د دوشنبې په ورځ به سپوږمې له خپلي اصلي فاصلې څخه ځمکې ته ۳۰ زره کیلومتره ډیره نږدې شي. له دې سره د ۱۹۴۸م کال وروسته یووار بیا سپوږمې د شپې له خوا ډیره ښکلي او ستره ولیدل شي.
اعلان
د دوشنبې په ورځ چې د نومبر میاشتې له ۱۴مې نیټې سره سمون لري، سپوږمۍ به له ۱۹۴۸م کال وروسته ځمکې ته تر ټولو په نږدې فاصله کې ځای ونیسي او ډیره ستره او ډیره روښانه به ولیدله شي.
که څه هم ځمکې ته د سپوږمۍ د نږدې کیدو پیښه چې «سوپر مون» هم ورته وايي په هرو ۱۴میاشتو کې پیښیږي خو د دوشنبې ورځې په دغه پیښه کې به سپوږمۍ تر بل هر وخت ډیره ځمکې ته نږدې شي او ویل کیږي چې دغه کار به بیا په ۲۰۳۴م کال کې پیښ شي.
د امریکا د فضايي ادارې یا ناسا په حواله چې سپوږمۍ به د ځمکې له سطحې څخه ۳۵۶،۵۰۹ کیلومتره واټن ولري. دغه فاصله له عادي حال څخه په اوسط ډول کابو ۲۷ زره او ۸۹۱ کیلومتره نږدې ده.
که چیري آسمان صاف وي، خلک به سپوږمۍ له عادي حال څخه ۱۴ برابره ستره ووینې او د کال په دغه شپه به له دې امله چې سپوږمۍ ځمکې ته ډیره نږدې کیږي، ډیره روښانه هم وي.
په شمالي ایرلیند کې د فضا څارونکي له ادارې څخه د نجوم او ستوري پیژندونکی، تقاعد شوی مارک بایلي د فرانسې خبرې آژانس سره په خبرو کې وویل: «د سپوږمۍ د راختو په وخت که سړی ورته وگوري، نو سپوږمۍ به تر خپل عادي حالت ډیره ستره وي.»
الکساندر گرست خپل ډیر وخت دی ته ځانگړی کړی چې نیغ په نیغه ځمکې ته د فضا او د فضانوردانو د شرایطو په هکله رپوټونه او اړین اطلاعات واستوي. هغه تیره میاشت دوه واره د آلمان د دوو پوهنتونو له محصلینو سره نیغ په نیغه اړیکه ټینگه کړه او د محصلینو پوښتنو ته يي ځوابونه وویل.
انځور: ESA/NASA
هر څوک په خپل کار پوخت دي
په نړیوال فضايي مرکز کې ټول موجود کسان د دې ترڅنگ چې خپلې څیړنې ترسره کوي باید د دغه سټیشن د سیستم ساتنه هم وکړي. په دې سټیشن کې هر یو تن ځانگړې دنده لري. الکساندر د اوبو سیستم او د ورزشي وسایلو د څار دنده لري.
انځور: ESA/NASA
د ځمکې حیرانوونکي انځورونه
الکساند هره ورځ د تویتر له لاری د ځمکې انځورونه ځمکی ته استوي. هغه انځورونه چې له ځمکې څخه ورته د لاسرسي امکانات نه لرو. دغه انځور د شمالي افریقا د صحرا وچ کمربند ښکاره کوي.
انځور: ESA/NASA
د ځمکې په زړه پوری انځورونه
ټاکل شوې ده چې الکساندر گرست به دوه میاشتې نور هم په دغه فضائې مرکز کې پاتی شي. دا کافي وخت دی چې د ځمکې د طبعیت په هکله تحقیق او څیړنه وکړي. د ځمکې په قطب کې د گرونلنډ انځور.
انځور: ESA/NASA
انځورونه1 | 10
د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د فضا د څار ادارې څخه پاسکال دیسکمپس هم له دې نظریې سره هم نظره دی او وړاندیز کوي: «که چیري غواړئ له سپوږمۍ څخه تصویر واخلئ نو داسې ځای غوره کړئ چې د تصویر په پس منظر کې ښکلی ځای وي.» هغه وايي چې له لوړې ودانۍ څخه کولای شي چې له سپوږمۍ څخه ښه انځور واخلئ.
ډیر فرصتونه
که چیري د دوشنبې په ورځ په آسمان کې ډیري وریځې وي نو بیا یې هم کولای شئ چې ووینئ. د امریکا فضايي ادارې یا ناسا د ساینس پروژې د څانګې مرستیال په حواله چې سوپر مون یا سپوږمۍ به څو ورځي مځکي ته نژدې وي. د سپوږمۍ اندازه له یوې ورځې تر بلې ورځې ډیر لږ توپیر کوي.
ناوړه پایلې
د سپوږمۍ د نږدې کیدو یو ناوړه اړخ دا دی چې د ځمکې د سمندرونو په جازبه قوه باندي اغېز کوي. د سپوږمۍ د زیاتي جازبې له امله د سمندرونو سطحه له عادي حالت څخه کیدای شي لوړه شي.
د دوشنبې په ورځ د سپوږمۍ نږدیوالی کیدای شي یوازې پر سمندرونو باندي ډېر اغېز وکړي او دا په دې مانا ده چې کیدای شي په ځینو سیمو کې کوچني سمندري طوفانونه هم رامنځ ته شي، خو دغه سمندري طوفانونه به ډیر ستر نه وي.
د تحقیقاتو د موندنو له مخې د سپوږمۍ نیږدې کیدل به پرځمکه ډیر کم اغیزه وکړي ځکه د سپوږمۍ انرژي دومره قوي نه ده چې د ځمکې پر انرژي باندې غلبه وکړي، نو له دې امله به کوم ستر اغیز پر ځمکه ونه لري.