په ۲۵،۲ فیصده سره انفلاسیون په ترکیه کي د تیرو ۱۵ کلونو راهیسي خپل اوج ته رسیدلی دی. په دې سره ترکۍ لیرې هم خپل ارزښت له لاسه ورکړی او د ټولو شیانو بيې هم ورسره لوړي سوي دي.
اعلان
انفلاسیون په ترکیه کي کومه نوې خبره نه ده. د تیر قرن په نوي يمو کلونو کي هغه ۹۰ فیصده ؤ. خو د ۲۰۰۱ م کال تر اقتصادي بحران وروسته د سپما د جدي پروگرام، د بين المللي وجهي صندوق د کومکونو او سیاسي ثبات په نتیجه کي، کوم چي د حکومتي ګوند AKP په واسطه رامنځته سوی ؤ، د انفلاسیون درجه هم ورسره راکښته سوه. خو اوس د AKP د حزب تر ۱۶ کلن اقتدار وروسته بیرته عین مشکل رامنځته سوی دی: یعني بې ثباته اقتصاد او د انفلاسیون لوړه درجه.
د ترکيې د احصایې او ارقامو د مرکزي دفتر په حواله په اکتوبر میاشت کي په ۲۵،۲ فیصده سره انفلاسیون د تیرو ۱۵ کلونو راهیسي خپل اوج ته رسیدلی دی. په ۱۲،۲۴ فیصده سره تر ټولو ډیر بیا د کالو او بوټونو بیي لوړي سوي دي. ملکیتونه او جایدادونه هم ۴،۱۵ فیصده لوړ سوي دي. غذايي مواد ۳،۲۲ فیصده لوړ سوي دي. په دې ډول سره د بين المللي وجهي صندوق له خوا د انفلاسیون د درجې د نشرولو په لست کي ترکیه د ۱۸۰ هیوادونو د جملې څخه د لسو لومړیو هیوادونو په قطار کي راځي.
د ترکيې د مالیې وزیر بېرات البایرک که څه هم اعلان کړی دی، چي په نومبر او ډسمبر میاشتو کي به د انفلاسیون درجه راکښته سي، خو د دې برعکس بیا اقتصادپوهان دا کار عملي نه بولي.
په نومبر او ډسمبر کي به انفلاسیون نور هم ډیر سي
د استانبول د تخنیکي پوهنتون اقتصادپوه ، پروفیسر اوینر گوین چاودي معتقده دی، چي ترکيه په اوس وخت کي د عملي اقتصاد سره مشکل لري: «شرکتونه نه سي کولای خپل قیمتونه تعین کړي، ځکه هغه یې د مصارفو سم انعکاس نه کوي. دوی مجبوره دي قیمتونه لوړ تعیين کړي. دا بیا په خپل ذات کي یوه شیطاني دایره جوړوي او تر کومه وخته پوري چي قیمتونه لوړیږي، ورسره انفلاسیون هم لوړيږي.»
گوین چاودي په تیر سپټمبر کي د انفلاسیون پرضد حکومتي تدابیرو باندي هم انتقاد وکړ او ویې ویل، چي حکومتي تدابیرو فقط «سمبولیک» شکل درلود. دئ اټکل کوي، چي انفلاسیون به په ۲۰۱۹ م کال کي هم دوام وکړي.
انفلاسیون په عین حال کي د لیرې پر ارزښت باندي هم تأثیر کوي، چي دا په خپل ذات کي د واردي مالونو بیي لوړوي او هغه بیا بیرته د مالونو بيي د ځانه سره لوړوي.
لیرې خپل ارزښت هغه وخت لا له لاسه ورکړ، کله چي امریکايي راهب اندریف برنسن په ترکیه کي بندي سو او د امريکا حکومت پر ترکيې باندي ځیني تعزیرات وضع کړل.
د اقتصادپوه اویگور گویرزس په نظر بیا تر هغو پوري د انفلاسیون درجه نه سي راکښته کیدلای، تر څو پوري چي خصوصأ د انرژۍ بیي نه وي کنټرول سوي. د انرژۍ بیي په کال کې ۸۰ فیصده لوړيږي او تر څو پوري چي هغه لوړيږي، دا به د ټولو مالونو او شیانو پر قیمتونو باندي هم تأثیر وکړي او ورسره به یې لوړ کړي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 26.03.2018)
په استانبول کې څومره اروپا نغښتې ده؟
د اړیکو پر بحران سربیره هم اروپا او ترکیه مشترک ټکي لري. د مثال په ډول استانبول. دغه ۱۵ میلیوني ښار نه یوازې د جغرافیایي موقیعت له مخې د اروپا یوه برخه ده بلکې په دغه ښار کې نور تضادونه هم لیدل کیږي.
انځور: Rena Effendi
استانبول د نورو ښارونو په کتگورۍ کې نه راځي
استانبول د نړۍ یوازینی ښار دی چې په دوو لویو وچو اروپا او آسیا کي پروت دی. په دغه ښار کی په موازي ډول عنعنه او عصریتوب، دین او سیکولار ژوند داسې ډول پر مخ ځي چې په بل ځای کې نه موندل کیږي. د زیاترو کسانو په نظر همدا خبره د دغه ښار ځانگړتیا ده.
انځور: Rena Effendi
د نړۍ دوه زره کلن تاریخ درلودونکی ښار
استانبول څه د پاسه ۲۶۰۰ کاله تاریخي قدامت لري چی اغیز یې تر نن ورځي پوری لیدلي کیږي. د دغه ښار د په لاس راوړلو له پاره پارسیانو، یونانیانو، رومیانو او عثمانیانو له او یو بل سره شخړې کړي دي. قسطنطنیه وروسته د عثمانیانو مرکز وو او په ۱۹۳۰ کی یې نوم په استانبول واوښت.
انځور: Rena Effendi
د دوو نړیو ترمنځ
بوسپوروس یا بسفر تنګی د استانبول زړه جوړوي. دغه سمندر د نوموړي ښار اروپایي او آسیایی برخه سره بیلوي. هره ورځ بیړۍ په لسونو زره کسان له یوې برخې څخه بلې برخې ته انتقالوي. دغه سفر د شلو دقیقو په شاوخوا کی وخت نیسي.
انځور: Rena Effendi
پُلونو دغه ښار سره نښلولی دی
د گالاتا له پله څخه کښتۍ او نور څه ښه لیدل کیږي. کب نیونکي یو بل ته نژدې د یوه ښه ښکار له پاره ولاړ دي. همدارنگه دوکانداران، سیلانیان، بوټ پاکوونکي او د جوارو خرڅوونکي هم لیدل کیږي. دلته لومړنی پُل په ۱۸۴۵ کال کې جوړ سوی دی. په هغه وخت کې دغه ښار قسطنطنیه نومیده.
انځور: Rena Effendi
اروپا یو احساس دی
یو کب نیونکی وایی «زما نوم ویفکي دی. زه ځان اروپایی احساسوم. موږ د لازیاتي آزدۍ په هیله یو. له همدې کبله باید اروپایی ټولنه او ترکیه یو وار بیا سره نژدې سي. ویفکي متقاعد دی او د کب نیولو سره شوق لري. د هغه په خبره په بازار کی د دوو کیلو ماهیانو په بدل کی د اته یورو معادلې پیسې په لاس راوړي.
انځور: Rena Effendi
د ښار په زړه کی منارونه او گُنبدی
د ښار په زړه د تقسیم په میدان کی ودانۍ. په ډیر سرعت سره دلته د یوه نوي مسجد چی ۳۰ متره لوړه گُنبده او دوه منارونه لري، د جوړولو چاری روانی دي او باید په ۲۰۱۹ کال کی تر انتخاباتو پوری بشپړه سي. منتقدین بیا وایی چی د ترکیی ولسمشر طیب رجب ادروغان غواړی دغه ځای ته د اروپایی او سیکولارې څیرې پر ځای اسلامی محافظه کاره او نوې عثماني څیره ورکړي.