1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه: د کښتۍ د ډوبولو په تور يو تن په زر کاله بند محکوم شوی

۱۴۰۱ آبان ۵, پنجشنبه

د ترکیې په ختیځ کې د ۶۱ کډوالو د کښتۍ له ډوبیدو شاوخوا دوه کاله وروسته، یو تورن کس په ۱۰۰۰ کلونو بند محکوم سو. په دغه پېښه کې ۲۴ افغانانو هم ژوند له لاسه ورکړی وو.

د يونان لیسبوس ټاپو ته څېرمه د مهاجرو کښتۍ
د يونان لیسبوس ټاپو ته څېرمه د مهاجرو کښتۍانځور: Marios Lolos/Xinhua/IMAGO

د ترکیې «DHA» رسمې خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ترکیې په ختیځ کې د ۶۱ کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې یو تورن کس په ۱۰۰۰ کلونو بند محکوم سوی دی. د دغې رسنۍ د معلوماتو له مخې، پاتې نور تورن کسان بې ګناه ثابت سوي دي.

په ترکیه کي په ۶۰ مهاجرو ډکه کښتۍ ډوبه سوې، اوه جسدونه پیدا سوي

 د دې محاکمې په پیل کې، ۱۲ کسان محکمې ته حاضر شول څو یې پر نورو سربیره  د مهاجرینو د قاچاق ، وژنې او بې پروایۍ له امله ځواب ويلای وای. 

دا کښتۍ د ۲۰۲۰ م کال په جون مياشت کې د وان جهيل څخه د تیریدو پر وخت ډوبه سوې وه. د ترکیې د رسمې خبري اژانس ډي ایچ ای د راپور پر بنسټ هغه وخت د یوه ماشوم په ګډون د ۶۱ کسانو مړي له اوبو څخه را ایستل سوي ول.

د مهاجرت نړيوال سازمان ويلي چې د تیر کال له پېل راهيسې د روان کال د سبتمبر مياشتې تر پای پورې ۵ زره کسان اروپا ته د کډوالۍ پر مهال مړه سوي دي.انځور: picture-alliance/Photoshot/M. Lolos

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دغه کډوال د افغانستان، پاکستان او ایران وګړي ول.

افغان چارواکو هم هغه وخت اعلان کړي وو چې پدی پیښه کې تر ۲۴ ډیر کسان چې کښتې کې غرق سوي، د افغانستان دي. هغه مهال ترکي چارواکو له ترکیې څخه افغانستان ته د دغو قربانیانو د جسدونو د لېږلو خبر ورکړی وو .

وان جهيل د ایران سره نیږدي موقیعت لری چې د ترکیې په خاوري پوری اړوند دی.

د تونس سواحلو ته څېرمه د ۳۴ مهاجرو مړي موندل شوي

د رپوټونو پر اساس قاچاق، کوونکي کډوال د وان جهيل له خطرناکې لارې تیروي څو هغوی د مهاجرت پر عادي مسیرونو د پوليسو له کنترول څخه بچ پاته سي.

ص. ز / ب. ص (dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب