1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيې د ترهګرۍ په شک ۱۱۰ کسان نیولي دي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه

د ترکیې پولیسو ویلي دي چې لسګونو تنه یې د »پي کې کې« منع کړل شوې ډلې سره د ارتباط لرلو په شک نیولي دي. د یادو کسانو نیول کیدل په ترکیه کې له ټاکنو څو اونۍ مخکې تر سره کیږي.

آرشیف: ترکي پولیس د ترهګرو پر ضد د عملیاتو په حال کي
آرشیف: ترکي پولیس د ترهګرو پر ضد د عملیاتو په حال کي انځور: Onur Dogman/Sopa/Zuma/picture alliance

د ترکیې امنیتي سرچینو ویلي دي چې د دغه هېواد پولیسو د هغو کسانو پر ضد په عملیاتو کې ۱۱۰ کسان نیولي، چې د کردستان کارګر ګوند (پې کې کې) سره پرې د تړاو شک وو. پر دغه ګوند باندې په ترکیه کې بندیز دی.

سرچینې ویلي، که څه هم دغه عملیات ۲۱ ولایتونو ته غځول شوي، خو اصلي تمرکز یې د دې هېواد په سویل ختیځ د دیاربکر ښار پر کرد مېشتو سیمو دی.

د ترکېې پارلمان یوه کرد پلوه غړي وویل چې په نیول شویو کسانو کې سیاستوال، وکیلان، خبریالان او هنرمندان شامل دي. دا نیونې د مې د ۱۴مې نېټې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو له ترسره کېدو څو اوونۍ مخکې تر سره کېږي.

ترکیې په روان کال کې ۳زره افغانان له خپل هېواده ایستلي

ولې "پې کې کې" د عملیاتو هدف دی؟

امنیتي سرچینو د کردانو کارګر ګوند سره د ارتباط لرلو په شک دغه عملیات د «ترهګرۍ ضد عملیات» بللي دي.

د کردستان د کارګرو ګوند یوه ملېشه یي ډله ده چې له ډېرې مودې راهيسې په ترکيه کې د کردانو د لا خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او نه يوازې د ترکيې بلکې د امريکا او اروپايي ټولنې له خوا هم دا ډله د يوې ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي شوې ده.

سره له دې، د اروپايي ټولنې عدلي محکمې دوه ځلې حکم کړی چې پې کې کې پرته له کومې پروسې د یوې ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي شوې ده.

انځور: ترکېې پولیسو یوشمیر کسان د ترهګرۍ په تور نیولېانځور: Tunahan Turhan/Zuma/IMAGO

د ترکیې حکومت د کردستان کارګر ګوند په ۱۹۸۴ کال کې د ترکیې په سویل کې له وسله والې مبارزې راهیسې د نژدې ۴۰ زره کسانو د وژل کېدو مسووله ډله بولي. خو د دغه پاڅون له پيل راهيسې دواړه لوري په تاوتريخوالي تورن شوي دي.

په پارلمان کې د خلق دیموکراتیک ګوند کرد پلوه غړي طیب تمل، ادعا کړې چې د دې عملیاتو انګیزه په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه د عدالت او پراختیا ګوند د ناکامۍ وېره ده.

هغه پر ​​ټویټر لیکلي: "دوی د ټاکنو په درشل کې او د واک له لاسه ورکولو له ویرې یو ځل بیا نیول پیل کړل."

هغه وویل چې د سه شنبې په سهار په دیاربکر کې په نیول شویو کسانو کې د ده د ګوند د غړو، ژورنالستانو، هنرمندانو او وکیلانو په ګډون لسګونه سیاستوال هم شامل دي.

د ترکيې واکمن گوند پارلماني ټاکني و گټلې

بې سرحده خبریالانو په خپله انټرنټ پاڼه کې په یوه اعلامیه کې د اردوغان پر حکومت تور لګولی دی چې د انتخاباتو په درشل کي ېې پر خبریالانو باندې بریدونه زیات کړي څو له اقتصادي ستونزو او د دیموکراسۍ له زوال څخه پام واړوي او د خپل واک بنسټ لا پیاوړی کړي.

اردوغان او د هغه د "عدالت او پراختیا" ګوند له ۲۰۰۲ کال راهیسې د ترکیې پر سیاسي فضا غلبه لري.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب