1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناوريناروپا

ترکیه: د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کي ۱۹ افغان کډوال مړه سوي دي

نجيب الله زيارمل وريترز، د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۵ فروردین ۱۲, چهارشنبه

د ترکیې چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چي په اژې سمندر کي يوه چټکه کښتۍ چي افغان کډوال پکښې سپاره ول ډوبه سوې او د یوه ماشوم په ګډون ۱۹ کسان پکښې مړه سوي دي.

د ترکيې په بودروم ښار کي د پوليسو موټر
چارواکو ويلي دي چي ۲۰ کسان ژغور سوي او ۱۹ مړه سوي ديانځور: DHA

د ترکیې د ساحلي ګارد قومانداني ويلي دي چي هغه کښتۍ چې لسګونه کډوال یې لیږدول د ودریدو تکراري خبرداري ته يې پام و نه کړ او په لوړ سرعت سره یې د تیښتې هڅه وکړه.

د ترکیې د ساحلي ګارد په خبره کښتۍ په ناارامه اوبو کي لوړۍ د اوبو ډکه او وروسته ډوبه سوه، او زیاته یې کړه چي ۲۰ کسان یې ژغورلي دي.

د ترکيې او يونان له سرحدونو تېريدل «له ژوند سره لوبه» ده

دغه کښتۍ ساحلي ښار بودروم ته نږدې ډوبه سوه. دغه ښار یو مشهور سیاحتي ځای دی.

ترکي چارواکو په دې اړه څه ويلي؟

د ترکیې د ساحلي ګارد په وینا، د ژغورني ټیمونه چي د چورلکي په ملاتړ له نږدې ښار ازمیر څخه د پیښې ځای ته واستول سول وتوانیدل چي ۲۱ کسان وژغوري او ۱۸ جسدونه له اوبو څخه راوباسي. یو ژغورل شوی کډوال وروسته په روغتون کې مړ سو.

د یونان ساحلي ساتونکو ویلي دي چي په کښتۍ کې لږ تر لږه یو کس ورک دی او لټون یې روان دی.

د موغله ولایت والي ادریس آقبيق، چیرته چې بودروم ښار موقعیت لري، د اناتولي دولتي خبري آژانس ته وویل چې ټول کډوال، د یوه ماشوم په ګډون افغانان ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب