د استانبول د لوی څارنوال دفتر وویل چې «استخباراتي معلومات ښيي چې داعش تروریستي سازمان د کریسمس او نوي کال په مراسمو کې د حملو پلان درولود.»
ترکیه له سوريې سره چې اوس هم پکې داعش ډله فعاله ده، ۹۰۰ کیلومتره سرحد لري.
د سوریې په پالمیرا ښار کې د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۳مه یوه حمله کې دوه امریکايي عسکر او یو ملکي امریکایي وګړی ووژل . واشنګټن د دغې حملې پړه چې د یوه وسله وال کس له خوا ترسره شوه، پر داعش واچوله.
نور ولولۍ: کریسمس؛ د آلمان ولسمشر پر ټولنیز پیوستون ټینګار وکړ
د ترکیې استخباراتي ادارې ويلي چې روانه اوونۍ یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي علاقه کې هم یو عملیات ترسره کړ چې په کې ېې یو ترکی وګړی ونیول شو، چې پر وینا ېې په داعش کې ېې مهم رول درولود.
پر محمد ګورن چې تر نیول کېدو وروسته ترکیې ته انتقال شو، تور دی چې له دې مخکې ېې په افغانستان، پاکستان، ترکیې او اروپا کې پر ملکیانو ځانووژنکي بریدونه پلانول.
نور ولولۍ: آلمان وايي د کریسمس پر یو بازار د «اسلامي انګیزې» پر اساس د حملې مشکوک پلانونکي ېې نيولي
له آرشیف څخه د کریسمس پر موضوع یو انځوریز (15.12.2021) البوم:
د انځورونو په دې آلبوم کې د کریسمس تر ټولو لوړې، ګرانه بیه او روښانه جالبې ونې درپیژنو. دا هم په دې البوم کې شته چې د نړۍ د کریسمس ونې لقب یوې آلمانۍ ونې ته ورکړل شوی دی. انځور: Ali Haider/EPA/picture alliance د کریسمس تر ټولو ګران بیه ونه د کریسمس دا ونه ۱۳ متره ارتفاع لري او بیه یې ۱۱ میلیونه ډالره ده. د ونې خپل قیمت لس زره ډالر دی خو ښاخونه یې له طلایي کرښو، قیمتي ساعتونو او په شاوخوا ۱۸۱،الماسو، زمزدو، یاقوتو او نورو قیمتي ډیرو ډیزان شوي دي. د امارات پلس هوټل مدیر هنس اولبرتز وایي ښایې دا ونه د تر ټولو ګرانه بیه ونو په حساب د ریکارډونو په کتاب ګینس کې ثبت شي.
انځور: Ali Haider/EPA/picture alliance دا ونه د برازیل په ریو دي ژنریو کې ده چې د ګینس په کتاب کې هم ثبت شوې ده. دغه ونه ۸۵ متره لوړ والی لري او په ۲۰۱۴م کال کې په اوبو کې کښېنول شوه.
انځور: Adriano Ishibashi/Citypress24/picture alliance د کریسمس تر ټولو لوړه ونه په آلمان کې د کریسمس تر ټولو لوړه ونه چې له ۱۹۹۶م کال راهيسي د آلمان په دورتموند ښار کې ده، تر اوسه هم په اروپا کې تر ټولو لوړه ونه ګڼل کیږي چې ۴۵ متره لوړوالی لري.
انځور: Bernd Thissen/dpa/picture alliance د کریسمس تر ټولو روښانه ونه دا روښانه ونه د اسپانیا په پالما ښار کې د یوې کلیسا مخي ته په لوی میدان کې موقیعت لري .دغې ونې سږ کال ۱۳۵ سړکونه او میدانونه روښانه کړي دي.
انځور: Isaac Buj/dpa/picture alliance توماس يرومن د خپل کور د کریسمس ونو په منځ کې ولاړ دی. په کور کې یې ۴۴۴ د کریسمس ونې دي چې له دې سره یې په نړۍ کې یو نوی ریکارډ پخپل نوم ثبت کړ. د آلمان د ریکارډونو اینسټیوټ هم د نوموړي دغه ریکارډ تاید کړی دی.
انځور: Ole Spata/dpa/picture alliance