1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

ترکیه: د نتنیاهو او لوړپوړو اسرائیلي چارواکو د نیولو حکم کړی

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ آبان ۱۷, شنبه

ترکیې په غزې کې د «نسل وژنې او بشر ضد جنایتونو» په تور د بنیامين نتنیاهو په ګډون د ۳۷ اسرائیلي چارواکو د نيولو حکم صادر کړی. اسرائیل د ترکیې دغه اقدام په کلکه رد کړی خو حماس ډلې ېې هرکلی کړی.

د اکتوبر ۲۱مه ۲۰۲۵ - په جګړه کې د غزې تخریب شوي ساختمانونه او بېرته ورته د بېځایه شویو فلسطینیانو راګرځېدنه
ترکيې د «نسل وژنې او بشر ضد جرمونو» په تور د نتنیاهو په ګډون د ۳۷ اسرائیلي چارواکو د نیولو حکم صادر کړیانځور: Khalil Ramzi Alkahlut/Anadolu Agency/IMAGO

د ترکيې قضايي څانګې «د نسل وژنې» په تور د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د یو شمېر نورو لوړپوړو اسرائیلي چارواکو د نیولو حکم صادر کړی دی. د استانبول لويې څارنوالۍ د جمعې په ماښام اعلان وکړ چې په ټوله کې ېې د اسرائیل حکومت پورې اړوند ۳۷ کسانو د نیولو حکم صادر کړی دی.

د اسرائیل حکومت د ترکیې دغه اقدام په کلکه رد کړی دی.

د استانبول د څارنوالۍ په خبره، له نتنیاهو علاوه، تر تعقیب لاندې د نیول شوو کسانو په ډله کې د اسرائيل د دفاع وزیر یسرائیل کاتس، د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر او د اسرائیل د پوځ لوی درستیز ایال زمیر هم شامل دي. خو څارنوالۍ تر اوسه د ټولو اسرائیلي چارواکو چې د نیولو حکم ېې صادر کړی، نومونه نه دي خپاره کړي.

نور ولولۍ:  ترکیې په بشپړ ډول له اسرائیل سره تجارتي اړیکې پرې کړې

د استانبول په اعلامیه کې راغلي چې دغه کسان د «نسل وژنې د ارتکاب او د بشريت ضد جنایت کې د مسئولیت» په دلیل تر تعقیب لاندې نیول شوي؛ هغه جرمونو چې د ترکیې په خبره، «په سیستماتیک ډول د اسرائیل حکومت له خوا په غزې تړانګه کې ترسره شوي دي.»

اسرائیل دغه تورونه «په بشپړه معنی بې بنسټه» بللي او په شدیدو ټکو ېې رد کړي دي. د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر جدعون ساعر، د ترکیې دغه تصمیم د «ديکتاتور اردوغان د تر ټولو نوی تبلیغاتي نمایش» توصیف کړی دی.

خو حماس ډلې چې پر اسرائیل د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر ۷مې حمله ېې په غزې کې د جګړې د پیل سبب واقع شوه، د ترکیې له دغه اقدامه هرکلی کړی دی.

حماس د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي اتحادیې، اسرائیل او یو شمېر نورو هېوادونو له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه درجه بندي شوې ده.

نور ولولۍ: د اردوغان د کور انځورونکې اسرائيلۍ جوړه په جاسوسۍ تورنه سوې

ترکیه د حماس له مهمو پلویانو ګڼل کیږي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جګړې له پیل راهیسې په وار وار اسرائیل «د غزې اوسېدونکو په نسل وژنې او په غزه کې د قصدي لوږې» پر رامنځ ته کولو تورن کړی دی. اسرائیل بیا دغه تورنه رد او هغه ېې بې بنسټه بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزې روغتیايي چارواکو نن د نومبر ۸مه وویل چې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه کې تر اوسه  ۶۹۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

له آرشیف څخه: 

اسرائیل په غزه کې د یوه لوی پنډغالي د جوړولو پلان لري

01:59

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل