1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

تر رغیدو وروسته بیرته پر کرونا د اخته کیدو پیښې ثبت شوي

۱۳۹۹ شهریور ۴, سه‌شنبه

په هالنډ او بلجیم کي ساینسپوهانو ويلي دي چي د کرونا ویروس څخه جوړ سوي کسان بیرته په هغه باندي اخته سوي دي. دغه خبر یوه ورځ وروسته ترهغه نشریږي، چي په هانکانګ کي هم یو جوړ کس بیرته په کرونا اخته سو.

Deutschland Corona-Teststelle am Flughafen Schönefeld
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

د هالنډ د حکومت مشاور او ویروس پيژندونکی، ماریون کوپمانس «هالنډۍ راډیو» ته ویلي دي چي په دغه هیواد کي د کرونا څخه جوړ سوی یو کس، چي د بدن دفاعي سیسټم یې کمزوری وو، بیرته په هغه باندي اخته سوی دی.

دغه ویروس پيژندونکي ویلي چي په کووید ۱۹ باندی اخته کیدونکو کسانو هر مورد «په شخص پوري مربوط جلا جنیتیکي شاخصونه »لري. په خبره یې د دغه مریض څخه اول وار اخیستل سوئ ژنوم(د شخص له حجرې څخه اخیستل سوي مواد) د دوهم وار سره ډیر فرق لري.

کوپمانس همدارنګه ویلي دي چي دوهم وار په کرونا اخته کیدل د انتظار څخه لیري خبره هم نه ده: «موږ د نورو تنفسي امراضو څخه پوهیږو چي انسانان د ټوله عمر له پاره د هغه څخه مصؤن نه دي او د دې انتظار هم نه لرو چي په کرونا اخته کسان به بل ډول وي.»

خو تر اوسه پوري لا دا معلومه نه ده چي ایا په کرونا دوهم وار اخته کیدل انفرادي  او که عام حالات دی.

په بلجیم کي هم په کرونا اخته کیدو یوه مورد څخه اطلاع ورکړل سوې ده. د بلجیم ویروس پیژندونکي مارک فان رانست پرون دوشنبه(د اکشت میاشتي ۲۴مه) ټلویزوني چینل، وي ټي ام ته ویلي دي چي دغه مریض د کرونا څخه تر جوړیدو ۳ میاشتي وروسته بیرته په اخته سوی دی.

په کرونا باندي د بیرته اخته کیدو دغه پيښي ښکاره کوي چي د مریض په بدن کي په اوله مرحله کي په کافي اندازه انتي باډي نه ده جوړه سوې. د هغوی بدن د اخته کیدو په اوله مرحله کي قوي نه وو او د دغه ډول امراضو په مقابل کي لږ مقاومت لري.

ساینسپوهانو په هانکانګ کي پرون دوشنبه په کرونا باندي د بیرته اخته کیدو لومړني پيښي شواهد وړاندي کړل. دغه ارقام ښيي چي کووید ۱۹ به لکه د کرونا او ذکام نور ویروسونه د انسانانو په منځ کي پاته او مقاومت وکړي.

د کرونا نوي ویروس تر شیوع ۶ میاشتي وروسته لا تر اوسه پوري هم په هغه باندي د بیرته اخته کیدو پوره معلومات په لاس کي نه سته او پر هغو انسانانو باندي هم ډیر تحقیقات نه دي سوي چي بیرته په هغه باندي اخته سوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب