په ترکیه کي د جرمني د سفارت د یوه وکیل بندي کیدل د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ تشنج نور هم ډير کړی دی .اوس د المان د بهرنیو چارو وزیر د جي شل غونډي په څنډه کي خپل ترکي سیال ته د دې کبله اعتراض کړی.
اعلان
د جي شل غونډي د خارجه وزیرانو په څنډه کي د جرمني خارجه وزیر، هایکو ماس د خپل ترکي سیال مولود چاوش اوغلو سره ولیدل. په دې ترڅ کي د جرمني د سفارت د یوه وکیل د بندي کیدو په باب خبري سوي دي. تر دغي لیدني وروسته ماس وویل، «ما یو وار بیا هغه ته وویل، چي موږ د دې کار سره هیڅ تفاهم نه لرو.» په خبره یې دا داسي یوه قضیه ده، لکه د نورو ډیرو کسانو بندي کیدل، چي «غیر قابل درک او د منلو وړ» نه دي.
چاوش اوغلو په خپل وار هایکو ماس ته ویلي چي دغه قضیه به په ترکي قضأ کي وڅيړل سي او د هغه په خبره »موږ غواړو د جرمني سره په ډیالوگ کي پاته سو«.
د ترکیې پولیسو د همدې کال د سپټامبر میاشتي په نیمايي کي دغه وکیل بندي کړی ؤ. اوس د دې شک موجود دی چي ده به د هغو ترکانو په باب چي په جرمني کي یې سیاسي پناه ورکړې ده، حساس ارقام له ځانه سره درلودل. دغه ارقام او اعداد کیدلای سي، اوس د ترکي چارواکو لاسونو ته ولویږي.
۶۰ جرمنيان په ترکي محبسونو کي دي
ماس غواړي د نوي قضیې څخه په استفادې سره په ترکیه کي د نورو الماني اتباعو د بندي کیدو په باب هم، کوم چی مثلأ د نورو ترڅنگ په ترهگري اعمالو باندي تورن دي، خبري وکړي. په خبره یې «موږ غواړو چي دغه ټولي قضیې حل سي. او تر هغه وخته پوري چي داسي نه وي سوي، هغه به د دواړو هیوادونو د روابطو د عادي کیدو په لار کي همیشه یو خنډ پاته سي.»
د جرمني د خارجه وزارت په حواله په ترکیه کي اوس ۶۰ الماني اتباع بندیان دي. پر ۵۵ نورو باندي د ترکیې څخه د وتلو بندیز لگیدلی دی. خو وزارت دا ونه ویل، چي د هغو څو قضیې یې سیاسي جنبه لري.
په جاپان کي د مهمو اقتصادي قدرتونو د خارجه وزیرانو د جي شل غونډه د پرون ماښام (د نومبر میاشتي ۲۲ مه نیټه) په ډوډۍ سره پیل سوه. د هغه په رسمي اجنډا کي د افریقا سیاست، ازاد تجارت او د ۲۰۳۰ م کال له پاره د ملگرو ملتونو د دوام او ثبات اهداف شامل دي. د یوې وروستۍ اعلامیې صادریدل نه دي پلان سوي. دا هم په داسي حال کي چي د امريکا متحده ايالاتو خارجه وزیر، مایک پوپمویې یوازي خپل معيين ورلیږلی او د فرانسې او بریتانیې خارجه وزیران هم نه دي ورغلي.
په دې سره به د جاپان له پاره د جي شل سرمشریزي ریاست هم پای ته ورسیږي او د همدې کال د ډسمبر میاشتي پر اوله به یې سعودي عربستان پرغاړه واخلي.
په استانبول کې څومره اروپا نغښتې ده؟
د اړیکو پر بحران سربیره هم اروپا او ترکیه مشترک ټکي لري. د مثال په ډول استانبول. دغه ۱۵ میلیوني ښار نه یوازې د جغرافیایي موقیعت له مخې د اروپا یوه برخه ده بلکې په دغه ښار کې نور تضادونه هم لیدل کیږي.
انځور: Rena Effendi
استانبول د نورو ښارونو په کتگورۍ کې نه راځي
استانبول د نړۍ یوازینی ښار دی چې په دوو لویو وچو اروپا او آسیا کي پروت دی. په دغه ښار کی په موازي ډول عنعنه او عصریتوب، دین او سیکولار ژوند داسې ډول پر مخ ځي چې په بل ځای کې نه موندل کیږي. د زیاترو کسانو په نظر همدا خبره د دغه ښار ځانگړتیا ده.
انځور: Rena Effendi
د نړۍ دوه زره کلن تاریخ درلودونکی ښار
استانبول څه د پاسه ۲۶۰۰ کاله تاریخي قدامت لري چی اغیز یې تر نن ورځي پوری لیدلي کیږي. د دغه ښار د په لاس راوړلو له پاره پارسیانو، یونانیانو، رومیانو او عثمانیانو له او یو بل سره شخړې کړي دي. قسطنطنیه وروسته د عثمانیانو مرکز وو او په ۱۹۳۰ کی یې نوم په استانبول واوښت.
انځور: Rena Effendi
د دوو نړیو ترمنځ
بوسپوروس یا بسفر تنګی د استانبول زړه جوړوي. دغه سمندر د نوموړي ښار اروپایي او آسیایی برخه سره بیلوي. هره ورځ بیړۍ په لسونو زره کسان له یوې برخې څخه بلې برخې ته انتقالوي. دغه سفر د شلو دقیقو په شاوخوا کی وخت نیسي.
انځور: Rena Effendi
پُلونو دغه ښار سره نښلولی دی
د گالاتا له پله څخه کښتۍ او نور څه ښه لیدل کیږي. کب نیونکي یو بل ته نژدې د یوه ښه ښکار له پاره ولاړ دي. همدارنگه دوکانداران، سیلانیان، بوټ پاکوونکي او د جوارو خرڅوونکي هم لیدل کیږي. دلته لومړنی پُل په ۱۸۴۵ کال کې جوړ سوی دی. په هغه وخت کې دغه ښار قسطنطنیه نومیده.
انځور: Rena Effendi
اروپا یو احساس دی
یو کب نیونکی وایی «زما نوم ویفکي دی. زه ځان اروپایی احساسوم. موږ د لازیاتي آزدۍ په هیله یو. له همدې کبله باید اروپایی ټولنه او ترکیه یو وار بیا سره نژدې سي. ویفکي متقاعد دی او د کب نیولو سره شوق لري. د هغه په خبره په بازار کی د دوو کیلو ماهیانو په بدل کی د اته یورو معادلې پیسې په لاس راوړي.
انځور: Rena Effendi
د ښار په زړه کی منارونه او گُنبدی
د ښار په زړه د تقسیم په میدان کی ودانۍ. په ډیر سرعت سره دلته د یوه نوي مسجد چی ۳۰ متره لوړه گُنبده او دوه منارونه لري، د جوړولو چاری روانی دي او باید په ۲۰۱۹ کال کی تر انتخاباتو پوری بشپړه سي. منتقدین بیا وایی چی د ترکیی ولسمشر طیب رجب ادروغان غواړی دغه ځای ته د اروپایی او سیکولارې څیرې پر ځای اسلامی محافظه کاره او نوې عثماني څیره ورکړي.