د دولتي خبري آژانس انادولو په حواله، د ترکيي د دفاع وزير هولوسي اکار په استانبول کي د يوي نظامي اکاډمۍ مخي ته د خپلي وينا په ترڅ کي ويلي دي چي په دې اړه آمادگۍ رواني دي. په خبره يې «د عملياتو په اړه به زموږ هلي ځلي دوام وکړي.» همدرانگه کردۍ سرچينو هم د عملياتو د پيل په اړه تر اوسه کوم څه نه دي ويلي.
په سوريه کي د کردانو خودمختاري ادارې هم د چهارشنبې په ورځ خپلو ټولو ځواکونو ته د تيارسی اعلان کړی دی. د هغوی په يوه اعلاميه کي راغلي دي چي، د ترکيې او د سوريايي مليشو گواښونو ته په کتو سره، له ټولو څخه غوښتنه سوې ده چي ځانونه سرحد ته ورسوي، تر څو په دغه تاريخي ستونزمن وخت کي «خپل مقاومت» ښکاره کړي. په ټوله نړۍ کي له کردانو څخه غوښتنه سوې ده چي ددغو بريدونو په مقابل کي مظاهرې وکړي.
د کردي مليشو تر رهبرۍ لاندي د سوريې دموکراتيکو ځواکونو (SDF) له خوا ويل سوي چي په سيمه او د ترکيي د سرحد هاخوا ته د پوځي بيارغونو ټولي نخښې نښانې پر دې دلالت کوي چي زموږ سرحدي سيمه به د ترکانو او د هغوی د سوريايي متحدينو له خوا تر بريد لاندي راسي. يادو ځواکونو له نړيوالي ټولني او د نړيوال ائتلاف له ټولو هيوادونو څخه غوښتي چي خپل مکلفيت ادا او د يوه بشري ناورين مخه ونيسي.
دغه بريدونه د الفرات د رود ختيځي برخي د کردانو ځواکونو ته متوجه دي. په دغه ځاي کي له ترکيې سره په سرحد کي، کردي مليشې لويي سيمي کنترولوي. انقره په دغو مليشو کي ديوه ترهگري سازمان د موجوديت گومان کوي. دغه مليشې په عين وخت کي د خپل قوي متحد امريکا متحده ايالاتو سره په گډه په سوريه کي د داعش پرضد مبارزه کوي. خو د امريکا متحده ايالاتو بيا خپل ځواکونه له نوموړي سيمي څخه راايستلي دي.
دا چي دغه عمليات به کله شروع کيږي، تراوسه لا معلومه نه ده. د ترکيي د ولسمشر رجب طيب اردوغان د ارتباطاتو مدير، فاهريتين آلتون د واشنگټن پوست ورځپاڼي ته د يوه ليکلي پيغام په ترڅ کي ليکلي دي چي ترکيه غواړي په لنډ وخت کي د سوريي شمال ته ننوزي.
هره ورځ نژدې ۳۰ زره انسانان بې کوره کيږي
د نړۍ په کچه هره ورځ ۲۸۳۰۰ تنه انسانان دې ته اړ کيږي چې خپل کورنه پريږدي او یا مهاجر شي. په حاضر وخت کې افغانستان تر سوريې وروسته د زياتو مهاجرو په لرلو دويم ځای لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sajjadپه اوس وخت کې د نړۍ په کچه ۶۵ اعشاريه ۶ ميليونه انسانان جبرا خپلو کورونو پريښودو ته اړ ايستل شوي دي.
انځور: Reuters/Y. Behrakisاوسمهال په ټوله نړۍ کې ۲۲ نيم ميليونه انسان د مهاجرت ژوند کوي.
انځور: picture-alliance/AA/H. Babanهره ورځ د نړۍ په کچه ۲۸۳۰۰ تنه انسانان مهاجرت او يا خپلو کورنو پريښودو ته اړ ايستل کیږي.
انځور: Getty Images/M. Cardyد نړۍ د پنځه ويشت نيم ميليون مهاجرو څخه ۱۷ اعشاريه ۲ ميليونه يې ماشومان تشکيلوي
انځور: picture-alliance/dpaد نړۍ له مهاجرو څخه ۵ اعشاريه ۳ ميليونه يې فلسطيني مهاجر دي چې د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې لخوا راجستر شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/H. Ammarاوس مهال په ټوله نړۍ کې ۱۰ ميليونه انسانان په بې کورۍ کې ژوند کوي.
انځور: picture-alliance/dpaسوريه، افغانستان او سويلي سوډان د نړۍ تر ټولو زيات مهاجر (۵۵ سلنه برخه) تشکيلوي.
انځور: Getty Images/AFP/K. Mazraawiسوريه د نړۍ تر ټولو زيات (پنځه نيم ميليونه) مهاجر لرونکی هيواد دی.
افغانستان د دوه نيم ميليونه مهاجرو په لرلو دويم هيواد دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sajjadدغه ملک د ۱ اعشاريه ۴ ميليونو مهاجرو په لرلو د نړۍ په کچه دريم تر ټولو زيات مهاجر لرونکی هيواد دی.
انځور: Getty Images/N. Behring-Chisholmيوازې په ۲۰۱۶ کال کې ۱۸۹۳۰۰ مهاجر ځای پرځای شوي دي.
انځور: DW/D. Cupoloد مهاجرو د ځاي په ځاي کيدو لپاره لمړني کورونه د سترو کمپونو په بڼه تياريږي.
انځور: picture-alliance/dpa/U.O. Simsekد سوريايي مهاجرو د يو کمپ يوه څنډه. په کمپ کې نوی ژوند تر ډيره بريده يوه ترخه تجربه هم وي.
انځور: Getty Images/AFP/K. Mazraawiاروپا ته د اکثرو مهاجرو د تلو يو عمده مقصد ښه ژوند لرل او تر يو بريده کاروبار دی.
انځور: Getty Images/S. Gallupپه تيرو درو کلونو کې تر ډيره اروپا ته مهاجرتونه وسول، په دې لار کې مهاجر سختو تکليفونو سره مخ کيږي.
انځور: Reuters/G. Moutafis۲۰۱۶ کال د مهاجرو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو. يوازې اروپا د تلو پر وخت سمندر کې شاوخوا ۴۵۰۰ انسانان اوبو کې مړه شول.
انځور: Reuters/A. Konstantinidisيوازې د ملګرو ملتونه د مهاجرت اداره د نړۍ په ۱۳۰ هيوادونو کې د مهاجرو په چارو کې مرستندويه فعاليتونه کوي. په دې برخه کې نور سازمانونه هم اخته دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Lynchارقام: د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره. انځورنه: دويچه ويله آرشيف. چمتو کونکی: محمد کريم صالح
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sajjad G.P/N.Z/dpa