1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر خپل ظرفیت ډیر ډک یوناني کمپونو ته لا ډیر مهاجر راروان دي

۱۳۹۷ آذر ۲۸, چهارشنبه

د یونان په ټاپو ګانو کې د مهاجرینو په کمپونو کې له وړاندې نه خراب بشري وضعیت د لا ډیر خرابیدو پر لوري روان دی. که څه هم د وضعیت د ښه کیدو امکانات شته، خو په موخه یې اقدامات نه کیږي؛ ولي؟

Griechenland, Lesbos:  Moira Flüchtlingslager
انځور: picture-alliance/N. Economou

د اروپايي ټولنې پر هڅو سربیره د یونان ګڼ شمیر ټاپوګانې د داسې کسانو پر مخ لا هم پرانیستي دي چې د اروپايي ټولنې په غړو هیوادونو کې د پناه په لټه کې دي. په حقیقت کې له ترکیې څخه د آژې سمندر په ختیځ کې پرتو دغو ټاپو ګانو د رسیدونکو کسانو شمیر تر هغو چې له دې ټاپوګانو څخه ځي، لوړ دی. له دې سره په دې سیمو کې د میشتو کسانو شمیر ورځ تر بلې لوړیږي چې د چارواکو له پاره لا سخت شرایط رامنځ ته کوي.

د دغو کمپونو د میشتیدو د ظرفیت په هکله د یوې ارزونې پر اساس، د یونان په دغو ټاپو ګانو کې کمپونو تر خپل اصلي ظرفیت ډیر پناه غوښتونکي منلي دي. د لا ډیرو پناه غوښتونکو ځای پر ځای کول او ورته د خدماتو رسول اوس لا ستونزمن شوی.

د دوسیو د اروزنې کارکوونکو سخت کمښت

د پناه غوښتنې په تړاو نړیوال قوانین په جلا توګه د هر پناه غوښتونکي د دوسیې پر ارزونې ټینګار کوي. د پناه غوښتنې په برخه کې د اروپايي ټولنې د ملاتړ د دفتر پر مرستو سربیره، په یونان کې د پناه غوښتونکو د دوسیو پر هر ارزونکو باندې د دوسیو شمیر د ډیریدو په حال کې دی.

 د ۲۰۱۳م کال په پیل کې د دوسیو هر ارزونکی اړ وو چې د پناه غوښتونکو ۲۶ دوسیې وارزوي او په ۲۰۱۷م کال کې دغه شمیر تقریباً درې برابره لوړی شوی او د پناه غوښتونکو د دوسیو ارزونکي اړ دي چې ۸۸ دوسیې وارزوي.

بل لوري ته که څه هم یوناني چارواکو په دې برخه د کارکوونکو شمیر لوړ کړی خو د ارزونکو دغه شمیر په چټکی سره نه دی لوړ شوی چې دغه څه هم ستونزې زیږولي دي. په ۲۰۱۷م کال کې د اروپايي ټولنې د محکمې د یوه تفتیش د رپوټ په حواله په یونان کې د پناه غوښتونکو په چارو کې د رسمي کارکوونکو د شمیر پڅ زیاتوالي د پناه غوښتونکو د دوسیو په ارزونه کې پر وړاندې کیدونکو خدماتو منفي اغیز پریښی دی.

د یونان په ټاپو ګانو کې بند پاتې کیدل

په تیوري کې په یونان کې د پناه غوښتونکو د هرکلي له مرکزونو څخه د وتلو څو متفاوتې لارې موجودې دي. د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ د شوي تړون پر اساس، ټول هغه کسان چې د ترکیې له لارې یونان ته داخلیږي او په دې هیواد کې یې د پناه غوښتنې ته د رد ځواب ورکول کیږي، اړ دي چې بیرته ترکیې ته ستانه شي.

د تړون د عملي کیدو له پیل راهیسې د دغه راز پیښو پر ټيټ شمیر سربیره، له یونان څخه د وتونکو کسانو په پرتله د اروپايي ټولنې دغه هیواد ته لا ډیر کسان داخل شوي دي. د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د تړون له عملي کیدو راهیسې ۲ زره ۳۶۷ پناه غوښتونکي چې په اروپايي ټولنه کې یې د پناه غوښتنه رد شوې، بیرته ترکیې ته اخراج شوی دي. بل لوري ته بیا د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د شمیرو پر اساس د ۲۰۱۸م کال یوازې په اکتوبر میاشت کې ۳ زره ۳۷۰ تنه پناه غوښتونکي د سمندر له لارې یونان ته رسیدلي.

دا په داسې حال کې ده چې ترکیه یوازې هغه شمیر رد شوي پناه غوښتونکي بیرته مني چې د یونان په ټاپو ګانو کې میشت وي. دغه جغرافیايي محدودیت په دې معنی دی چې یونان په ټاپو ګانو کې میشت پناه غوښتونکي، د دې هیواد نورو برخو ته نه شي استولی چې دغه څه هم د یونان په ټاپو ګانو کې د مهاجرینو شمیر د پام وړ زیات کړی دی. خو پر دغه محدودیت سربیره بیا هم ځینې هڅې شوي دي.

د یونان د مهاجرت وزارت دویچه ویله ته وویل چې دغه هیواد د روان کال له جنوري میاشتې څخه تر اکتوبر میاشتې پورې له ګڼ شمیر ټاپو ګانو څخه د ناروغانو، ماشومانو او میرمنو په ګډون شاوخوا ۲۳ زره آسیب پذیره کسان د یونان اصلي خاورې ته انتقال کړي دي.

په عین حال کې د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان دویچه ویله ته په دې هکله وویل: «د تیرو دریو میاشتو په ترڅ کې د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د یونان له حکومت سره مرسته کړې څو له ټاپو ګانو څخه د دې هیواد په اصلي خاوره کې ښه وضعیت لرونکو کمپونو ته شاوخوا ۸۰۰۰ پناه غوښتونکي انتقال کړي.»

د ملګرو ملتونو دې سازمان ویلي چې په دغه موده کې د سمندر له لارې شاوخوا ۱۰ زره تازه پناه غوښتونکي د یونان ټاپوګانو ته داخل شوي.

د اروپايي ټولنې نورو هیوادونو ته د مهاجرو د لیږد پڅ بهیر

د یونان پر ټاپو ګانو باندې د فشار د کمیدو له پاره دریم حل لار دا ده چې یو شمیر په شرایطو برابر پناه غوښتونکي او مهاجرین له یونان څخه انتقال شي او د اروپايي ټولنې پر یو شمیر نورو هیوادونو باندې وویشل شي. ټاکل شوې وه چې د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې له یونان څخه ۵۰ زره او ۴۰۰ پناه غوښتونکي د دې ټولنې پر نورو هیوادونو باندې وویشل شي، خو د روان کال تر اکتوبر میاشتې پورې یوازې ۲۱ زره ۹۹۹ کسان چې ۴۴ سلنه کیږي، د اروپايي ټولنې نورو هیوادونو ته لیږدول شوي.

په داسې حال کې چې د یونان له کمپونو څخه پناه غوښتونکي نورو سیمو او هیوادونو ته نه انتقالیږي، بله د حل لار دا هم کیدای شي چې د پنا غوښتونکو دغه کمپونه لا پسې پراخ شي. د یونان په لسبوس، ساموس او کاووس ټاپو ګانو کې د پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو ظرفیت لا له وړاندې، له خپل اصلي حد څخه اوښتی دی. خو له دغو سیمو څخه د سټلایټ پر مټ اخیستل شوي انځورونه ښيي چې د کمپونو شاوخوا ته پرتې سیمې خالي دي او د دې امکانات لري چې کمپونه لا پسې پراخ شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب