روغتياآسیا
تر احتجاجونو وروسته چین د کرونا قیودات نرموي
۱۴۰۱ آذر ۱۰, پنجشنبه![China Guangzhou | Corona-Maßnahmen | Teststation](https://static.dw.com/image/63952769_800.webp)
اعلان
د چین د صدراعظم مرستیالي، سون شونلان پرون چهارشنبه د چین د ملي صحي مسایلو د کمېسيون په مخکي وویل چي «نوی حالت د نوو وظایفو غوښتونکی دی». هغې وویل چي د کرونا د امیکرون ډول یې د ضعیفه کیدو په حال کي دی او واکسیونونه یې هم ډیر لګول سوي دي، ځکه نو د کرونا صفر ستراتیژي، یعني مطلقو سختو تدابیرو ته ضروت نسته.
تردې دمخه د چین جنوبي ښار، ګوانګژو په کرونا د اخته کیدونکو د تعداد پر لوړیدو سربیره ډېر محدودیتونه لیري کړه. د هغې جملې څخه به کوچنیان بیرته مکتبو ته ولاړ سي او عملاً به په درسونو کي برخه واخلي، سینماوي او رستورانتونه به هم بیرته د خلګو پر مخ خلاص سي.