د ترکيې د سمندري سرحد ساتونکو چارواکو ويلي دي چي د دې هیواد په لوېديځ کي د ايزمير ساحل ته نژدې د مهاجرو يوه کښتۍ ډوبه سوې ده. زياته سوې چي د حادثې وروسته دوه کسان په لامبو تر وچې رسېدلي او چارواکو ته يې د ډوبي سوي کښتۍ احوال ورکړی دی.
ژوندي پاته سوو دوو کسانو ځان له ډوبېدونکې کښتۍ څخه ژغورلی. هغوی چارواکو ته ويلي چي په کښتۍ کي ټول ټال ۱۲ کسان سپاره ول. د کښتۍ پاتې لس کسان لادرکه دي او برخليک يې نه دی معلوم.
په عيني حال کي د ترکيې په شمال لوېديځ کي ۷۳ مهاجر نيول سوي دي. د ترکيې د رسمي خبري آژانس انادولو د خبر له مخي ياد شمېر مهاجر چي تعلق يې د عراق، ايران او افغانستان سره دی د کيرکلارېلي په ولايت کي د بلغاريې د سرحد سره نيول سوي دي.
په خبر کي راغلي چي د ترکيې په سويل لوېديځ موګلا سيمه کي ۲۱ نور مهاجر نيول سوي دي چي پکښي سوريايان، فلسطينيان او سوماليايان شامل دي. دغو نيول سوو کسانو کوښښ کاوه چي د کښتۍ په مرسته د اروپايي اتحاديې پولو ته داخل سي.
ترکيې تر ۳،۵ میليونو څخه زياتو مهاجرو ته ځای ورکړی چي اکثريت يې سوريايان دي. د ۲۰۱۶ کال په مارچ مياشت کي د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ د ځانګړي تړون د لاسليک کېدو وروسته د هغو مهاجرو شمېر په لوړه اندازه کم سوی چي د ترکيې څخه يوناني ټاپوګانو ته د آژه سمندر په لاره ځان رسوي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (26.05.2016):
په مدیترانه کې د کډوالو د کښتې د ډوبیدو انځورونه
د ایتالیا سمندري ځواکونو په مدیترانه کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو انځورونه خپاره کړي دي. په دې کښتۍ کې ۵۰۰ کسان سپاره وو. په روان کال کې شاوخوا ۱۳۷۰ انسانان اروپا ته د رسیدو په هڅه کې ډوب شوي دي.
انځور: Reuters/Marina Militareد ایټالیا د سمندري ځواکونو کښتۍ د چهارشنبې په ورځ د هغو کډوالو مرستې ته ورسیده چې د کب نیوونکو په یوې وړوکې کښتۍ کې په مدیترانه سمندر کې په حرکت کې وه. په روان کال کې له ۴۰ زرو څخه ډیر کډوال له مدیترانه سمندر څخه ایټالیا ته لیږدول شوي دي.
انځور: Reuters/Marina Militareدغه زړه کښتۍ هغه وخت چپه شوه چې کډوال یې یوازې یوې خوا ته راټول شول. ځینې کډوالو ځانونه له کښتۍ ځانونه سمندر ته اچولي وو. ډیر کډوالو د ژغورنې واسکټونه هم په تن کې لرل.
انځور: Reuters/Marina Militareد کښتې تر چپه کیدو وروسته په هغې کې سپرو کسانو په سمندر کې لامبو پیل کړه. د ایټالیا سمندري ځواکونو ویلي دي چې په دې پیښه کې لږ تر لږه پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: Reuters/Marina Militareیوې بلې کښتۍ هم له کډوالو سره د مرستې په موخه سیمې ته یوه څرخي الوتکه استولې ده. هغوی کډوالو ته د ژغورنې واسکټونه ورسول.
انځور: Reuters/Marina Militareد مهاجرت نړیوال سازمان ویلي دي چې په روان کال کې لږ تر لږه ۱۳۷۰ کسان اروپا ته د رسیدو پر لاره په اوبو کې ډوب شوي دي.
انځور: Reuters/Marina Militareد ایټالیا سمندري ځواکونو اعلان کړی دی چې په ټوله کې ۵۶۲ تنه کډوال له دې ډوبیدونکې کښتۍ څخه ژغورل شوي دي. اروپايي چارواکي اندیښنه لري چې د هوا له ګرمیدو سره ښایي ډیری کسان د مدیترانې له لارې اروپا ته د رسیدو هڅه وکړي.
انځور: Reuters/Marina Militareچارواکي وایي چې د کډوالو په مخ د بالکان هیوادونو د لارې تر تړل کیدو وروسته اوس ډیری پناه غوښتونکي د مدیترانې له لارې اروپا ته رسیدو هڅه کوي.
انځور: Reuters/Marina Militare