1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې په روان کال کې ۳زره افغانان له خپل هېواده ایستلي

امید دیدار
۱۴۰۲ فروردین ۲۵, جمعه

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې دغه هيواد د روان ۲۰۲۳م کال په لومړیو درو میاشتو کې تر۱۰زره ډېر بهرني وګړي له خپل هېواده ایستلي دي چې ډېره برخه یې افغانان دي.

د ډیپورټ کولو سمبولیک انځور، له ارشیف څخه
د ډیپورټ کولو سمبولیک انځور، له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د دغه هيواد د بهرنیو چارو وزارت اړوند کډوالو مدیریت په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي چې د روان کال په دریو میاشتو کې له ترکیې څخه۱۰ زره او ۲۶۱ کسان ډیپورټ کړي دي چې له دې شمېره ۳زره او ۲۷۷ افغانان دي.

په خبر کې راغلي دي چې دغه افغانان په شلو چارتر شویو الوتکو کې افغانستان ته استول شوي دي. ترکیه د هغو هيوادونو له ډلې ده چې افغانان ورته په قانوني او ناقانانونه لارو د کار له پاره ورځي.

ترکیه، د کډوالو ساحلي مرکزانځور: privat

دغه هيواد د هغې لارې په مسیر کې پروت ګڼل کېږي چې د افغانانو په ګډون د ځینو نورو هيوادونو وګړي پرې په «ناقانونه ډول» اروپا او نورې نړۍ ته سفر کوي.

په ترکیه کې پر بې برخليکه افغانانو څه تېرېږي؟

یو افغان ځوان چې دا مهال په ترکيه کې په ناقانونه ډول اوسېږي، د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل، د ترکیې پوله ساتي ځواکونه له کډوالو سره ناسم چلن کوي او دا مهال هغه هيواد ته په ناقانونه لارو ورغلي افغانان له «سخت حالت» سره مخ دي.

دی وايي: «څو میاشتې وشوې راغلي یو. ډېر کسان نور هم شته، حالت ډېر خراب دی او هېڅ لوري ته لاره نه کېږي، چې ووځو.»

ترکیې ولي د امريکا د افغانانو د منلو پر پروګرام انتقاد کړی؟

په افغانستان کې د جمهوري حکومت له پرځولو وروسته ګڼ شمېر افغانان دغې هېواد ته تللي، چې ډېر کله ترې د ترکیې د پولیسو له ناسم چلن او شکنجو رپوټونه هم خپرېږي.

په دې وروستیو کې له ایران او ترکیې د افغانانو بېرته ایستلو لړۍ چټکه شوې او ترکیې په دې خپلې تازه خبرپاڼې کې دا هم ویلي دي چې د ډيپورټ کولو لړۍ به روانه وساتي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل