1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلين ديوال ماتېدو۳۵ کاله وروسته د آلمان وضعيت څنگه دی؟

۱۴۰۴ مهر ۱۱, جمعه

د آلمان غرب او شرق اوس هم په خپلو کې ډېره فاصله لري. دا خبره د هغو ځوانانو له پاره هم صدق کوي چې په متحد آلمان کې لوی شوي دي. دلیل ېې څه دی؟ د شرق د چارو کارپوهه ېې په هکله وضاحت ورکوي.

آرشیف د اکتوبر ۳مه ۱۹۹۰- په برلین کې د پارلمان یا بوندېستاګ ودانۍ مخې ته د آلمان د یووالي ورځې لمانځنه
د اکتوبر دریمه په شرق او غرب د ویشل شوي آلمان د بېرته اتحاد ورځ او په دغه هېواد کې عمومي رخصتي ده.انځور: Jörg Schmitt/dpa/picture alliance

د اکتوبر دریمه په شرق او غرب د ویشل شوي آلمان د یووالي ورځ او ۳۵مه کلیزه ده. دغه ورځ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

الیزابت کایزر د آلمان د تورینګن ایالت د «ګرا» ښار اوسېدونکې ده. هغه په ۱۹۸۷ کال کې چې آلمان وېشل شوی و، زېږېدلې ده. دوه کاله وروسته ېې د برلین دېوال ونړېد او د ۱۹۹۰م کال د اکتوبر په ۳مه، د کمونیستي آلمان دیموکراتیک جمهوریت (ډي ډي آر) نور د تل له پاره د تاریخ برخه وګرځېد.

کایزر چې نن ورځ د شرقي آلمان په چارو کې د فدرالي حکومت ځانګړې استازې ده، لیکي: «د بیاځلې اتحاد دوره مې په آګاهانه توګه تجربه کړې نه ده، خو زما د مور او پلار او د نیکه او نیا روایتونو ته ېې شکل ورکړی دی.»

دغه خبره د هغې په کلني رپوټ کې راغلې چې د آلمان د یووالي په مناسبت په برلین کې خپور شوی چې په کې د آلمان د شرق او غرب څخه ځوانانو خپل نظرونه بیان کړي دي. دا لومړی ځل دی چې د آلمان د سوسیال دموکرات ګوند دغه ۳۷ کلنه سیاستواله دا ډول یو رپوټ وړاندې کوي، ځکه چې هغه د ۲۰۲۵م کال د می میاشتې راپدېخوا، د آلمان د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته په دغه دنده ګمارل شوې ده.

آیا په آلمان کې نوی نسل په يو ډول لویان شوی؟

مېرمن کایزر چې سیاسي او ټولنیزو علوم ېې لوستلي په خپل رپوټ کې ېې اصلي تمرکز پر دې کړی چې ځوانانو وروسته له ۳۵ کلونو بیا یو شوی آلمان څنګه تجربه کړی دی. د رپوټ سرلیک هم پوښتنه مطرح کوي: «آیا په یووالي کې لوي شوي یاست؟»

د آلمان صدراعظم فریدریش مېرڅ (ښي لور) د فرانسې له ولسمشر امانویل ماکرون سره د اکتوبر په ۳مه د آلمان د شرق او غرب د ېووالي په ورځ په آلمان کېانځور: Jean-Christophe Verhaegen/AFP

رسمي ځواب «هو» دی. ځکه چې اوس یوازې یو آلمانی حکومت موجود دی. کایزر د خپل رپوټ په سریزه کې وايي: «موږ د ۱۹۸۰ لسیزې د وروستیو او د ۱۹۹۰مې لسیزې لومړنی نسل یو چې په یو واحد آلمان کې لویان او ټولنه منل شوي یو.» هغه ټینګار کوي: «هغه ځوانان چې په شرق کې رالویان شوي، شرق ورته یوازې یو جغرافیايي لور نه دی، بلکې داسې یوه فضا ده چې هویتونو او برخلیکونو ته شکل ورکوي.»

د شرقي آلمان هویت لاهم رنګینتره دی

کایزر د آلمان په شرق پوتسدام (براندنبورګ) پوهنتون کې زدکړې کړي دي. نوموړې د شرق او غرب په ځوانان کې روښانه توپېرونه ويني. هغه وايي: «اکثره هغه ځوانان چې د آلمان له پخوانیو غربي ایالتونو څخه دي، د "غربي آلمان" له مفهوم سره کوم تړاو نه لري. په تېره هغه ځوانان چې سواحلو او یا هم آلپ ته نژدې ژوند کوي. په مقابل کې بیا د آلمان د شرق ځوانان ځان تر ډېره "اوسي" یا شرقي بولي.»

د مېرمن کایزر په آند د دغه وضعیت له پاره موجه دلایل موجود دي. که څه هم د تېرو درې نیمو لسیزو ځوانان په یوه هېواد کې لویان شوي، خو په شرق او غرب کې د ژوندانه شرایط په ډېرو برخو کې متفاوت دي، په تېره په شرق کې له لويو ښارونو بهر سیمو کې.

اقتصادي توپیرونه: لږ عواید او پر ټولنیزو مرستو ډېره اتکا

کایزر د فدرالي آلمان د برابرۍ رپوټ ته اشاره کوي چې ښيي د عمومي ترانسپورټ خدمات او روغتيايي امکانات په شرقي کوچنیو ښارونو او کلیوالي سیمو کې نور په بشپړه توګه نه چمتو کيږي. دغه ستونزې د غرب په ځينو سیمو کې چې د اقتصادي اړخه ضعیفې دي، هم لیدل کيږي، خو په شرق کې وضعیت ډېر خراب دی.

هغه وايي د آلمان په شرق کې خلک لږ عاید لري او تر ډېره پر ټولنیزو مرستو متکي دي. همدا ډول د غرب په پرتله په شرق کې د شتمنیو سطحه هم ټيټه ده. د آلمان په شرق کې نفوس په چټکۍ د زړېدو په حال کې دی د ځوانانو شمېر په کې د هېواد له اوسط څخه په کراتو ټيټ دی. مېرمن کایزر وايي: «دغه بهیر د شرق د ډېرو خلکو ژوند تر پاخه عمر پورې تر خپل اغیز لاندې راولي، ځکه هغوی لږ کولی شي د خپل والدین پر مالي ملاتړ تکیه وکړي.»

الیزابت کایزر د آلمان د تورینګن ایالت د «ګرا» ښار اوسېدونکې ده. هغه په ۱۹۸۷ کال کې چې آلمان وېشل شوی و، زېږېدلې ده انځور: Carsten Koall/dpa/picture alliance

غرب شتمن، شرق بې وزله

 کایزر په خپل کلني رپوټ کې ټینګار کوي: «د شرق ځوانان لا هم زیانمنونکي دي، ځکه چې شتمنۍ تر ډېره د ارث له لارې انتقاليږي.» د ۲۰۲۴ کال له پاره د آلمان د احصائيې فدرالي ادارې ارقام ښيي چې دغه کال په غربي ایالتونو کې څه باندې ۱۰۶ میليارډه یورو شتمنۍ ثبت شوې چې په میراث وړل شوې او یا بخښل شوې ده. دغه رقم د برلین په ګډون د آلمان په شرق کې له ۷ میلیارډو یورو هم لږ دی. په اوسط ډول، په غرب کې د یو شخص سهم نژدې ۱۶۰۰ یورو و په داسې حال کې چې په شرق کې یوازې ۴۰۰ یورو و. الیزابت کایزر دغه شديد توپيرونه د اندېښنې وړ ګڼي او د ارث پر مالیاتو د اصلاح په هکله بحثونه لازم ګڼي. 

آیا ټولو ته به ۲۰زره یورو دولتي مېراث ورکړل شي؟

هغه یو وړاندیز ته اشاره کوي چې مخکې د آلمان د اقتصادي تحقیقاتو انستیتیوت له خوا مطرح شوی و: حکومت باید هر ځوان ته ۲۰ کلنۍ ته په داخلېدو سره سم ۲۰ زره یورو د پيل مرستې په توګه ورکړي. دغه پیسې کېدای شي د زدکړې، د یو کار او کسب د پيلولو او یا هم د کور د رانیولو له پاره وکارول شي.

په شرق او غرب کې د شتمنۍ توپير لاهم په خپل حال دی

مېرمن کایزر وايي چې د آلمان د شرق او غرب کې له اتحاد ۳۵ کاله وروسته هم د ژوند په مختلفو برخو کې توپېرونه موجود ديانځور: Jens Kalaene/ZB/picture alliance

د «یو مېراث د هر چا له پاره» بنسټ، دغه نظریه د ټولو له پاره واقعي او د اجرا وړ بولي. د دغه بنسټ پر انترنيټ پاڼه راغلي دي: «دغه پیسې له یو صندوقه ورکول کيږي، چې پر لویو ارثونو له نسبتاً کوچنیو مالیاتو څخه تامين کيږي.» د هغوی د محاسبو پر اساس، په آلمان کې د دغې نظریې د عملی کولو له پاره به یوازې د کلني ارث پنځه سلنه برخه هم کافي وي.

خو کایزر پوهیږي چې د ارث پر مالیاتو د اصلاحاتو بحث د ائتلافي حکومت په منځ کې یو جنجالي بحث دی. د هغې اس پې ډې ګوند له دغې طرحې ملاتړ کوي، خو مسیحي اتحادي ګوندونه (سي ډي او/سي اس یو) ورسره مخالفت کوي. په دې اساس لوی مالي توپیرونه به د آلمان په شرق او غرب کې تر یووالي ۳۵ کاله وروسته هم پاته وي.

د الیزابت کایزر عمومي ارزونه هم په همدې اندازه متفاوته او ترکيبی ده. د آلمان شرق په ډېرو برخو کې پرمختګونه کړي دي. اقتصاد پکې وده کړې، د نوو شرکتونو عرصه فعاله او د تجدید پزیره انرژیو په برخه کې مخکښ دی. خو دا ټول له غرب څخه د وروسته پاتې کېدو د جبران له پاره کافيٍ نه دي، په ځانګړې توګه په شرق کې د نفوس زړېدو او د ځوانانو پراخو مهاجرتونو ته په کتو.

دوه میلیونه نفوس له شرق څخه وتلی

په ۱۹۹۰ کې د آلمان د یووالي تر اوسه، یوازې د برلین ښار پرته، شاوخوا دوه میلیونه خلکو د آلمان شرق ترک کړی چې دا د نفوس د ۱۶ سلنې معادل دی. نن د آلمان پنځه شرقي ایالتونه ټولټال شاوخوا ۱۲نیم میلیونه نفوس لري، په داسې حال کې چې د غربي آلمان نفوس په همدې زماني دوره کې ۱۰ سلنه زیات شوی چې نژدې ۶۸ میلیون کسانو ته رسیږي.

له آرشیف څخه (04.10.2024): 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل