1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهترکیه

ترکیې له ایران سره پر پوله ۱۷۰ کیلومتره امنیتي دیوال جوړ کړ

۱۴۰۲ آذر ۲۵, شنبه

ترکیې له ایران سره د دغه هېواد پر پوله د ۱۷۰ کیلومتره امنیتي دیوال د جوړولو کار بشپړ کړی دی. په غیر قانوني توګه د ایرانیانو تګ راتګ، قاچاق او د ترهګرو د نفوذ مخنیوی، د دغه دیوال د جوړولو له مهمو هدفونو څخه بلل شوي دي.

د ترکېې او ایران پوله
د ترکېې او ایران پولهانځور: Ozkan Bilgin/AA/picture alliance

د ترکي رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد او ایران ترمنځ پر پوله د ۱۷۰ کیلومتره امنیتي دیوال د جوړولو کار بشپړ شوی دی.

ترکېې د دغه دیوال د جوړولو پر مهال د «پوله سپېڅلې ده» تر شعار لاندي، له ایران سره د دغه هیواد پر پوله د غیر قانوني اقداماتو د پیژندلو او مخنیوي کوښښ پیل کړی.

ترکیه وايي، یاد امنیتي دیوال چې د څارني برجونو او د ایران سره په پوله کې یوه کنده لري د نورو هیوادونو د وګړو، مخدره توکو، قاچاق او د ترهګرو د غیر قانوني تګ راتګ د څارنې او مخنیوي لپاره جوړ شوی دی.

د راپورونو له مخې ترکیې ته له ایران څخه د کډوالو د ناقانونه ننوتلو مخنیوی د دغه امنیتي دیوال د جوړولو یو له مهمو هدفونو څخه دی.

د ترکيې امنيتي چارواکي وايي، د دغه هېواد پوله ساتونکي ځواکونه د پرمختللو ټکنالوژیکي څارونکو کیمرو او بې پيلوټه الوتکو په مرسته ترکيې ته د نورو هېوادونو د وګړو د ناقانونه ننوتلو مخه نيسي.

د راپورونو له مخې، په تېرو کلونو کې د هغو ایرانیانو شمېر چېد بېلابېلو لاملونو له مخې له ایرانه ترکیې ته تلل، زیات شوی.

د دارنګه ایرانیانو په ډله کې یو شمېر سیاسي او مدني فعالان او د لاریونونو پر مهال نیول شوي کسان، سوداګر او اقتصادي فعالان هم لیدل کېږي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې اعلان کړی چې تر ۲۰۲۱ کال پورې په دغه هېواد کې د مېشتو ایرانیانو شمېر له ۱۱۵ زرو څخه ډېر وو. ډیری دا خلک په ترکیه کې د پانګې اچونې، زده کړو، تابعیت کارت، پناه او سیاحتي استوګنې له لارې ژوند کوي.

ترکیې په تیرو میاشتو کې د بهرنیو وګړو په ځانګړې توګه د ایرانیانو پر استوګنې سخت بندیزونه لګولي دي.

په تیرو میاشتو کې ډیری داسې خبرونه خپاره شوي چې په ترکیه کې د ایرانیانو د استوګني د کارتونو د تمدید پر وړاندي ستونزي په ګوته کوي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب