازولي ماشومان يو ځل بيا د هغو له خوا تيرایستل کيږي کوم چې په ایا صوفيه کې بیا سجده کول زغملی نه شي».
د ترکيې په استانبول ښار کې د اياصوفيه تاريخي ودانۍ د يونسکو د نړيوالو تاريخي ميراثونو په ډله کې راځي. دغه ودانۍ د عثمانيه امپراطورۍ له خوا په کال ۱۴۵۳ کې د قسطنطنیې تر نيولو وروسته په جومات باندې بدله .شوه. هغه مهال اياصوفيه د بيزانس امپراتورۍ چې د روم امپراتورۍ ادامه ده، ترټولو مهمه کلیسا وه
د نوې ترکيې بنسټ ايښودونکي په کال ۱۹۳۴ کې امر وکړ چې ايا صوفيه دې پر موزيم باندې بدله شي چې اردوغان هغه اوس بيرته جومات ته واړوله. د ترکيې تر ټولو لوړې محکمې د روان کال د جولای په ۱۰مه نيټه وويل چې د ايا صوفيه ودانۍ د جومات په توګه ثبت شوې ده او انقرې ته د دې اجازه ورکوي چې د هغې حيثيت يو ځل بيا بدل کړي.
د ترکيې او يونان ترمنځ اړيکې، له دې نه علاوه د مهاجرت مسئلې له امله هم بيخونده دي. په ځانګړې توګه کله چې انقرې د روان کال په لومړيو کې يو ځل بيا خپلې پولې اروپا پر لور د تلونکو مهاجرو پر مخ خلاصې پريښودې.
آژانسونه/م.ک.ص/م.ن.ص.
پر همدې موضوع انځوريز البوم هم وګورئ!
انځوریز رپوټ: په آیا صوفیه کې ۸۶ کاله وروسته لمونځ ادا شو
وروسته له دې چې یوې محکمې د ترکیې په اسنانبول ښار کې پر جومات د آیا صوفیه د بدلولو پریکړه وکړه، د لومړي ځل له پاره هلته لمونځ ادا شو. دا پریکړه په نړیواله کچه له انتقادونو سره مخامخ شوې هم ده. انځور: Reuters/U. Bektas په سلګونو کسانو د آیا صوفه د باندې چمن کې د جمعې لمونځ ادا کړ.
انځور: AFP/O. Kose کلیسا، جومات، موزیم او بیا جومات دغه ودانۍ د کلیسا له پاره جوړه شوې وه، خو په عثماني دور خلافت کې پر مسجد بدله کړای شوه. په تیره پیړۍ کې د ترکیې نوي ولسمشر کمال آتاترک د دغې ودانۍ پر موزیم د بدلونو اعلان کړی وو، خو اوس یو وار بیا په جومات بدل کړای شوې ده.
انځور: DHA عیسوې نخښې په خپل حال پریښوول کیږي د ترکي چارواکو په حواله د ودانۍ پر دیوالونو او چت موجود عیسوي علایم او نخښې به نه پاک کیږي، خو د لمانځه د ادا کولو پر وخت به د پردې په وسیله پوښل کیږي.
انځور: STR/AFP/Getty Images د ترکې ولسمشر هم په آیا صوفیه کې د ترکیي د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خوا اعلان شوی وو چې ډیر ژر به په آیا صوفیه کې لمونځ ادا کړای شي. هغه پخپله هم د جمعې د لمانځه د ادا کولو له پاره دغه جومات ته ځان رسولی وو. انتقاد کونکي وایي چې پر جومات د آیا صوفیه بدلول داسې یو اقدام دی چې د اردوغان له پاره سیاسي ګټه لري.
انځور: AFP/Turkish Presidential Press روغتیايي کارکونکي د آیا صوفیه په جومات کې مکروب وژونکي مواد دوا پاشي کوي. په آیا صوفیه کې د لمونځ کونکو د روغتیایي حفاظت په خاطر هم ځانګړي حفاظتي تدابیر په پام کې نیول شوي دي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/O. Dogman په آیا صوفیه کې د جمعې لمونځ د ادا کولو له پاره په ډیر لوړ شمیر کې مسلمانان راټول شوي وو. خو د کرونا ویروس وبا د خطر په پام کې نیولو سره ټولنیز واټن مراعات کیده.
انځور: DHA اوس بې له ټکټه آیا صوفیه لیدلی شئ آیا صوفیه د ټولې نړۍ په کچه په ترکیې کې د سیلانیانو له پاره یوه له مشهورو ودانیو څخه ده. چارواکي وايي سره له دې چې آیا صوفیه په جومات بدل شوې ده، دلته به د سیلانیانو د راتګ لړۍ جاري وساتل شي. خو د لمانځه پر وخت به د سیلانیانو حرکت محدود کړای شي. سربیره پر دې تر دې وروسته به آیا صوفیه ته د داخلیدو په خاطر ټکټ اخیستلو ته هم ضرورت نه وي.
انځور: Reuters/M. Sezer آیا دا د اردوغان سیاسي چال دی؟ انتقاد کونکي وایي چې له موزیم څخه پر جومات د آیا صوفیه بدلول د مسلمانانو او عیسویانو ترمنځ موجوده همغږۍ ته د زیان رسولو مترادف دی. بل لور ته ویل کیږي چې اردوغان دا ګام د ملتپاله ولس د رایو او ملاتړ ترلاسه کولو په خاطر پورته کړی دی.
انځور: Reuters/M. Sezer