1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيې پر ګرځيدو نوي محدويتونه اعلان کړل

۱۳۹۹ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

په ترکيه کې خلکو ته د فرصت ورکولو پرته د ګرځبند اعلانيدل، نژدې وو چې د کورنيو چارو وزير د ليرې کيدو سبب شي. خو اوس اردوغان غواړي تر دې بهتره اقدامات وکړي، او خلکو ته د چمتوالي نيولو له پاره يو څو ورځې وخت ورکړي.

Türkei Coronavirus iIn Istanbul
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. AlMohipany

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د کرونا بحران له امله، د راتلونکې اوونۍ د پای په ورځو (شنبه او يکشنبه) کې د دغه هيواد په ۳۱ ښارونو کې ګرځبنديز اعلان کړي. هغه وويل چې دغه ۴۸ ساعته ګرځبنديز به راتلونکې جمعه په ځایي وخت نيمه شپه پيل او د يکشنبې تر نيمې شپې پورې به ادامه ولري.

په دې ترتيب اوس د ترکيې خلک څو ورځې وخت لري تر څو د ګرځبنديز ورځو له پاره خپل چمتوالی ونيسي. د جمعې په ورځ د ګرځبنديز يو په يو اعلانيدل، په خلکو کې وارخطايي او ګډوډۍ رامنځ ته کړه. د ترکيې د کورنيو چارو وزارت هغه وخت دغه ۲۴ ساعته ګرځبنديز د ترکيې د لويو ښارونو، استانبول، انقره او ايزمير په ګډون، په ۳۱ ښارونو کې اعلان کړی وو.

د سوداو اخيستلو پر وخت ګڼه ګوڼه

دغه امر، د ګرځبنديز له پيليدو څخه دوه ساعته مخکې اعلان شوی وو. په همدې دليل د جمعې په شپه د ترکيې په ښارونو، مغازو او مارکيټونو کې په ناڅاپي توګه د خلکو ګڼه ګوڼه رامنځ ته شوه. منتقدانو حکومت په دې تورن کړ چې په دغه ناسم اقدام سره يې خلک لا ډير په کرونا ويروس د اخته کيدو له خطر سره مخ کړي دي.

د ترکيې د کورنيو چارو وزير، سليمان سويلو د يکشنبې په ورځ د دغو بې نظميو مسئوليت په غاړه واخيست او له امله يې خپله استعفا وړاندې کړه. خو اردوغان د هغه استعفا رد کړه او سويلو پر خپله دنده پاتې شو.

د جمعې په ماښام د ناڅاپي اعلان سره، د ترکېې په ښارونو په مارکيټونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډيره شوهانځور: Getty Images/Y. Akgul

اردوغان په خپلې يوې تلويزيوني وينا کې وويل چې غواړي د پسرلي په ښه هوا کې د خلکو د ګرځيدو او غونډيدو څخه مخنيوي وکړي تر څو په خلکو کې د کرونا ويروس د ابتلا خطر ډير شوی نه وي. خو مهمې ادارې او نانوايانې به خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکوي.

نژدې ۱۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د ترکيې د عامې روغتيا وزير فخرالدين کوجا په يوه ټويټري پیغام کې ويلي دي، چې په هيواد کې يې په کرونا يا کوويد-۱۹ ويروس د مبتلايانو شمير څه باندې ۶۱ زرو ته رسيدلی دی. هغه زياته کړې چې د دغې ناروغۍ له امله تر اوسه ۱۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ترکيې شاوخوا يوه مياشت مخکې د کرونا ويروس د لومړنۍ مثبتې پيښې څخه خبر ورکړ. د رسمي رپوټونو پر اساس، د استانبول ډير نفوس درلودونکی ښار، تر ټولو ډير له کرونا ويروس څخه اغيزمن شوی دی.

د ترکيې حکومت تر اوسه د کرونا د خپريدو د مخنيوي په موخه يو لړ تدابير عملي کړي دي. ښوونځي، قهوه خانې، شراب خانې او فرهنګي ادارې تړل شوي دي او ډير نور ځايونه قرنطين شوي دي.

 mks, zn, am, nf (dpa, afp)

دلته د افغانستان په خوست ولايت کې د ګرځبنديز ورځو په اړه يو ويډيويي رپوټ کتلای شئ آرشيف:

په خوست کې د قرنطین سختې ورځې

02:30

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب