1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترکيې د مهاجرينو پرمخ د یونان او بلغاریې سرحدونه خلاص کړل»

۱۳۹۸ اسفند ۹, جمعه

د ترکيې حکومت نورنه غواړي، مهاجرین اروپا ته د تگ څخه راوگرځوي. ترکي خبري آژانسونو ویلي، چي «همدااوس ۳۰۰ سوریايي، عراقي، پاکستاني ،افغان او نورمهاجرد یونان سرحد ته رسیدلي او نورهم په حرکت کي دي.»

Türkei Edirne Flüchtlinge im Niemandsland an der Grenze zu Griechenland
انځور: Reuters/H. Aldemir

د حکومت یوه لوړ رتبه استازي فرانس پرس خبري آژانس ته نن جمعه (د فبرورۍ میاشتي ۲۸ مه)  وویل، چي « ترکيه به نور د هغو مهاجرينو پر مخ سرحدونه ونه تړي، کوم چي غواړي اروپا ته ولاړ سي.» تر دې دمخه لا ترکي رسنیو خبر ورکړی ؤ، چي ترکيې د یونان او بلغاریې پر مخ سرحدونه خلاص کړي دي.

لکه څنگه چي ترکي خبري اژانس (DHA ) خبر ورکړی دی، همدااوس ۳۰۰ سوریايي، عراقي، پاکستاني ،مراکشي، ایراني ،افغان او نور مهاجر د یونان سرحد ته نژدې ،اېدرین ولایت ته رسیدلي دي. په خبره یې یو بل گروپ بیا د ترکيې غربي ساحل، کاناکاله ښار ته پر لاري دی، دکومه ځایه څخه به چي د کښتیانو پواسطه د یونان د لیسبوس جزیرې ته ورسیږي.

انځور: Reuters/H. Aldemir

د ملگرو ملتونو په حواله د تیر ۲۰۱۹ م کال د ډسمبر میاشتي د شروع څخه تقریبأ ۹۵۰۰۰۰ انسانان د سوریې د جنگ ځپلو سیمو څخه تښتیدلي دي، چي تقریبأ نیم میلیون یې کوچنیان دي. د هغوی اکثریت په ترکیه کي تر ډیرو خرابو شرایطو لاندي ژوند کوي.

په ترکیه کي په اوس وخت کي تقریبأ ۳،۶ میلیونه سوریايي مهاجرین ژوند کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب