1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه کې د شپنو کمښت؛ حکومت یې له افغانستان سره مذاکرات کوي

۱۴۰۳ تیر ۲۴, یکشنبه

ترکیه اوسمهال د چوپانانو له شدید کمښت سره مخامخ ده. حکومت غواړي د دغه کمښت د پوره کولو له پاره بهرني چوپانان وګماري او په دې هکله له افغانستان سره مذاکرات کوي. ترکیه اوسمهال د شپنو له ۱۵۰ زره کسانو له کمښت سره مخامخ ده.

Türkei Afghanistan Schäfer Schafhirten
انځور: BULENT KILIC/AFP

د ترکیې د بزو [وزو] او پسونو د پالنې د اتحادیې مشر، نیهات چلیک ویلي چې هیواد یې اوسمهال د ۱۵۰ زره چوپانانو له کمښت سره لاس او ګریوان دی. د نوموړي په خبره، ترکیه د دغې ستونزې د حل له پاره هڅې کوي او د بهرنیو چوپانانو د ګمارنې له پاره یې هلې ځلې پیل کړي دي. چلیک زیاتوي چې ترکیه اوسمهال د افغانستان په شمول د ترکي ژبو وګړو له هیوادونو سره په مذاکراتو بوخته ده.

د ترکیې د بزو [وزو] او پسونو د پالنې د اتحادیې مشر، نیهات چلیک ویلي: «اوسمهال هلې ځلې ادامه لري. د بهرنیو چوپانانو د ګمارنې له پاره مسوده موجوده ده. په دې برخه کې لا کار بشپړ شوی نه دی. د بهرنیو چوپانانو ګمارنې د قانوني لارو چارو په اساس کیږي چې اوسمهال د یو شمیر هیوادونو سره د یوه منظم پروتوکول په اړخه هڅې روانې دي. دا به زموږ له پاره ډیر ښه وي.»

د بهرنیو وګړو د هویت په هکله اندیښنې

چلیک د بهرنیو چوپانانو د امنیتي اندیښنو په اړه وویل: «په کار د ګمارل شویو کسانو هویت مشخص نه دی. موږ نه پوهیږو چې هغوی جرمي شالید لري او یا تر تعقیب لاندې دي او که نه. که د نړیوالو پولیسو له لوري تر تعقیب لاندې یو کس هم پکې شامل وي، موږ یې په هکله معلومات نه لرو.»

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې حکومت یې په دې هکله څیړنې پیل کړي او دا کار د آرامۍ احساس ورکوي. د ورکړل شویو شمیرو له مخې، په ترکیه کې اوسمهال شاوخوا ۴۰ زره بهرني چوپانان کار کوي. د ترکیې د سوداګرۍ وزیر، عمر بولات په دې هکله څو ورځې مخکې ویلي ول: «که چیرته نن ورځ ۲۵ زره افغان چوپانان ترکیه ترک کړي، نور به په ترکیه کې کرنه او مالداري وجود ونه لري.»

نیهات چلیک د انکا په نامه د ترکیې له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي: «موږ له دغه وزیر څخه مننه کوو چې زموږ ستونزو ته یې ډیر پام کړی دی. زه فکر کوم چې دغه څرګندونې د مالدارۍ د پرمختګ له پاره ښه پیغام دی او دا چې دغه سکتور به له منځه ولاړ نه شي. په ځانګړې توګه د پسونو د پالنې سکتور به له منځه ولاړ نه شي، ځکه چې دغه کار زموږ د هیواد له جغرافيې سره مطابقت لري.»

د رمو مدیریت باید لا غښتلی شي

چلیک په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د ترکیې له داخلي چوپانانو هم باید ملاتړ وشي او زیاته کړې یې ده: «په ترکیه د څارویو [بزو او پسونو] شمیر په هغه کچه نه دی چې موږ یې هیله لرو. موږ د چوپانانو په موندلو کې له ستونزو سره مخامخ یو. د چوپانۍ کار د «رمې د مدیریت» نامه ته تغیر شوی، خو د دغه کار د ترویج او ملاتړ له پاره هیڅ کار نه کیږي.» د نوموړي په خبره په ترکیه کې چوپانان باید له ټولنیزو مرستو برخمن شي او وايي چې اوسمهال له چوپانانو یوازې د ۵ نه تر ۶ میاشتو پورې ملاتړ کیږي، داسې ملاتړ چې په خبره یې کافي نه دی. هغه وايي چې دغه ملاتړ باید ۱۲ میاشتو ته وغځول شي.

"افغان شپانه زموږ لومړیتوب نه دی"

چیلیک همدا راز ویلي چې دوی باید بهرني شپانه په کار وګماري ځکه چې دوی د ځایي شپنو په موندلو کې ستونزې لري: «موږ په خپلو ځینو واحدونو کې افغان شپانه په کار ګمارو، خو له دوی څخه یو شمیر یې تر یوې مودې وروسته د بل کار په لټه کې کیږي. هر سهار چې له خوبه پاڅېږو، وېرېږو چې شپون مو ورک شوی نه وي. له همدې کبله موږ نشو کولی پدې برخه کې پانګونه او د خپلو څارویو شمیر زیات کړو. د دوی (شپنو) معیارونه او کاري شرایط باید زموږ د وزارتونو لخوا رامنځته شوي مقرراتو لخوا تنظیم شي. بهرني شپانه باید یوازې د شپون په توګه د کار کولو اجازه ولري. په دې توګه به زموږ خپل اتباع خپلې دندې له لاسه ورنه کړي.»

چیلیک په هیواد کې د بهرنیو چوپانانو او شپنو د محدودولو په هکله ویلي: «پخوا موږ ۶۰ میلیونه پسونه درلودل، خو د افغان چوپانانو په ګمارنې سره دا شمیر ۵۲ میلیونو ته راټیټ شو. د دې تشې ډکول به ډیر وخت ونیسي. په طبیعي ډول افغان شپونکي او چوپانان زموږ لومړیتوب نه دی، بلکې زموږ خپل هیوادوال دي چې دا کار کوي. زموږ لومړی پلان دا دی چې په دې کار کې خپل محلي شپانه وګمارو او په دویم پړاو کې به له محدودیتونو سره افغان شپانه وګمارو.

۱۵۰ زره شپنو او چوپانانو ته عاجله اړتیا

چلیک په ترکیه کې د شپنو او چوپانانو د کمښت په هکله وویل: «موږ په عاجله توګه ۱۵۰ زره شپنو ته اړتیا لرو. که د شپونو د کمښت ستونزه نه واى، نو د څارويو د روزنې او پالنې سکتور به وده کړې وه. هغه زياته کړه، چې تُرکان اوس د څارویو له پالنې او چوپانۍ سره ډیره علاقه نه لري او هغه کسان چې له افغانستان څخه د دغه کار له پاره راځي، له دې وضعيته ګټه اخلي او تل د خپلو تنخواګانو د لوړیدو غوښتنه کوي.

Coskun, Ercan/KH.SN

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب