1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

تر اوربند وروسته په بریدونو کې ۱۴ ځواکونه وژل شوي

۱۳۹۹ خرداد ۸, پنجشنبه

چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د اختر په مناسبت د درې ورځني اوربند تر پای ته رسیدو وروسته، طالب جنګیالیو په پروان او فراه ولایتونو کې ۱۴ امنیتي ځواکونه وژلي دي.

Afghanistan Konflikt l Krieg
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د پروان د والي ویاند وحیدې شاهکار، ویلي دي چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ د دې ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې اووه افغان امنیتي ځواکونه وژلي دي. پر دې سربیره طالبانو دوه سرتیري له ځان سره هم بیولې دي. په پیښه کې یو بل افغان عسکر ټپي شوی هم دی. دغه پیښه د پروان د ولایتي شورا غړي عصمت الله محمدي هم تائید کړې ده.

په یوه بله پیښه کې چې په فراه ولایت کې رامنځ ته شوې ده طالبانو پر یوې پوستې باندې تر برید وروسته، اووه پولیس وژلي دي. په دې مورد کې هم طالبانو درې پولیس له ځان سره بیولې دي. د ولایتي شورا غړي د آلمان خبري آژآنس ته ویلي دي چې طالبانو د خپل برید تر بشپړولو وروسته سیمه پریښې ده.

دغه بریدونه د اختر په مناسبت د اعلان شوي اوربند تر پای ته رسیدو یوه ورځ وروسته ترسره شوي دي. که څه هم افغان حکومت د دې اوربند د غځیدو غوښتنه کړې وه، خو طالبانو بیا دغه غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې دایمي اوربند یوازې د بین الافغاني خبرو اترو په پایله کې رامنځ ته کیدای شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل