1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسویډن

ترکیه اوس هم له ناټو سره د سویډن د یوځای کیدو مخالفت کوي

۱۴۰۱ دی ۱۹, دوشنبه

سویډن وایي چې له ناټو سره د یوځای کیدو له پاره یي خپلې ژمنې عملي کړي، خو ترکیه اوس هم له مخالفت څخه لاس نه اخلي. ترکیه له سویډن څخه د یو شمیر کُردي فعالانو د سپارلو غوښتنه کوي، خو ستاکهولم وايي دا شرط د منلو وړ نه دی.

Türkei Schweden Ulf Kristersson und Recep Tayyip Erdogan
انځور: Mustafa Kaya/Xinhua/picture alliance

د سویډن د لومړي وزیر اولف کریستروسون، په خبره د ترکیې حکومت ټینګار کړی دی، سویډن چې کومه ژمنه کړې وه هغه یي عملي کړې ده، خو اوس هم له ناټو سره د دغه هیواد له یوځای کیدو سره مخالفت کوي. 

نوموړي په دې ارتباط وویل، سویډن د نظامي ائتلاف د غړي په توګه د نورو ترڅنګ لیواله دې چې د ناټو د توغندیو په ګډ دفاعي سیستم کې د بالتیک هیوادونو، تور سمندر او ایسلنډ پر فضا ګزمې کولو کې ګډون وکړي.

اردوغان ناټو ته د فنلنډ او سویډن د شاملیدو سره بیا هم مخالفت کوي

کریسترسون، د یکشنبې (د جنورۍ ۸ نیټه) په ورځ د سويډن په لویدیځ سلن، کې یوه امنیتي او دفاعي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې انقرې تر دې ډیرې غوښتنې مطرح کړي دي، هغه غوښتنې چې عملي نه دي.

د سویډن لومړي وزیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل: «ترکیه به له ناټو سره د سویډن له الحاق سره موافقه وکړي. خو موږ یوازې پر دې نه پوهیږو چې څه وخت».

د فنلنډ د پیوستون اعلان

سویډن او فنلنډ د ۲۰۲۲م کال د می په میاشت کې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته په ناټو کې د شاملیدو غوښتنه وکړه. د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پکاهاویستو، د سلن په امنیتي کنفرانس کې وویل، هیواد به یي سويډن ته منتظر پاتې شي، څو په ګډه په ناټو کې شامل شي.

نوموړي زیاته کړه: «مونږ په ګډه ناټو ته غوښتنلیک وړاندې کړی دی او په ګډه به دغه بهیر بشپړوو. سویډن زموږ تر ټولو ښه دوست او شریک دی. له سویډن پرته له ناټو سره یوځای کیدل مو په ګټه نه دی».

د ناټو د توسعې په هکله د اروپايي هیوادونو بې طرفي مخ پر کمیدو ده

ترکیه «د ترهګریزو سازمانونو لکه د PKK ګوند څخه د ملاتړ» د ادعا په استناد په ناټو کې د اروپا د شمالي هیوادونو د شاملیدو مخالفت کوي. انقره له «تروریزم» سره د دغو هیوادونو د لا زیاتې مبارزې او له خپلو هیوادونو څخه د لسګونو کسانو د اخراجولو او دغه هیواد ته د سپارلو غوښتنه کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم د یکشنبې په ورځ په یوه کنفرانس کې وویل: «ډ‌اډمن یم چې ترکیه به د سویډن او فنلنډ غړيتوب ومني او فکر کوم چې دا کار باید ډیر زر وشي».

د شمالي اتلانتیک له پوځي تړون (ناټو) سره د یوه نوي غړي یوځای کیدلو له پاره د ټولو غړو هیوادونو موافقه لازمي وي.

آژآنسونه: ش.ن/ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب