1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه د داعش جنګیالي اخراجوي

۱۳۹۸ آبان ۲۰, دوشنبه

د ترکیې د معلوماتو له مخې په پام کې ده چې د داعش یو آلمانی او یو ډنمارکی غړی به د دوشنبې په ورځ اخراج شي. د انقرې د معلوماتو له مخې به نور اخراجونه د پنجشنبې په ورځ تر سره شي. برلین لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

Türkei Verhaftung mutmaßlicher IS-Kämpfer
انځور: Getty Images/AFPB. Kilic

ترکیه غواړي چې په روانه اوونۍ کې د داعش ترهګرې ډلې ډیر شمیر جنګیالي اخراج کړي. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل جاتکلي، په خبره اته آلمانان، یوولس فرانسویان او یو ډنمارکی په لېست کې شامل دي. د هغه په خبره د داعش یو آلمانی او یو ډنمارکی غړی به د دوشنبې په ورځ اخراج شي او نور د داعش سره تړاو درلودونکي به د پنجشنبې په ورځ له دغه هیواده وایستل شي.

د دغه ویاند په خبره د داعش یو غړی چې له متحده ایالاتو سره تړاو لري، له ترکیې څخه اخراج شوی دی. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د پنجشنبې په ورځ د دغه لړۍ د پيلولو اعلان کړی وو.

د آلمان حکومت لا کوم غبرګون نه دی ښوولی

دا چې دقیقا دغه کسان څوک دي، په هکله یې معلومات نه شته. برلین یا د نورو هیوادونو پلازمینو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، تیره اوونۍ یوازې ویلي وو چې له ترکیې څخه په دې هکله کوم معلومات نه دي ورکړل شوي. د هغه په خبره که چیرې دغه کسان آلماني اتباع وي، نو د آلمان حکومت د هغوی د بیرته منلو مکلفیت لري.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د معلوماتو له مخې اوسمهال د داعش ۱۱۴۹ پلویان د دغه هیواد په زندانونو کې دي. د هغه په خبره په دغه ډله کې ۷۳۷ تنه بهرني اتباع دي. د اردوغان د ارتباطاتو رئیس فحرتین التون، آلمانۍ ورځپاڼې «شتوتګارتر څایتونگ» ته ویلي وو چې ترکیه غواړي په ټوله کې د داعش ۲۰ آلماني غړي اخراج کړي.

د داعش جنگيالو د کورنيو غړي يه سوريه کې په کمپونو کې ساتل کيږيانځور: Getty Images/D. Souleiman

خو ډیر شمیر اروپايي هیوادونو تر اوسه له دې ډډه کړې ده چې د داعش هغه غړي بیرته ومني چې د سوریې په شمال کې د کردي ولسي واحدونو (وای پي جي) په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (اس ډي اف) نیولي دي.

«ترکیه د هر چا د داعش د غړو هوټل نه دی»

ترکیې د اکتوبر میاشتې په نهمه نېټه د سوریې په شمال کې د کردي ولسي واحدونو پر ضد پوځي عملیات پيل کړل. ترکیه دغه ولسي واحدونه د ترهګر سازمان په توګه انګیري.

د انقرې د معلوماتو له مخې د دغه پوځي عملیاتو په ترڅ کې د داعش ۲۸۷ پلویان نیول شوي دي، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د انقرې حکومت پر اروپایي هیوادونو لکه بریتانیې او هالنډ باندې تور لګوي چې له مسوولیت څخه تیښته کوي او په ترڅ کې یې د داعش له جنګیالیو څخه د هیواد تابعیت اخلي او په دې ترتیب د هغوی له بیرته منلو څخه ډډه کوي.

څه موده مخکې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ویلي وو چې ترکیه د هر چا د داعش د غړو هوټل نه دی.

sr/bs (afp, dpa, rtr)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب