1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

تر ناندریو وروسته، راشد خان د کریکټ لوبډلې کپتان وټاکل شو

۱۳۹۸ تیر ۲۱, جمعه

په نړیوال جام کې د افغانستان د کریکټ لوبډلې د پر له پسې ماتو وروسته د نویو ګمارنو لړۍ ادامه لري. د افغانستان کریکټ بورډ اوس راشد خان د درو واړو فارمیټونو له پاره کپتان ګمارلی دی.

Bangladesh  gegen  Afghanistan - ICC Cricket World Cup
انځور: picture-alliance/dpa/A. Davy

د افغانستان کریکټ بورډ د جمعې په ورځ په خپل یوه رسمي ټویټ کې راشد ارمان، د درو فارمیټونو (یو ورځنیو، شل اوریزو، ټیسټ لوبو) د کپتان په توګه وګماره. اصغر افغان بیا د مرستیال کپتان په توګه ګمارل شوی دی. خو په ټویټ کې د ګلبدین نایب په هکله څه نه دي ویل شوي.

تر نړیوال جام کابو دوه میاشتې دمخه د افغانستان کریکټ بورډ د درو واړو فارمیټونو له پاره نوي لوبډلمشران ګومارلي وو. هغه وخت رحمت شاه د تست لوبو، ګلبدین نایب د یو ورځینو لوبو او راشد خان ارمان د شل اوریزو لوبو د لوبډلمشرانو په توګه انتخاب شوي وو. په دې من ځ کې تر ټولو مهمه پریکړه د اصغر افغان پر ځای ګلبدین نایب ته د کپتانۍ چارو ورسپارل وو. ځکه ډیرو کسانو تر نړیوال جام لږ مخکې د افغان ګوښه کیدو ته چې کابو څلور کاله لوبډلمشر پاتې شوی وو، د داسې یوې پریکړې په توګه لیدل چې ښايي اغیز یې په نړیوال جام کې د افغانستان پر لوبو ښه نه وي.

له کپتانۍ څخه د اصغر افغان د لیرې کیدو په غبرګون کې راشد خان او محمد نبي چې هغه مهال د هند آی پي ال سیالیو کې لوبیدل، د دغې پریکړې سره خپل مخالفت ښوولی وو. داسې هم انګیرل کیږي چې احتمالا د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د لوبغاړو تر منځ همغږي موجوده نه وه. د افغانستان دکریکټ ځینو مبصرینو هم د لوبغاړو تر منځ نه یووالی په نړیوال جام کې د خرابو لوبو یو لامل بللی وو.

د کریکټ بورډ له غړو سره د ولسمشر ملاقات

د پنجشنبې په ورځ د ارګ له لوري په یوې خپرې شوې بیانیې کې ویل شوي دي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني، د کریکټ بورډ له غړو سره وکتل او د افغانستان د کریکټ بورډ د وضعیت په اړه یې د هغوی د ارزونې راپور واورید. په اعلامیه کې راغلي دي چې جمهور رئیس په کریکټ بورډ کې ستونزو ته په اشارې وویل چې «د کریکټ بورډ تشکیلاتي ستونزې او اړتیاوي دې جدي وارزول شي او د رفع کیدو له پاره دې عاجل اقدامات وشي.»

خو دا چې د کومو سترونزو خبره کیده، په دې هکله هیڅ وضاحت نه دی ورکړل شوی.

تر نړیوال جام وروسته نوې ګومارنې

د افغانستان کریکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه باندې د دې ادارې د نوي اجرائیه رییس لطف الله ستانکزي د ګمارني خبر ورکړ. دا په داسې حال کې ده چې کریکټ بورډ تر دې مخکې په نړیوال جام کې د افغانستان تر خرابو لوبو او د ځینو مدیریتي ستونزو په اړه د نیوکو تر رابرسیره کیدو وروسته، د پخواني سرپرست اجراییه رییس اسدالله خان، دنده ځنډولې وه. پر هغه سربیره د دې ادارې د دوو نورو کارکوونکو دندې هم ځنډول شوې وې.

پر دې سربیره د افغانستان کریکټ بورډ د خپل فیسبوک په یوه بل پیغام کې لیکلي وو چې آفتا عالم د یوه کال له پاره د ټولو لوبو څخه کینول شوی دی. د لوبو څخه د کینولو دلیل د نړیوال جام پر مهال د دسپلین نه مراعات کول ښوول شوي وو. خو آفتاب عالم په دې تړاو تورونه رد کړي وو.

سید ریاض

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل