ترکیه نوی سیاسي پیل امتحانوي
ټام سټيفنسون / م.ق.ن.۱۳۹۵ مرداد ۱۷, یکشنبه[No title]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (31.07.2016):
د آلمان په کولن ښار کې د اردوغان د پلویانو مظاهره
د آلمان په کولن ښار کې د ترکیې د جمهور رییس رجب طیب اردوغان شاوخوا ۳۰ زره پلویان مظاهره کوي. په عین وخت کې د ترکیې د ولسمشر مخالفینو، او یوې ښې اړخې ډلې هم مظاهرو ته چمتوالی ښوولی دی.
د مظاهرې تنظیموونکي
په دې انځور کې د پلان شويو مظاهرو یو شمیر تنظیموونکي ښوول کیږي.
په آلمان کې میشت ډیر شمیر ترکان
د آلمان په کولن ښار کې ډیر شمیر ترکان ژوند کوي. د دغو ترکي اتباع رایي په ترکیې کې د میشتو سیاستوالو له پاره ډیر اهمیت لري.
په آلمان کې د ترکیې کورني مسایل
دغه میرمن د ترکیې او آلمان بیرغونه له ځان سره لیږدوي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر شتاینمایر، ویلي دي چې دا سمه نه ده چې د ترکیې کورنۍ ستونزې آلمان ته راوړل شي. هغه په بیلابیلو ډلو د ځغم غږ کړی دی.
امنیتي تدابیر
پولیسو د څلور مظاهره کوونکو اړخونو تر منځ د احتمالي تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره شدید امنیتي تدابیر نیولې دي. د اردوغان پلویان، د هغه مخالفان او ښي اړخي په یوه وخت کې مظاهره کوي.
ډیر شمیر پولیس
د کولن ښار پر یوه پله باندې د پولیسو اوبه پاشوونکی موټر ولاړ دی. د احتمالي تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره ۲۷۰۰ پولیس په دې سیمه کې توظیف شوي دي.
هر څوک باید خپل نظر وشي ویلی
د آلمان د زرغون ګوند مشر چم ازدمیر، ویلي دي چې د اردوغان منتقدین باید د هغه د پلویانو له خوا و نه ویرول شي.
د اردوغان ملاتړي
په آلمان کې میشت په زرهاو ترکان د اردوغان ملاتړ کوي. د هغوی له ډلې څخه یوه یې دویچه ویله ته وویل: «اردوغان زموږ قوماندان دی او موږ یې سرتیري یو.». انځور له ارشیف څخه.
د سیاسي اسلام په لور حرکت
۳۳ کلن اسماعیل دویچه ویله ته وویل چې د اردوغان ملاتړ کوي ځکه هغه د ترکیې دولت د ټولنې اسلامي ریښو ته نزدې کوي. انځور له ارشیف څخه.
د اردوغان د پریکړو ملاتړ
د اردوغان ډیر شمیر پلویان په دې اند دي چې هغه د ترکیې اقتصاد پیاوړی کړی.
ناکامه کودتا
اردوغان په خپل ضد تر ناکامې کودتا وروسته ډیر شمیر کسان نیولې او یا هم له دندو ګوښه کړي دي.
پر فتح الله ګولن نیوکې
اردوغان وایي چې فتح الله ګولن یې پر ضد کودتا رهبري کړې وه. ګولن په امریکا متحده ایالاتو کې دی او په کودتا کې خپله ښکیلتیا ردوي.