1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر سړې جگړې وروسته د ناټو ستر پوځي مانورونه

۱۳۹۷ آبان ۳, پنجشنبه

ناټو د سړې جگړې له ختمیدو راهيسي تر ټولو ستر پوځي مانورونه پيل کړل. په دې تمريناتو کي چي په ناروې کي دي او دوې اونۍ به دوام وکړي، نژدې ۵۰۰۰۰ عسکر به په مځکني، هوايي او سمندري تمريناتو کي گډون وکړي.

Norwegen Nato-Großmanöver «Trident Juncture»
انځور: picture-alliance/dpa/M. Assanimoghaddam

که څه هم ناټو پر دې باندي ټينگار کوي چي دا ټول مانورونه يوازي د ځان د دفاع له پاره دي او سړي جگړې ته د بيرته ستنيدلو په معني نه دي، خو زياتره هيوادونه بيا دغو تمريناتو ته د مسکو پر خوا د يوه قوي زيگنال په سترگه گوري.

دغه تمرينات به د ناروې په مځکنۍ، سمندري او هوايي فضا کي دوې اونې دوام وکړي. په اصل کي ددغو مانورونو هدف، د ناټو او په هغه پوري نورو تړلو ځواکونو، گډه روزنه ده.

د ناټو د پوځي تړون پر يوه غړي هيواد باندي د بريد د مخنيوي له پاره د چټک غبرگون ځواکونو طرحه په څو ورځو کي رامنځته سوه.

آلمان، تر سړې جگړې وروسته، د ناټو په تر ټولو سترو پوځي مانورونو کي دوهم لوی گډون کوونکی هيواد دی او د ناټو د چټک غبرگون ځواکونو د مشرتابه رول پر غاړه لري.

د ۲۰۱۹م کال په سر کي به آلمان تر دوو کلونو وقفې وروسته، يو وار بيا له پلان سره سم، د ناټو د گډو ځواکونو مشرتوب هم پر غاړه واخلي.

باتجربه پوځي افسر جيمز فوگو په دې هکله وايي: «زه فکر کوم آلمان به دا ثابته کړي چي په لنډ وخت کي کولای سي ډير ځواکونه له يوه ځايه بل ته انتقال کړي.  زه په دې پوهيږم چي د آلمان پوځ په ټولو پوځي برخو کي ځانگړي لياقت لري. موږ به د «ترايدنت جنکچر ۱۸» په تمريناتو کي دا هرڅه ووينو او زه خوشحاله يم چي آلمانان په مځکنيو، سمندري او هوايي تمريناتو کي برخه اخلي.»

د ناټو په چوکاټ کي د تيارسی په نامه گډ ځواکونه ددغه تړون متحدينو په ۲۰۱۴م کال کي رامنځته کړل. د هغوی جوړيدل د روسيي له خوا د کريميا نيمه ټاپو د الحاق او د بيلتون غوښتونکو روسانو د ملاتړ پرضد غبرگون په معني وو.

روسيې مخکي لا دغه شان تمريناتو ته د ختيځ او لويديځ ترمنځ د اړيکو د لا خرابيدو په سترگه کتل. خو ناټو بيا دا خبره ردوي چي د دواړو اړخونو ترمنځ به کشمکشونه او بې ثباتي رامنځته سي.

د نارويژي جنرال رونه ياکوبسن په نظر روسيې په خپله هم د «واستوک» په نامه مانورونو سره خپله پوځي پياوړتيا وښوده، چي په هغو کي تر شپږ برابره ډير پرسونل او تقريباً څلور برابره جنگي مهماتو وکارول سول.\

د هغه په خبره، دغه مانورونه بيا له نوموړي لوي گاونډي هيواد څخه ډيره فاصله لري. هغه زياتوي: «ترايدنت جنکچر۱۸» مانورونه  د روسيي له سرحد څخه په څه د پاسه زر کيلومتره واټن کي کيږي. د هوايي ځواکونو عمليات تر ۵۰۰ کيلومتره واټن پوري پلان سوي دي. په حقيقت کي بايد روسانو ته د بيري او انديښنې کوم دليل موجود نه وي. روسيه بايد دغه اقدام ته يوازي د دفاعي تمريناتو په سترگه وگوري.»

روسيي ته چي له ناروي سره گډ سرحد لري، هم بلنه ورکړل سوې ده چي دغه تمرينات وگوري، خو دغه هيواد بيا دا ډول مانورونه په کلکه محکوم کړي او د يرغل په سترگه ورته گوري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب