انځور: picture-alliance/dpa/J. Gavlak [No title]This browser does not support the audio element.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (31.07.2016):
د آلمان په کولن ښار کې د اردوغان د پلویانو مظاهره
د آلمان په کولن ښار کې د ترکیې د جمهور رییس رجب طیب اردوغان شاوخوا ۳۰ زره پلویان مظاهره کوي. په عین وخت کې د ترکیې د ولسمشر مخالفینو، او یوې ښې اړخې ډلې هم مظاهرو ته چمتوالی ښوولی دی. انځور: DW/D. Cupolo په دې انځور کې د پلان شويو مظاهرو یو شمیر تنظیموونکي ښوول کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Kaiser په آلمان کې میشت ډیر شمیر ترکان د آلمان په کولن ښار کې ډیر شمیر ترکان ژوند کوي. د دغو ترکي اتباع رایي په ترکیې کې د میشتو سیاستوالو له پاره ډیر اهمیت لري.
انځور: DW/C.Bleiker په آلمان کې د ترکیې کورني مسایل دغه میرمن د ترکیې او آلمان بیرغونه له ځان سره لیږدوي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر شتاینمایر، ویلي دي چې دا سمه نه ده چې د ترکیې کورنۍ ستونزې آلمان ته راوړل شي. هغه په بیلابیلو ډلو د ځغم غږ کړی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Kaiser پولیسو د څلور مظاهره کوونکو اړخونو تر منځ د احتمالي تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره شدید امنیتي تدابیر نیولې دي. د اردوغان پلویان، د هغه مخالفان او ښي اړخي په یوه وخت کې مظاهره کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/O.Berg د کولن ښار پر یوه پله باندې د پولیسو اوبه پاشوونکی موټر ولاړ دی. د احتمالي تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره ۲۷۰۰ پولیس په دې سیمه کې توظیف شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Kaiser هر څوک باید خپل نظر وشي ویلی د آلمان د زرغون ګوند مشر چم ازدمیر، ویلي دي چې د اردوغان منتقدین باید د هغه د پلویانو له خوا و نه ویرول شي.
انځور: picture alliance/dpa/C.Hardt په آلمان کې میشت په زرهاو ترکان د اردوغان ملاتړ کوي. د هغوی له ډلې څخه یوه یې دویچه ویله ته وویل: «اردوغان زموږ قوماندان دی او موږ یې سرتیري یو.». انځور له ارشیف څخه.
انځور: DW/D. Cupolo د سیاسي اسلام په لور حرکت ۳۳ کلن اسماعیل دویچه ویله ته وویل چې د اردوغان ملاتړ کوي ځکه هغه د ترکیې دولت د ټولنې اسلامي ریښو ته نزدې کوي. انځور له ارشیف څخه.
انځور: DW/D. Cupolo د اردوغان ډیر شمیر پلویان په دې اند دي چې هغه د ترکیې اقتصاد پیاوړی کړی.
انځور: DW/D. Cupolo اردوغان په خپل ضد تر ناکامې کودتا وروسته ډیر شمیر کسان نیولې او یا هم له دندو ګوښه کړي دي.
انځور: DW/D. Cupolo اردوغان وایي چې فتح الله ګولن یې پر ضد کودتا رهبري کړې وه. ګولن په امریکا متحده ایالاتو کې دی او په کودتا کې خپله ښکیلتیا ردوي.
انځور: DW/D. Cupolo